1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اوکراین د بیا رغاونې کنفرانس، زیلنسکي برلین ته ورسید

۱۴۰۳ خرداد ۲۲, سه‌شنبه

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي برلین ته رسیدلی دی. په پام کې ده چې هغه به د اوکراین د بیا رغاونی په کنفرانس کې ګډون وکړي. زیلنسکي به د آلمان له صدراعظم اولاف شولڅ، سره دغه کنفرانس پرانیزي.

https://p.dw.com/p/4gtSa
Ukraine | Präsident Wolodymyr Selenskyj
انځور: Ukrinform/dpa/picture alliance

د اوکراین د بیا رغاونې کنفرانس د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د جون ۱۱مه) په برلین کې پیلیږي. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي چې دآلمان له صدراعظم اولاف شولڅ سره د دغه کنفرانس پرانیستنه کوي، د دوشنبې په ماښام برلین ته رسیدلی دی.

زیلنسکي، د ایکس په شبکه(پخوانی ټویټر) کې برلین ته د ورتگ په هکله د یوه پیغام په خپرولو سره ولیکل چې نن به له شولڅ سره هم وویني. په پام کې ده چی هغه به د سه شنبې په ورځ له ماسپښین وروسته د جرمني په پارلمان کې وینا هم وکړي.

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له یرغل راهیسې، دا دریم ځل دی چې زیلنسکي  برلین ته سفر کوي. نوموړي همدارنگه د ایکس په شبکه کی څرگنده کړې: «د روسیې له خوا هوايي بریدونو ته په کتو سره، د اوکراین د انرژۍ د څانگې له پاره د حل لاري پیدا کول به د ټولو لومړیتوبونو په سرکی وي.»

زیلنسکي زیاته کړه چې د آلمان له صدراعظم سره به د نورو تر څنګ د اوکراین د پوځ د هوايي دفاع د پیاوړتیا او د وسلو د ګډ تولید په اړه هم خبرې وکړي. د هغه په خبره  دا هم مهمه ده چې په سویس کې د اوکراین د سولې په هکله تر کنفرانس دمخه چی د روانې اونۍ په پای کې جوړیږي، باید د دواړو خواوو دریځ، سره همږغی سي.

Deutschland | Vor der Wiederaufbaukonferenz Ukraine
برلین: د اوکراین د بیارغونی په هکله د کنفرانس تر جوړیدو مخکی سخت امنیتي تدابیر نیول سوی ديانځور: Christoph Soeder/dpa/picture alliance

د اوکراین د بیا رغاونی کنفرانس به د دوو ورځو له پاره د سیاست، اقتصاد او نړیوالو سازمانانو او بڼسټونو له ډگر څخه د ۲۰۰۰ کسانو په حضور کې جوړ سي. دغه کنفرانس د پیسو او مالي مرستو د راټولو په هدف نه جوړیږي، بلکه هدف یې د هغو عواملو ترمنځ د اړیکو رامنځته کول دي چې کولای سي د اوکراین په بیا رغاونه کی نقش ولوبوي.

روسیې په تیره بیا وروستیو اونیو کې په اوکراین کې د انرژۍ د تأمینولو تاسیسات تر سختو بریدونو لاندې نیولي دي.

په کیف کې د اقتصاد پوهنتون  (KSE) په خپلې وروستۍ څیړنه کې د اوکراین پر تاسیساتو باندې  د روسیې  له خوا د بریدونو په نتیجه کې د زیانونو لگښت تر ۵۶ میلیارده ډالر زیات اټکل کړی دی.

اوکراین: کرنیز ډرونونه څنګه د روسي پر وړاندې جګړه کوي

GP/SR/DW.Farsi