1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امنیتي کمرو د نصبولو په اړه د طالبانو او چینايي شرکت خبرې

۱۴۰۲ مهر ۴, سه‌شنبه

طالبانو ویلي چې د چینایي شرکت «هواوې» سره یې د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې د څارنې کمرو د نصبولو په اړه خبرې کړي دي. خو د دې کمرو د نصبولو موخه امنیت او که د طالبانو پر ضد د فعالیتونو مخنیوی دی؟

https://p.dw.com/p/4Woay
په افغانستان کې د امنيتي کمرو د نصبولو په اړه خبرې اترې
په افغانستان کې د امنيتي کمرو د نصبولو په اړه خبرې اترېانځور: picture alliance/ZB/P. Pleul

طالبانو ویلې چې د لویو ښارونو د امنیت ساتنې او د اسلامي دولت په نوم ډلې چې د یو شمیر بریدونو پړه ېې په غاړه اخیستې، د ځپلو په موخه د څارنې امنیتي کمري نصبوي.

طالب چارواکو د چین د مخابراتي تجهیزاتو د تولیدونکي «هوواې» کمپنۍ سره د احتمالي همکارۍ په اړه خبرې کړې دي.

رویټرز لیکي چې طالبان د امریکایانو د ۲۰۲۱ کال څخه مخکې د کمرو د نصبولو پلان کاروي.

له غونډو څخه د ترلاسه شوو معلوماتو پر بنسټ، د داعش په څېر د پيژندل سازمانونو په ګډون د نړیوالو وسله والو ډلو د بریدونو مخنیوی، د طالبانو او امریکا او چین په ګډون د ډېرو بهرنیو هېوادونو ترمنځ د تعامل په محورکې قرار لري.

خو یو شمیر شنونکي د طالبانو رژيم د دې برنامې د مالي تمويل او توان په برخه کې تر پوښتنې لاندې راولي او د بشري حقونو سازمانونه بیا د هر ډول لاريونونو د ځپلو لپاره د دغو وسيلو څخه د کار اخيستلو په اړه اندېښنه څرګندوي. ځینو بنسټونو بیا ویلي چې د دې کمرو نصبول د ډله ییزې څارنې په موخه ترسره کیږي.

د امریکایانو پلان ته د لاسرسي په ګډون د طالبانو د عامه څارنې د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رویټرز ته ویلي چې په کابل او نورو "مهمو ځاینونو" کې د کمرو نصبول د نوې امنیتي ستراتیژۍ یوه برخه ده چې بشپړېدل به یې څلور کاله وخت ونیسي.

هغه وويل: «موږ اوس مهال د کابل ښار پر امنيتي نقشه کار کوو چې د امنيتي کارپوهانو له خوا بشپړه شوې او ډېر وخت يې اخيستى دی. موږ لا دمخه دوې نقشې درلودې، یوه ېې د پخواني حکومت لپاره د متحده ایالاتو له خوا چمتو شوې نقشه او بله ېې د ترکیې نقشه وه.»

هغه په ​​دې اړه جزئیات ورنه کړل چې ترکیې کله نقشه جوړه کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند ویلي، واشنګټن له طالبانو سره «مشارکت» نه کوي او «طالبانو ته یې لا دمخه واضح کړې چې دا د دوی مسوولیت دی چې ترهګرو ته پناه ورنکړي.»

د ترکیې حکومت ویاند په دې اړه پوښتنې ته ځواب نه دی ویلی.

قانع وویل: «طالبانو د اګست په میاشت کې له هواوې کمپنۍ سره د دې شبکې په اړه ساده خبرې کړې وې، مګر کوم مشخص توافق ته نه وو رسېدلي.»

بلومبرګ خبري آژانس د اګست په میاشت کې د هغه شخص په حواله راپور ورکړ چې په دې خبرو اترو کې ښکیل وو، چې هواوې کمپنۍ له طالبانو سره«لفظي» موافقه کړې چې د عامه څارنې سیسټم به ورته نصب کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند بیا ویلې چې د دې خبرو جزیات ورسره نشته خو هغه زیاته کړې چې «چین تل په افغانستان کې د سولې او بیارغونې او له چینايي شرکتونو سره د عملي همکاریو د ترسره کولو ملاتړ کړی.»

د بریښنا قطع کیدل او د بشري حقونو د سازمانونو اندیښنې

د طالبانو په وینا، په کابل او نورو ښارونو کې تر ۶۲ زره  ډېرې کمرې نصب شوي، چې له یوې واحدي خونې او مرکز څخه څارل کېږي. د تېر حکومت د معلوماتو له مخې، د کابل د کمرو سیسټم وروستی اپډیټ په ۲۰۰۸ کال کې شوی وو، چې تر ډېره یې د غربي ځواکونو په ملاتړ فعالیت کاوه.

کله چې د ناټو په مشرۍ نړیوالو ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه تدریجي وتل پیل کړل، د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي وه چې د کابل حکومت به ښار د امنیتي کمرو تر پوښښ لاندې راولي. صالح هغه مهال خبريالانو ته ويلي وه چې دغه کار د ناټو لخوا د سل میلیونه ډالرو په ملاتړ تمويلېږي.

