1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د چین د بهرنيو چارو وزير افغانستان ته تللی

۱۴۰۱ فروردین ۴, پنجشنبه

د چین د بهرنیو چارو وزير د پنجشنبې په ورځ کابل ته رسېدلی دی. چين په راتلونکي اونۍ کې د افغانستان په اړه د سيمې د هيوادونو د يوه کنفرانس کوربتوب کوي.

https://p.dw.com/p/48xqa
China Peking | Pressekonferenz Außenminister Wang Yi
انځور: Li Xin/Xinhua/picture alliance

د طالبانو يوه حکومتي چارواکي احمد یاسر د تويتر له لارې افغانستان ته د چين د بهرنيو چارو د وزير وانګ يي د سفر خبر ورکړی دی. نوموړي ويلي: «د چين د بهرنیو چارو وزير د اسلامي امارت له مشرانو سره د خبرو په موخه کابل ته رسيدلی دی.»

نوموړی له اسلام آباد څخه کابل ته تللی چېرې چې هغه د اسلامي همکاريو د سازمان په دوه ورځنۍ غونډه کې ګډون درلود.

وانګ يي په داسې حال کې افغانستان ته سفر کړی چې چين په راتلونکي اوونۍ کې د افغانستان په اړه د ګاونډيو هيوادونو د يوې غونډې کوربتوب کوي، څو له افغانستان سره د مرستو پر څرنګوالي خبري وشي.

چين د افغانستان يو مهم ګاونډی دی او له افغانستان سره د ۷۶ کيلومترو غرني سيمې له لارې وصليږي. خو چين ويره لري چې دغه ګاونډی هيواد یې د سنکيانګ ايالت د ايغور بيلتون غوښتونکو له پاره په يوه پټنځای بدل نه شي.

د تېر میلادي کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو تر رسېدو مخکې هم چين په دې لټه کې وو چې د امريکا په مشرتوب ځواکونو تر وتلو وروسته له دغه ډلې سره اړيکي ولري.

ب. ص/ ن. ز (AFPE) 

زموږ له آرشيف څخه: