1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

د افغانستان پولې ته څېرمه سيمو کې د پاکستان د پوځ عمليات

۱۴۰۳ تیر ۱۹, سه‌شنبه

پاکستان په خپله خاوره کې د وسله والو ډلو پر ضد د نویو پوځي عملياتو اعلان کړی دی. خو څارونکي اندېښمن دي چې دا نوي پوځي عمليات په ګاونډي هېواد افغانستان کې له واکمنو طالبانو سره د ترنګلتيا د ډېرېد باعث ګرځيدلی شي.

https://p.dw.com/p/4i2xY
د پاکستان پوځ افغانستان سره پر پوله پرتو سيمو کې د پوځي عمليات اعلان کړی دی
د پاکستان پوځ افغانستان سره پر پوله پرتو سيمو کې د پوځي عمليات اعلان کړی دیانځور: Muhammad Sajjad/AP Photo/picture alliance

پاکستان د وسله وال مقاومت د له منځه وړولو په موخه چې په دې وروستيو کې پکې د پام وړ زياتوالی ليدل کيږي، د نویو پوځي عملياتو اعلان کړی دی. د لومړي وزير شهباز شريف، حکومت دې عملياتو ته د «عزم استحکام» يا د ثبات د ارادې نوم ورکړی دی. دا عمليات د هېواد د پوځ له خوا د ترهګرۍ او وسله والو د له منځه وړلو په موخه د هلو ځلو او اقداماتو د لړۍ تازه کړۍ ده.

په پاکستان کې په دې تېرو دوو کلونو کې د وسله والو ډلو په خونړيو بريدونو کې ډېروالی تر سترګو شوی دی. په روان میلادي کال کې هم تر اوسه دومره بريدونه شوي دي چې د دوو افسرانو په ګډون پکې ۶۲ عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ وايي چې په روان کال کې تر اوسه د استخباراتي معلوماتو د ترلاسه کيدو وروسته په ټولیزه توګه تر ۱۳۰۰۰ په ډېرو کوچنيو او سترو عملياتو کې ۲۴۹ ترهګر وژل شوي او ۳۹۶ نور نيول شوي دي.

په پاکستان کې د دې زياتو بريدونو پړه د طالبانو منع شوې تحريک طالبان پاکستان ډلې، پر غاړه اخيستې ده چې له مذهب څخه د خپل سخت تعبير له کبله غواړي چې پاکستان په يوه اسلامي دولت بدل کړي او له تېرو څو کلونو راهېسې د پاکستان دولت، حکومت او دولتي ادارو پر وړاندې وسله واله مبارزه کوي.

د سرحد له بلې غاړې څخه بريدونو کې ډېروالی؟

د پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو په فکر کې نظرياتي نږې والی موجود دی. په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې طالبان هغه وخت واک ته ورسېدل چې د ناټو او امريکا پوځي ځواکونه د خپل ۲۰ کلن ماموريت په وروستيو شپو او ورځو کې له دغه هيواد څخه وتلو ته د چمتوالي نيولو په حال کې ول.

په کابل کې د افغان طالبانو تر واکمنېدو راهېسې پاکستان تل پر کابل تور لګوي چې پر خپله خاوره یې پاکستاني طالبانو ته خوندي پټنځايونه ورکړي دي او ټي ټي پي له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه پلانوي. خو افغان طالبان دا خبره په کلکه ردوي.

د پاکستان خيبر پښتونخوا ایالت له اوږدې مودې راهېسې د بېلا بېلو وسله والو اسلامپالو ډلو پوځ سنګر دی چې د ټي ټي پي ترڅنګ پکې د اسلامی دولت يا داعش ډلې سيمه ایزه څانګه هم شامله ده.