طالبان اوس مهال د امنیتي ځواکونو د ګزمو او امنیتي پوستو پر مټ د ښارونو مرکزونه څاري.

د بشري حقونو مدافعین او د رژیم مخالفین اندیښمن دي چې مرکزي څارنه ممکن د مدني ټولنې سازمانونو غړي او لاریون کونکي په نښه کړي.

که څه هم طالبان په ندرت سره د خبریالانو نیول تاییدوي، خو د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې لږ تر لږه ۶۴ خبریالان نیول شوي دي.

د لاريون کوونکو د څرګندونو، ويډيوګانو او د رويټرز د شواهدو له مخې، په کابل کې د ښځو پر وړاندې د بنديزونو پر ضد لاريونونه د امنيتي ځواکونو له خوا د زور په کارولو سره تر ډیره ځپل شوې.

د بخښنې نړیوال سازمان څخه مت محمودي وايي: «د ملي امنیت تر نامه لاندې د عامه څارنې سیسټمونو نصبول د طالبانو د سختو دریځو پالیسیو د دوام لپاره یو چوکاټ برابروي او دا کار د خلکو اساسي حقونه تر پښو لاندې کوي.»

طالبان په کلکه ردوي چې د څارنې سیستم د افغانانو حقونه تر پښو لاندې کوي. قانع وویل چې دا سیسټم په نورو ښارونو کې د څارنې سیسټمونو ته ورته دی او د اسلامي شریعت پر بنسټ به پلي شي چې د شخصي ځايونو د ثبت مخه نیسي.

د کابل ښار انځور
د کابل ښار انځورانځور: Wakil Kohsar/AFP via Getty Images

د امنیتي چارو شنونکي وايي، دغه پلان له عملي ننګونو سره مخ دی.

په افغانستان کې د بریښنا پرې کیدل په دې معنې ده چې د څارنې کیمرې تل نشې کولاې د مرکزي شبکې سره وصل وي دا ځکه چې د برښنا دولتي شرکت د راپور له مخې یواځې ۴۰ سلنه افغانان بریښنا ته لاس رسی لري.

د شنونکو په حواله طالبان همدا راز د دې طرحې د مالي تمويل له پاره سرچينې پيدا کړي. دا په داسې حال کې ده چې واک ته تر رسېدو وروسته دغه ډله د مالي منابعو له کمبودۍ سره مخامخ ده او د زياتره مرسته ورکوونکي له دې هېواده وتلي دي.

د بغاوت خطرونه

له هواوې کمپنۍ سره دا خبرې څو میاشتې وروسته له هغې وشوې چې چین له پاکستاني چارواکو او د طالبانو د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل. په دې غونډه کې له ترهګرۍ سره د مبارزېپه برخه کې پر همکارۍ ټینګار وشو. د ترهګرۍ ضد مبارزه هم د هغه تړون یوه مهمه برخه ده چې امریکا په ۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره لاسلیک کړه.

چین په ښکاره د دغه هېواد په سینکیانګ سیمه کې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ د  بېلتون غوښتونکي سازمان په اړه خپله اندیښنه څرګنده کړې ده. امنیتي چارواکي او د ملګرو ملتونو راپورونه وايي چې د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ احتمالاً په افغانستان کې لږ شمېر جنګیالي لري. په دې اړه د نظر ورکولو لپاره د دې غورځنګ سره اړیکه ممکنه نه ده.

داعش هم په افغانستان کې د بهرنیانو لپاره یو ګواښ دی. تېر کال د دغې ډلې جنګیالیو د چینايي سوداګرو پر مشهور هوټل برید وکړ چې ګڼ شمېر چینايي وګړي یې ټپیان کړل. د دغې ډلې له خوا په یوه بل برید کې یو روسی دیپلومات هم وژل شوی و.

طالبان دا ردوي چې داعش یو لوی ګواښ دی او وايي چې د افغانستان خاوره به پر نورو ځایونو د بریدونو د پلان کولو په موخه ونه کارول شې.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ د سپټمبر پر ۱۲ مه په یوه سیمینار کې وویل: «د ۲۰۲۳ کال له پیل راهیسې، د اسلامي دولت لږ تر لږه ۸ تنه مهم مشران، چې ځینې یې په بهر کې د دسیسو مسؤلین وه، په افغانستان کې وژل شوي دي.»

د جولای په میاشت کې د څارنې په یوه راپور کې ویل شوي وه چې په افغانستان کې تر ۶۰۰۰ زیات داعش جنګیالي او د هغوی کورنۍ شته. شنونکي وايي د ښارونو پر مرکزونو څارنه نشې کولاې د دغو ټولو جنګیالیو څارنه ممکنه کړي.

راپور کاږي چې د داعش جنګیالیو اصلي مرکزونه د افغانستان په ختیځو غرنیو سیمو کې دي. په دې تړاو زياته شوې: «دا کمرې ممکن په ښارونو کې د بریدونو په مخنیوي کې مرسته وکړي، مګر دا امکان نلري چې دا سیسټم به د داعش په له منځه وړولو کې مرسته وکړي.»