1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا طرحه؛ داوربند په پلان کي د تغیرله پاره دحماس غوښتنه

۱۴۰۳ خرداد ۲۳, چهارشنبه

حماس تقریباً دوې اونۍ وروسته، د غزې جگړې د اوربند له پاره د امریکا پیشنهادي طرحې ته جواب ورکړی. د دغي اسلامي بنسټپالي ډلي د جواب متن لا نه دی خپور سوی. سرچینې وايي چي حماس د امریکا د طرحې له اوسنۍ بڼي سره موافقه نه کوي.

https://p.dw.com/p/4gwYH
Gazastreifen Deir al Balah | Israelische Panzerfahrzeuge
انځور: Abdel Kareem Hana/AP/picture alliance

حماس ډلې او د اسلامي جهاد ډلو د سه شنبه په ماښام اعلان وکړ چي د غزې په تراډه کي د نښتو د بندولو او یرغمل سوو کسانو د آزادیدو له پاره یې د پیشنهادي طرحې جواب ورکړی دی.

حماس او اسلامي جهاد په یوه گډه وینا کي څرگنده کړې ده چي د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه، او د اسلامي جهاد غورځنګ د عمومي رئیس په مشرۍ یوه هیئت، د قطر د لومړي وزير شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني، سره د لیدني کتني پر مهال خپل جواب هغه ته سپارلی دی. دغه ليک همدارنگه مصر ته هم لیږل سوی دی.

د حماس او اسلامي جهاد په گډه وینا کي د «فلسطین  ملت گټې، د ټولي جگړې بندیدو اړتیا او له غزې تراډې څخه د اشغالگرو ځواکونو بشپړ وتلو« موضوع په لومړیتوبونو کي راغلې ده. په دغه وینا کي همدارنگه ویل سوي دي چي «حماس او اسلامي جهاد، د جگړې د پای ته رسیدو په هکله یوې هوکړې ته د رسېدو له پاره آماده دي».

یوې باخبري سرچینې چي نه یې غوښتل نوم یې رسوا سي، د فرانسې خبري آژانس ته ویلي دي چي حماس د اسرائیل په وړاندیز کي د «تغیراتو د راوستلو» غوښتونکی دی. د اسرائیل یوه استازي هم  رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چي حماس د یرغمل سوو کسانو د آزادیدو په اړه، د امریکا د ولسمشر جو بایدن طرحه رد کړې او زیاتوي چي «هغوی ټولو مرکزي او مهمو پارامترونو [معیارونو] ته تغیر ورکړی دی.»

سپینه ماڼۍ د حماس او اسلامي جهاد د جواب ارزونې په حال کي

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کیربي، ویلي دي چي امریکا د غزې د اوربند  په هکله د حماس جواب ترلاسه کړی او د هغه د ارزیابۍ په حال کي دي.

جان کیربي د حماس د جواب په هکله د نورو جزیاتو له ورکولو ډډه وکړه او وې ویل چي نه غواړي د سپینې ماڼۍ له ارزونې مخکي په دې هکله خپل نظر څرگند کړي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن ویلي دي: «که په غزه کي د اوربند دغه نوې طرحه کومه نتیجه ور نه کړي، مسئولیت یې په غزه کي د حماس د مشر پر غاړه دی.»

انتوني بلینکن چي د غزې د جگړې له پیل راهیسي او په تیرو اتو میاشتو کي یې د غزې د جګړې له پيل راهيسي د اتم ځل له پاره منځني ختيځ ته سفر کړی، بېله دې چې د حماس د مشر یحیی سنوار نوم ته اشاره وکړي، په اردون کي ویلي دي چي د اوربند تړون د عملي کولو یوازینی خنډ «هغه څوک دی چي لس پوړه تر مځکي لاندي پټ سوی دی.»

د حماس او اسلامي جهاد جواب د اوربند هغې وړاندیز سوې طرحي ته دی چي د دوشنبې په ماښام د ملگرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تائيد سوه. دغه طرحه د یوه«شپږ اونیزه چټک او بشپړ اوربند غوښتنه کوي چي په پای کي به دایمي سي».  

په دغه څو مرحله یې طرحه کي همدارنگه، له استوگنځایونو څخه د اسرائيل  پوځ وتل، د هغو اسرائیلي یرغملو چي غزې تراډي ته تښتول سوي دي آزادول او په اسرائیل کي له فلسطيني بندیانو سره د هغوی تبادله او همدارنگه، له خپلو مېنو څخه بې ځايه سوي کسان خپلو ټاټوبو ته بيرته ستنیدل په پام کي نیول سوي دي.

د امریکايي سرچینو په حواله، دغه طرحه د حماس تر موافقې وروسته کیدای سي عملي سي. خو بیا هم د بنیامین نتانیاهو  په مشري د اسرائیل حکومت د امریکا له طرحې سره په رسمي ډول خپله موافقه نه ده اعلان کړې.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

GP/NZ/DW.Farsi