1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

پر اسرائيل د امريکا د فشار دوام

۱۴۰۳ خرداد ۱۴, دوشنبه

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ویاند په خبره امریکا تمه لري چې د واشنګټن د وړاندیز شوې طرحې سره د حماس د موافقې په صورت کې اسرائیل هم ورته مثبت ځواب ورکړي. جان کربي وویل چې اسرائیل په غزه کې خپل ډیر اهداف ترلاسه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4gZJU
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربيانځور: Ken Cedeno/UPI/newscom/picture alliance

امریکا متحده ایالات هڅه کوي چې د واشنګټن له وړاندیز کړې طرحې سره د موافقې له پاره پر اسرائیل فشار ته دوام ورکړي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي د یکشنبې په ورځ له «ABC» شبکې سره په مرکه کې وویل، امریکا تمه لري چې که حماس د واشنګټن له خوا له استول شوي وړاندیز سره موافقه وکړي، اسرائیلهم ورته مثبت ځواب ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د کربي له څرګندونو څو ساعته مخکې د اسرائیل د لومړي وزیر یو له مهمو سلاکارانو څخه افیر فالک، له بریتانوي رسنۍ «سنډی ټایمز» سره په مرکه کې وویل چې په دې طرحه کې ډیر داسې جزیات شته چې باید وارزول شي او اسرائیل د خپلو موخو عملي کولو، د هغو له جملې څخه په بشپړ ډول د حماس لمنځه وړلو ته ژمن دی.

کربي همدارنګه له «ABC» شبکې سره په مرکه کې وویل: «له نظامي پلوه هم هغسې ده چې ولسمشر بایډن ورته اشاره کړې ده چې اسرائیل په غزې کې خپل اکثره اهداف ترلاسه کړي دي. حماس اوس هم له نظامي ځواک څخه برخمن دی او اوس هم د اسرائیل د خلکو له پاره خطر ګڼل کیږي. خو دغه سازمان نور نو هغه وړتیا نه لري چې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر په اوومه یې ترسره کړل.»

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا د ویاند په وینا، د امریکا چارواکي اوس هم د واشنګټن د وړاندیز په هکله د حماس غبرګون او ځواب ته په تمه دي.

جو بایډن د جمعې په ورځ په غزه کې د اوربند او له حماس سره د یرغمل شوو کسانو د خوشې کولو په اړه د واشنګټن د طرحې د جزیاتو ښکاره کولو ترڅنګ ویلي وو، اوس د دې وخت را رسیدلی دی چې په غزه کې جګړه پای ته ورسیږي.

Gaza Krieg Israel Soldaten
د څه دپاسه اوو میاشتو راهیسې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه روانه دهانځور: Israel Defense Forces/picture alliance

خو د اسرائیل حکومت په وار وار ټینګار کړی دی چې یوازې په هغه صورت کې به جګړه پای ته رسوي چې د دغه هیواد ټولې موخې ترلاسه شي، د هغو له ډلې څخه د حماس ډلې نابودي.

نتانیاهو د اونۍ په پای کې یو وار بیا واضحه کړه: «د دې تصور چې اسرائیل دې مخکې له هغې له یوه دایمي اوربند سره موافقه وکړي، امکان نه لري.»

د کارپوهانو په باور د نتانیاهو دغه سخت دریځ کیدای شي په ائتلافي حکومت کې د هغه د شریکانو په فشار پورې ارتباط ولري. دا په داسې حال کې ده چې اسرائیل هم د جګړې پای ته رسولو او د یرغمل شوو د آزادولو له پاره په هیواد کې دننه د پراخو مظاهرو شاهد دی.

پر نتانیاهو د اپوزیسیون فشار هم مخ پر ډیریدو دی. د اپوزیسیون مشر یائیر لاپید هم د اسرائیل له لومړي وزیر څخه غوښتي دي چې د غزې د اوربند په اړه دې د بایډن طرحې ته توجه وکړي.

لاپيد په ایکس شبکه کې لیکلي دي: «د اسرائیل حکومت نه شي کولی د بایډن وینا له پامه وغورځوي.» نوموړي همدارنګه وویل چې د نتانیاهو د ښي اړخو اطرافي ائتلافي شریکانو د پرشاتګ په صورت کې به د هغه (نتانیاهو) ملاتړ وکړي.

د څه دپاسه اوو میاشتو راهیسې د اسرائیل او حماس ډلې ترمنځ جګړه روانه ده. د اسرائیل له خوا د ورکړل شوو معلوماتو له مخې تر اوسه پورې ۱۱۸۹ اسرائیلیان وژل شوي او ۲۵۲ تنه د حماس له خوا یرغمل نیول شوي وو چې له دې ډلې ۱۲۱ تنه یې اوس هم د حماس په کنترول کې دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه