1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيامریکا متحده ایالات

امریکا: د دې وخت دی چې په غزه کې پر اوربند هوکړه وشي

۱۴۰۳ شهریور ۱۴, چهارشنبه

امریکا متحده ایالاتو وايي د دې وخت رارسېدلی چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسولو له پاره د اسرائيل او حماس تر منځ یوه هوکړه «نهايي» شي. نتنیاهو ویلي دي چې هغه به فشارونو ته تسلیم نشي.

https://p.dw.com/p/4kFOr
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند، متیو میلر
د امریکا د خارجه وزارت ویاند، متیرو میلر، سه شنبه وویل چې راتلونکو ورځو کې به له مصر او قطر سره په غزه کې د اوربند پر مسئله کار پيل کړيانځور: Celal Gunes/Anadolu/picture alliance

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر، د سه شنبې په ورځ وويل چې واشنګټن به په «راتلونکو ورځو کې» له منځګړو هيوادونو قطر او مصر سره «ېوې نهايي هوکړې له پاره د فشارونو پر ډېرولو» کار وکړي.

ميلر دا خبرې وروسته له هغې کړې چې د اسرائيل صدراعظم بنیامین نتانیاهو د ټولو داخلي او نړيوالو فشارونو او د شپږو اسرائيلي یرغمل شوو مړو د موندلو باوجود، له حماس سره په غیر مستقیمو مذاکراتو کې «امتیازات» رد کړل.

خو میلر وويل: «دا د ېوې هوکړي د نهايي کولو وخت دی.»

امریکا متحده ایالاتو د سه شنبې په ورځ د حماس د شپږو مشرانو پر ضد د «تروریزم» او نورو تورونو یوه مجموعه افشا کړه. دغه شپږ کسان په اسرائيل کې د اکتوبر ۷مې حملې سره تړاو لري، هغه حمله چې په غزه کې ېې د جګړې اور بل کړ او تر اوسه ادامه لري.

 په اسرائیل کې د سپتمبر په ۳مه د اسرائيلیانو اعتراضونه
په تل ابیب کې یوه اعتراض کونکي صدراعظم بنیامین نتنیاهو تورن کړ چې د یرغمل شوو د آزادولو له پاره ېې حماس سره د هوکړې چانسونه له منځه وړيانځور: Mostafa Alkharouf/Anadolu/picture alliance

پر حماس د فبرورۍ میاشتې په لګېدلو تورونو کې د حماس ډلې اوسنی مشر، یحی سنوار او اسمعیل هنیه شامل ول. هنيه په جولای میاشت کې په ایران کې په یوه حمله کې ووژل شو. د دغې حملې پړه پر اسرائيل وراچول کیږي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر، ولکر تورک، په غزه کې د شپږو یرغمل شوو اسرائيلیانو د مړو موندلو په تړاو د «خپلواکو» بې طرفه او شفافو تحقیقاتو غوښتنه کړې ده.

سربېره پر دې چې اسرائيلیان د یرغمل شوو د آزادولو له پاره سخت په غوسه دي او د دغه مقصد له پاره ېې پر حکومت د فشار واردولو په موخه پراخ اعتراضونه کړي، خو صدراعظم نتانیانو وايي چې هغه به «فشارونو ته تسلیم نه شي.»

په تل ابیب کې د نتنیاهو د حکومت پر ضد یوه اعتراض کوونکي، جانتان ایدان د سه شنبې په ورځ وويل چې د اسرائيل صدراعظم «زموږ د یرغمل شوو د ژوندي بېرته راستنېدو له پاره له حماس سره یوې هوکړې ته د رسېدو چانس زموږ چانسونه له منځه وړي.»

۲۶ کلن ایدان د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «یوازینی څه چې هغه يې غواړي وژغوري، خپل سیاسي کریر او ائتلاف ېې دی.»

 د اسرائيل صدراعظم بینیامن نتینیاهو
د اسرائيل صدراعظم بینیامن نتینیاهو وايي چې دی به «فشارونو ته تسلیم نه شي.»انځور: Ohad Zwigenberg/AP/picture alliance

پر اسرائيل د نړېوالو فشارونو په لړ کې بریتانيا د دوشنبې په ورځ وويل چې دغه هېواد به اسرائيل ته خپل ځينې پوځي صادرات په تعویق کې واچوي. بريتانیا په دې ارتباط د ېو «ښکاره خطر» په استناد ويلي دي چې له هغو کېدای شي د بشردوستانه نړېوالو قوانینو خلاف مواردو کې استفاده وشي.

د اسرائيل صدراعظم د دوشنبې په ورځ وويل چې «جنګي مسایلو ته د رسېدګۍ له پاره» د غزې او مصر د سرحدونو په اوږدو کې د فيلادلفي دهلیزونو کنټرول ته اړتیا ده، تر څو له هغې استقامته د حماس د بیا مسلح کېدو مخه نیول شوي وي. په سبا ېې د سه شنبې په ورځ مصر دغه ادعا رد کړې ده چې له غزې سره سرحد ېې د حماس د وسله والو اهدافو له پاره کارول کيږي.

مصر پر نتنیاهو تور ولګاوه «چې د عامه اذهانو د انحراف او د اوربند یوې هوکړې ته د رسېدلو له پاره» پلمې جوړوي.

د ویلو ده چې تر دې مخکې هم امریکا متحده ایالاتو د قطر او مصر په منځګړيتوب د غزې شخړې د حل او اوربند له پاره هڅې درولودلي خو کومه د پام وړ پایلې نه درلودلې.

(AFP)mks/nz

 له آرشیف څخه (18.04.2024):

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل