1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د المان د بهرنیو چارو وزیرې منځني ختیځ ته خپل سفر پیل کړی

۱۴۰۳ شهریور ۱۵, پنجشنبه

په اکتوبر میاشت کې پر اسرائیل د حماس له برید راهیسې دا منځني ختیځ ته د انالینا بیربوک ۱۱ سفر دی. بیربوک په غیر معمول او څرګندو ټکو وویل چې اسرائیل باید نور د فلسطیني شخړې د دوو دولتونو پر حل لارې له خبرو انکار ونه کړي.

https://p.dw.com/p/4kIxr
د المان د بهرنیو چارو وزیره د روان کال په فیبرورۍ کې اسرائیلو ته سفر کړی چې دا انځور یې تل ابیب ته د رسیدو پر مهال اخیستل شوی دی
بیربوک به تر سعودي وروسته اردن ته ځي او هلته به له خپل اردني سیال ایمن صفادي سره ویني. انځور: Bernd von Jutrczenka/picture alliance/dpa

د المان د کورنیو چارو وزیره انالینا بیربوک د سیمې له مشرانو سره د ملاقات له پاره د چهارشنبې په ورځ د سعودي عربستان، اردن، اسرائیل او لویدیځې غاړې په سفر روانه شوې ده.

په اکتوبر میاشت کې پر اسرائیل د حماس ترهګري ډلې له برید وروسته دا سیمې ته د بیربوک ۱۱ او اسرائیل ته د هغې ۹ سفر دی.

د المان د بهرنیو چارو وزیرې دا سفر په غزه کې د جګړې پای ته رسولو له پاره د ښکیلو اړخونو ترمنځ د یوه تړون رامنځته کولو له پاره د دیپلوماتیکو کوښښونو په لړ کې ترسره کیږي.

امریکا، المان، اروپايي اتحادیې او یو شمیر نورو هیوادونو د حماس وسله واله ډله یو ترهګر سازمان بللی دی.

تمه کیږي چې په دغه سفر کې به د غزې د اوربند په اړه پر ځنډول شوو خبرو اترو توجه متمرکزه کړای شي، چې په دې وروستیو کې په غزه کې د شپږو اسرائیلي یرغمل شوو د مړو له موندل کیدو وروسته او د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو له خوا د ځوابي عملیاتو د ګواښ له کبله لازیاتې پيچلي شوي دي.

د بیربوک اجنډا څه ده؟

د چهارشنبې په ورځ له خپل سفر پیلولو څخه مخکې بیربوک په غیر معمولی ډول په څرګندو ټکو وویل چې اسرائیل باید نور نو د فلسطیني شخړې د دوو دولتونو پر حل لارې له خبرو څخه انکار ونه کړي.

نوموړې وویل د اسرائیل حکومت هغه غړي چې د دوو دولتونو حل لاره تر پوښتنې لاندې راولي، هغوي له خپلې وینا او عمل سره د اسرائیل اوږدمهاله امنیت په خطر کې اچوي.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

د المان د بهرنیو چارو وزیرې وویل: «د تل پاتې امنیت له پاره د دوو دولتونو پر حل لارې مذاکرات کول یوازنۍ لاره ده. په اوږدمهال وخت کې له ترهګرۍ سره د مقابلې کولو دا یوازنۍ طریقه ده.»

د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې کیتهرین دیشاور وویل چې بیربوک به لومړی سعودي عربستان کې د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره خبرې اترې وکړي.

هغې وویل چې د پنجشنبې ورځې خبرې اترې به «د سیمې پر ډراماتیک وضعیت او په یمن کې د محافظه پاله حوثي یاغیانو له خوا پر نړیوالې کښتۍ چلونې روانو حملو متمرکزې وي.»

بیربوک به تر دې وروسته اردن ته ځي او هلته به له خپل اردني سیال ایمن صفادي سره ویني. نوموړې په ځانګړي توګه د غزې خلکو ته د مرستو رسولو پر موضوع د خبرو اترو له پاره دغه هیواد ته سفر کوي.

د اسرائیل دوره

د پلان مطابق به نوموړې د جمعې په ورځ په اسرائیل کې د دغه هیواد له بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاټز او دفاع وزیر جواو ګیلنټ سره وویني.

د المان د بهرنیو چارو زارت ویاندې وویل: «په دغو خبرو اترو کې به هغه په عاجل ډول په بشري لحاظ د اوربند پر اړین پروګرام توجه متمرکزه کړي، په کوم کې چې د یرغمل شوو د خلاصون او د غزې د خلکو له پاره په عاجل ډول بشري مرستو ته ضرورت شامل دی.»

بیربوک به تر دې وروسته اشغال شوې لویدیځې غاړې ته سفر وکړي، چې په دې وروستیو کې د شدیدو جګړو په ډګر بدل شوی دی.

بیربوک به هلته د فلسطیني ادارې له لومړي وزیر محمد مصطفی سره ملاقات وکړي او پر دې خبرې به د نظرونو تبادله وکړي چې «څنګه کیدلی شي چې په لویدیځه غاړه کې د مخ پر ډیریدونکي تاوتریخوالي مخه ونیول شي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز