1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

د المان د بهرنیو چارو وزیره په ناڅاپي سفر کیف ته رسیدلې ده

۱۴۰۲ شهریور ۲۰, دوشنبه

د المان د بهرنیو چارو وزیره انالینا بیربوک، د دوشنبې په ورځ په ناڅاپي سفر کیف ته رسیدلې. هغې اوکراین ته د تل پاتې ملاتړ ډاډ ورکړ او د اروپايي اتحادیې غړیتوب ترلاسه کولو له پاره یې د اوکراین پرمختګونه وستایل.

https://p.dw.com/p/4WBtK
Ukraine Kiew | Zentralbahnhof | Ankunft von Annalena Baerbock
د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې د روسیې تر برید وروسته اوکراین ته دا د بیربوک څلورم سفر دی انځور: Dominik Butzmann/Imago Images

کیف ته تر رسیدو وروسته د المان د بهرنیو چارو وزیرېانالینا بیربوک له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي »اوکراین له ډیر همت او کلکې ارادې سره زمونږ د آزادۍ دفاع هم کوي. بیربوک زیاته کړه: «د دې په بدل کې اوکراین پر مونږ اعتماد کولی شي.»

د المان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې د بیربوک په حواله ویل شوي دي: «مونږ به د روسیې د تیري په خلاف د اوکراین د اقداماتو له دفاع کولو او اقتصادي، پوځي او بشري مرستو په برخو کې د ملاتړ کولو له هڅو نه په شا نه شو.»

د ۲۰۲۲م کال په فیبرورۍ کې د روسیې تر برید وروستهاوکراینته دا د بیربوک څلورمه دوره ده چې ترسره کیږي.

اروپایي اتحادیه کې د شاملیدو ملاتړ

تمه کیږي چې بیربوک به د خپل دې سفر په ترڅ کې په اروپایي اتحادیه کې د اوکراین د غړيتوب پر موضوع هم د کیف له چارواکو سره خبرې وکړي.

اوکراین ته یو کال مخکېپه اروپایي اتحادیه کې د غړیتوب له پاره د کاندیدیدو درجه ورکړل شوې وه او دغه هیواد سږ کال پر دې موضوع د رسمي خبرو اترو پيلیدو ته هیله مند دی چې د غړیتوب ترلاسه کولو له پاره باید کوم اقدامات ترسره، یا په بل عبارت کوم شرایط پوره کړي.

بیربوک وویل چې اوکراین لادمخه په محاکمو کې د اصلاحاتو ترڅنگ په ځینو برخو کې «ښه پرمختگ» کړی دی، خو وې ویل چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې «یو څه نورو هلو ځلو» ته هم اړتیا ده.

هغې په اروپايي اتحادیه کې د اوکراین د شاملیدو په برخه کې د المان د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او ویې ویل: «مونږ ته د اروپايي اتحادیي په توگه پکار دي چې اوس په چټکۍ سره پر دې کار وکړو، څو دا ډاډ ترلاسه کړای شي چې د لا زیاتو هیوادونو د شاملیدو په لړ کې زمونږ دریځ سم دی.»

د ماشومانو پر جبري انتقال د مایوسۍ څرگندونه

د المان د بهرنیو چارو وزیرې روسیې ته په جبري ډول د اوکرایني ماشومانو پر انتقالولو هم خواشیني څرګنده کړه. بیربوک وویل چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د ولس روحیې کمزورې کولو له پاره له هر ډول اقدام کولو څخه لاس نه اخلي.

هغې وویل: «مونږ د هغو سازمانونو، د اوکراین د چارواکو او هغو غیر دولتي سازمانونو ملاتړ کوو، چې د تښتول شوو ماشومانو بیرته خپلو کورونو ته د راوستلو له پاره کار کوي. دا چې د دې جگړې بار د ماشومانو پر اوږو واچول شي، هیڅ جواز نه لري.»

د المان د بهرنیو چارو وزیرې زیاته کړه چې د سولې پر لور لومړی گام دا دی چې پوتین دغه ماشومان پریږدي چې بیرته خپلو کورونو ته لاړ شي.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص