1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا له افغانستانه خپل په زرونو ځواکونه وباسي

۱۳۹۹ شهریور ۲۰, پنجشنبه

امريکا اعلان وکړ چې د نوامبر پلان له مخې له افغانستان او عراق څخه خپل په زرونو سرتيري وباسي. دا په داسې حال کې ده چې ترمپ هم په خپلو انتخاباتي کمپاينونو کې ويلې چې د افغانستان د «نه ختميدونکي جګړې» څخه خپل عسکر راوباسي.

https://p.dw.com/p/3iFul
Afghanistan - US Soldaten der "Resolute Support Sustainment Brigade" beladen Helikopter
انځور: Imago/ZUMA Press/U.S. Army

له واشنګتن څخه د اسوشتيد پریس خبري آژانس په حواله، په منځني ختيځ کې د امريکايي قواوو د مرکزي قوماندانۍ مشر، جنرال فرانک مک کينزي، ويلي دي چې د نوامبر مياشتې پلان له مخې به په افغانستان کې د امريکايي سرتيرو شمیر ۴۵۰۰ ته راټيت شي.

مک کينزي دغه خبرې په منځني ختيځ کې د امريکايي قواوو د مرکزي قوماندانۍ څخه د ټيلفون له لارې د خبريالانو يوې ېو وړې ډلې سره کړي دي.

هغه د خپل دفتر له خوا د يوې چمتو کړل شوې طرحې پر اساس وويل: «د نوامبر مياشتې د ټاکل شوي مهالويش له مخې موږ د اکتوبر تر پايه د خپلو عسکرو شمير ۴۵۰۰ ته راښکته کوو.»

امريکا په جون مياشتې کې په افغانستان کې د خپلو سرتيرو شمیر ۸۶۰۰ ته راښکته کړ او پلان وو چې په افغانسنان کې به د خپلو عسکرو نور هم ټيټوي. خو دا چې په افغانستان کې به د امريکايي سرتيرو شمير څه وخت ۴۵۰۰ ته راښکته کيږي، جنرال مک کينزې يې په اړه دقیقه نيټه نه وه ښودلې. خو هغه اوس ويلي دي چې په دې اړه يوه نيټه په نظر کې نېول شوې، اما هغه يې افشا نه کړه.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ ويلي وو چې هغه غواړي له افغانستان څخه امريکايي عسکر خپل کورته راستانه کړي. هغه د افغانستان جګړې ته د «نه ختمیدونکې جګړې» نوم اخیستلی دی.

USA | General Kenneth McKenzie
جنرال مک کينزيانځور: Getty Images/A. Wong

مک کینزې په وروستيو اوونیو کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو په اړه شک ښودلی وو او لامل القاعده شبکې سره د طالبانو د اړیکو ادامه او په افغانستان کې د دغې ډلې له خوا د تاوتريخوالو لوړ ګراف ښودلی وو. خو د چهارشنبې په ورځ هغه د افغانستان او عراق په اړه له اطمينان څخه خبرې وکړې.

 

جنرال مک کينزې همدا راز د چهارشنبې په ورځ عراق ته د خپل سفر پر مهال هم ويلي وو چې امريکا به د نوامبر مياشتې پلان په چوکاټ کې له افغانستان او عراق څخه خپل په زرونو عسکر وباسي.

د دغه امريکايي چارواکي په وینا اوس مهال په عراق کې شاوخوا ۵۲۰۰ امریکايي سرتيري میشت دي چې دغه شمیر به، شاوخوا ۳۰۰ ته راښکته شي. دغه سرتيري د اسلامي دولت يا داعش ډلې پر ضد په جګړه بوخت دي او تر څنګ عراقی امنيتي ځواکونو ته د روزنې ماموريت پر مخ وړي.

  آژانسونه/ م.ک.ص./ب.ص