1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

بیربوک: عربي هیوادونه دې د منځني ختیځ په سوله کې همکاري وکړي

۱۴۰۲ آذر ۱۱, شنبه

المان په غزه کې د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د یوه سوله ایز حل لارې له پاره د عربي هیوادونو د رغوونکې همکارۍ غوښتنه کړې. امریکا اسرائیل ته ۱۰۰ سنګر ماتونکي بمونه سپارلي او اسرائیل په غزه کې ۴۰۰ اهداف په نښه کړي دي.

https://p.dw.com/p/4Zhoj
 Deutschland | Berliner Forum Außenpolitik
انځور: Geert Vanden Wijngaert/AP/picture alliance

د غزې په تړانګه کې د جګړې له شدت سره هم مهاله د المان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیربوک له المان خبري آژانس سره په یوه مرکه کې له عربي هیوادونو څخه غوښتي دي چې داسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د یوه سوله ایز حل لارې په برخه کې دې له یوه بل سره همکاري وکړي.

د المان د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ: «ټول هغه کسان چې غواړي دې درد او رنځ ته د پای ټکې کیږدي، اوس باید یو له بل سره همکاري وکړي. د اسرائیلیانو او فلسطینیانو ترمنځ په سوله او امنیت کې د ژوند کولو کلي په سیمه کې نغښتې ده.»

د بیربوک په خبره په ځانګړي توګه په داسې یو وخت کې چېد جګړې د بشردوستانه وقفې غځولو له پاره هڅې روانې دي «په سیمه کې د منځلارو عربي هیوادونو سره د نظرونو تبادله او له نږدې خبرې اترې د المان له پاره مهمې دي» او المان دې ته په خپلو لومړیتوبونو کې ځای ورکړی دی.

بیربوک په ځانګړي توګه د قطر، مصر، سعودي عربستان، اردن، متحده عربي اماراتو او همدا رنګه د بحرین او مراکش هیوادونو د منځګړیتوب پر فعالیتونو ټينګار وکړ.

د المان د بهرنیو چارو وزیرې د جمعې په ورځ یو وار بیا د اسرائیل او حماس ملیشه و ترمنځ په اروبند کې د یوې تازه وقفې غوښتنه وکړه.

امریکا اسرائیل ته ۱۰۰ سنګر ماتونکي بمونه سپارلي

وال سټریټ ژورنال خبر ورکړی دی چې امریکا له حماس سره د جګړې په خاطر اسرائیلو ته ۱۰۰ ستر سنګر ماتونکي بمونه او د توپ مرمیو په ګډون لسګونو زره تجهیزات ورکړي دي.

دغې ورځپاڼې د امریکایي چارواکو په نقل لیکلي دي؛ هغه وسلې او مهمات چې اسرائیلو ته سپارل شوي په هغو کې شاوخوا ۱۵ زره بمونه او ۵۷ زره مرمۍ شاملې دي چې د اکتوبر په اوومه نیټه د حماس له برید څخه سمدستي وروسته یې سپارل کیدل پيل شوي او په دې وروستیو ورځو کې هم دغه لړۍ دوام درلودله.

اسرائیلي پوځ: په غزې تړانګه کې تر ۴۰۰ ډیر اهداف په نښه شوي

د پوځي سرچینو په وینا اسرائیلي پوځ د جمعې (د دسمبر میاشتې ۱ نیټه) په ورځ د ټولې غزې تړانګې په کچه پر تر ۴۰۰ ډیرو «ترهګریزو اهدافو» بریدونه کړي دي. په دغو عملیاتو کې د اسرائیل هوایي، ځمکنیو او سمندري ځواکونو ګډون درلود.

د اسرائیل جنګي الوتکو د غزې په سویل کې د خان یونس ښار په اطرافو کې تر ۵۰ ډیر اهداف بمبار کړي دي.

اسرائیلي پوځ په «ایکس شبکه» کې خبر ورکړی دی چې د هوایي ځواکونو جنګي الوتکو یې «په یوه جومات کې د اسلامي جهاد د قوماندې مرکز» او «د حماس سمندري اهداف» تر برید لاندې نیولي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص