1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د امریکا او طالبانو تړون او د افغانانو اندیښنې

۱۳۹۹ مهر ۱۵, سه‌شنبه

په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د امريکا د لومړيو هوايي بريدونو کابو دوه لسيزې پوره کيږي چې په تاريخ کې یې د يوې اوږدې جګړې پېل وو. خو اوس امریکا له طالبانو سره تړون لاسلیک کړی او افغانان د طالبانو له راګرځیدو ویره لري.

https://p.dw.com/p/3jUsa
Afghanistan 2017 | Operation Resolute Support | US-Armee
انځور: picture-alliance/AP Photo/Operation Resolute Support Headquarters/Sgt. Justin T. Updegraff

د فرانسې خبري آژانس په خپل یو تفصیلي رپوټ کې لیکلي دي چې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر میاشتې د اوومې نيټې تر لومړيو هوايي بريدونو سملاسي وروسته امريکايي ځواکونه افغانستان ته داخل شول او د طالبانو رژيم یې چې د القاعدې شبکې ډلې ته یې پناه ورکړې وه، له منځه یووړ. امريکا متحده ایالات القاعده شبکه د سپتمبر د يولسمې نیټې د بريدونو مسئوله بولي چې کابو ۳۰۰۰ انسانان پکې وژل شوي ول.

طالبان د خپل رژيم تر سقوط ۱۹ کاله وروسته، بیرته واک ته رسیدو هڅه کوي. له افغانستانه یې د بهرني ځواکونو د وتلو له پاره له امريکا متحده ایالاتو سره په فبرورۍ میاشت کې يو تړون لاسلیک کړ او دمګړۍ د افغانستان له حکومت سره د سولې په خبرو اترو بوخت دي.

یاد خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ډېری افغانان د طالبانو د نفوذ د نوې دورې څخه ويره لري، ځکه چې په خبره یې طالبانو نظر د خپل رژیم له دورې څخه چندانې نه دی بدل شوی.  

۲۶کلنه کتایون احمدي چې يوه مور هم ده، وايي: «زما د طالبانو دوره لکه د یوه ویرونکي خوب، ياده ده. موږ د راتلونکي په اړه او په ځانګړي توګه زموږ د لوڼو د راتلونکي په اړه ویره لرو.»

په ۲۰۰۱م کال کې افغانستان ته د امريکا ورتګ د ځوانو افغانانو په ځانګړي توګه نجونو له پاره يو لړ پرمختګونه لرل او پر نورو ځانګړو حقونو سربیره یې د هغوی د تعليم حق تضمين کړ. 

خو د دوحې په بين الافغاني خبرو کې طالبانو تر اوسه د دې ډول مسايلو لکه د ښځو حقونه او د بيان آزادۍ په اړه ډېر څه نه دي ويلي.

د کتایون احمدي خاوند فرزاد فرنود، چې ۳۵ کلن دی او د افغانستان د ستراتیژيکو مطالعاتو د مرکز يو څېړونکی دی، وايي چې له امريکا سره د تړون ترلاسليکولو وروسته د طالبانو له خوا تاوتريخوالی زيات شوی چې دا ښيي چې دا ډله نه ده بدله شوې. نوموړی چې د طالبانو له خوا د يوې ښځې د سنګسارولو او د فوټبال په لوبغالي کې د اعدام عيني شاهد دی، وايي: «آیا دا څه د افغانانو له پاره هیله زيږونکي دي؟ نه! داسې نه ده.»

نوموړی زياتوي: «ټولې هغه لاس ته راوړنې چې په دې تیرو ۱۸ کلونو کې مو لرلې دي، د طالبانو د حکومت پر وخت مو نه لرلې.»

د طالبانو له خوا د سه شنبې په ورځ (د اکتوبر ۶ نیټه) په خپره شوې یوه اعلامیه کې ادعا شوې چې امريکا یې «په ۲۰۰۱م کال کې د یپلوماسۍ غوښتنې په ډېر غرور او ناغیړې» سره رد کړې وې او پر ځای یې يو «خونړی اشغال» پيل کړی وو.

يوه پخواني وسله وال ضياء الرحمان چې څلور کاله د بهرنيو او افغان ځواکونو پر ضد جنګيدلی، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې «طالبان په داسې حال کې د اسلامي نظام د رامنځته کولو خبره کوي چې د هېواد په اساسي قانون کې لا دمخه دين ته لومړيتوب ورکړل شوی دی.»

نوموړي زياته کړه: «موږ د نجونو له زده کړو او يا ښځو د کار سره هیڅ ستونزه نه لرو خو هغوی بايد حجاب واغوندي.»

په افغانستان کې د امريکايانو ښکيلتيا د هغوی له پاره ډېره درنه تمامه شوې ده او دغه هېواد تر اوسه په دې جګړه کې چې پنتاګون د يوه بنبست په توګه ياده کړې، کابو يو تريليون امريکايي ډالر مصرف کړي او ۲۴۰۰ سرتيري یې وژل شوي دي.

د امريکا د کانګرس غړيو ویلي دي چې هغوی به هغه تړون ونه مني چې د ښځو او لږکیو حقونه پکې نه وي خوندي شوي. خو د ولسمشر دونالد ترمپ اداره ټينګار کوي چې هغوی پر هغه پایله څه کار نه لري چې په اصطلاح افغانان پرې سره خپلو کې توافق ته رسيدلي وي.

۳۸ کلن جاويد رحماني چې په کابل کې په امنيتي برخه کې پر کار بوخت دی وايي چې د متحده ایالاتو دغه دريځ به د دې لامل شي چې طالبان يو وار بيا واک ته ورسيږي. هغه زياتوي: «د سولې هيڅ خبرې نه شته بلکې يوه معامله ده چې له مخې به يې واک يو وار بيا طالبانو ته سپارل کيږي.»

نوموړي وويل: «خلک له هغه سره چې اوس يې لري، د طالبانو د تورې دورې په پرتله خوښ دي.»

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل