1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا«پاتریوت» توغندي له آلمان څخه پولنډ ته انتقال کړل

۱۴۰۰ اسفند ۱۹, پنجشنبه

امریکا متحده ایالاتو په اوکراین کي د نښتو په زیاتوالي سره، د احتیاط له پاره دوه پاتریوت توغندي له آلمان څخه پولنډ ته انتقال کړل. دغه توغندي، الوتکي، هلیکوپترونه او راکټونه حتی په ډېره لوړه ارتفاع کي هم له منځه وړلای سي.

https://p.dw.com/p/48Hi0
USA verlegen «Patriot»-Raketen von Deutschland nach Polen
انځور: Stringer/YONHAP NEWS/dpa/picture alliance

د اوکراین د پوځ د قوماندانۍ مرکز اعلان کړی دی چي د روسیې وسله والو ځواکونو د چهارشنبې په ماښام (د مارچ ۹مه) د اوکراین د پایتخت کیف د محاصرې د حلقې تنګولو له پاره «یرغلیزو عملیاتو» ته ادامه ورکړې ده.

د نوموړي مرکز د رپوټ له مخي، همدارنګه نوي عملیات د پتروفسک »شمال«، ایزیوم، هروشواخا «دواړه په ختیځ»، سومي،اوکتیرکا «دواړه په شمال ختیځ» او د دونتسک او زاپروژا «دواړه په جنوب ختیځ» کي ترسره سوي دي.

د څو ورځو په ترڅ کي د کیف پرشاوخوا پراته روسي ځواکونه په ښکاره ډول دغه ښار ته نیژدې سوي دي. یوازي پنځه ورځي مخکي د روسیې پوځ همدارنګه د کیف له شمال شرق څخه سل کیلومتره واټن درلود خو د فرانسې د خبري آژانس په حواله روسیې پوځ د چهارشنبې په ورځ له کیف سره هم سرحده ښار، بورواري ته رسیدلی دی.

د روسیې د نفتو د وارداتو منع کول

د امریکا د استازو مجلس په قاطع اکثریت سره د روسیې د نفتو د وارداتو پر منع کولو باندي پریکړه وکړه.  د استازو مجلس د ۴۱۴ موافقو رایو د ۱۷ مخالفو رایو په وړاندي دغه لایحه تصویب کړه.

زیلنسکي د روسیې پرضد د سختو تعزیراتو غوښتونکی سو

د اوکراین ولسمشر، ولودیمیر زیلنسکي د ماریوپل په ښار کي پر یوه زیږنتون باندي د روسیې تربرید وروسته، د لویدیځ له خوا پر روسیې باندي د تعزیراتو د وضع کولو غوښتونکی سوی. زیلنسکي په یوه ویدیويي پیغام کي وویل: «په اوکراین کي یوه نسل وژنه روانه ده» هغه زیاته کړه «که لویدیځ هیوادونو پر مسکو باندي لا زیات فشارونه راوړي وای، نو هغوی به ددغي نسل وژني د ادامې له پاره نور امکان نه درلود.»

د زیلنسکي په خبره تر اوسه ۳۵ زره انسانان د بشردوستانه دهلیزونو له لاري د اوکراین لویدیځ ته تښتیدلي دي. په ماریوپل کي پریوه کلینک باندي د برید په نتیجه کي ۱۷ کسان زخمیان سوي چي په هغو کي یوه امیدواره ښځه هم شامله وه.

Ukraine zerstörte Geburtsklinik in Mariupol
د ماریپول پر یوه زیږنتون باندي بریدانځور: Evgeniy Maloletka/AP/picture alliance

د اوکراین ولسمشر یو وار بیا پر اوکراین باندي د ممنوعه پرواز د ساحې غوښتونکی سو. خو د ناټو هیوادونه، جګړې ته د ښکیل کیدو له ویري، تر اوسه دغه غوښتنه رد کړې ده.

امریکا »پاتریوت« توغندي له آلمان څخه پولنډ ته انتقالوي

امریکا متحده ایالاتو په اوکراین کي د نښتو په زیاتوالي سره، د احتیاط له پاره دوه پاتریوت توغندي له آلمان څخه پولنډ ته انتقال کړل.

د امریکا د دفاع وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د دغه خبر په تائید سره وویل: «موږ به د هغوی د ځای پرځای د سیمي او همدارنګه عملیاتي وضعیت په هکله خبري وکړو.»

د پنتاګون ویاند، جان کیربي ټینګار وکړ چي دغه حرکت، د روسانو له خوا د هیڅ کومي پیښي او یا هم کوم خاص اقدام په وړاندي غبرګون نه دی، بلکي د پولنډ په ګاونډي اوکراین کي جګړې ته په کتو سره د پاتریوت توغندي د ناټو له غړو هیوادونو څخه د دفاع له پاره تر ټولو ښه انتخاب دی. پاتریوت توغندي کولای سي، الوتکي، هلیکوپترونه او راکټونه حتی په ډیره لوړه ارتفاع کي هم له منځه یوسي.

GP/NZ/DW.Farsi