پاکستان کې د نوي حکومت راتلل او افغانستان سره اړيکو ېې اغیزې

د تحريک طالبان پاکستان ډلې د ۲۰۲۲م کال په نوامبر میاشت کې د پاکستان له حکومت سره په يو اړخیزه توګه اوربند لغوه کړې وو. له همدې کبله د پوځ د «عزم استحکام» په نوم نويو عملياتو کې ډېره پاملرنه د هغو جنګيالو پر مخنيوي ده چې له افغانستان سره د پولې له لارې پاکستان ته داخليږي او بريدونه کوي.

د پاکستان د دفاع وزير خواجه آصف خبرداری

د پاکستان دفاع وزير خواجه آصف، په همدې وروستيو ورځو کې خبرداری ورکړی وو چې د وسله والو او ترهګرو د مقابلې په ترڅ کې به د پاکستان پوځ د اړتيا په صورت کې په افغان خاوره کې هم له عمليات پښه ونه نيسي. نوموړي له يوې خارجي رسنۍ سره د خبرو اترو پر وخت ویلي ول: «د پاکستان له خودمختارۍ بل هيڅ شی مهم نه دی.»

همدا ډول د پاکستان يوه لوړپوړي امنيتي چارواکي د نوم نه بربنډولو په شرط دويچه ويله ته وويل: «د ترهګرۍ پر ضد به بې له توپيره اقدامات کيږي. د ګډوډۍ خپرونکو هېواد دښمنه عناصرو او مذهبي تندلارو په ضد به عمليات ترسره شي، د دې په نظر کې نيولو پرته چې څوک په کوم مذهب او کومې فرقې پورې تړاو لري.»

په دې ترڅ کې دفاعي شنونکې ماريه سلطان، په اسلام آباد کې دويچه ويله ته وويل: «د دې عملياتو موخه د پاکستان د ثبات تضيمنول دي چې په ترڅ کې به یې له هغو ننګونو سره مقابله کيږي چې د ترهګرۍ د مخ پر ډېرېدونکو پېښو له کبله ورسره پاکستان مخامخ دی.»

د پاکستان او افغانستان ترمنځ مخ پر زياتېدونکي ترنګلتياوې

د ډېرو امنيتي کارپوهانو په آند دا انديښنه موجوده ده چې د «عزم استحکام» عمليات په اسلام آباد او کابل کې د حکومتونو ترمنځ د ترنګلتياو د پراخیدو باعث کیدلی شي.

له «بروکنګز انستيتيوشن» څخه مديحه افضل، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل چې له ټي ټي پي سره د خبرو اترو او پر دې منع شوې ډلې د فشار واردولو د پاکستان د حکومت ټولې هڅې ناکامې شوي دي. د نوموړې په خبره له همدې کبله په مارچ مياشت کې پاکستان له پولې بلې غاړې ته په افغانستان کې د پاکستاني وسله والو پر شکمنو پټنځایونو هوايي بريدونه هم کړي ول.

د اسلام آباد له لوري دا ډول اقدامات نادر دي. په دې هوایي بريدونو کې اته کسان وژل شوي ول او افغان ځواکونو پر ګډه پوله ځوابي ډزې هم کړې وې.

آيا پاکستان طالبان او داعش افغانستان او پاکستان ته خطر دي؟

که د پاکستان پوځ په افغان خاوره کې بريدونه کوي نو په کابل کې د واکمنو طالبانو غبرګون به څه وي؟ په دې اړه د مدیحه افضل، ځواب ډېر واضح وو: «افغان طالبان به داسې هره عمل له خپلې خودمختارۍ څخه سرغړونه وګڼي او د دواړو هېوادونو ترمنځ به ترنګلتيا نوره هم ډېره شي چې له کبله به یې د پاکستان په لویدیځ سرحد کې ستونزې نورې هم ډېرې شي.»

عمران خان د نويو پوځي عملياتو مخالف دی

په پاکستان کې ټول د دې پوځي عملياتو پلوي نه کوي. د پاکستان پخوانی لومړی وزير عمران خان، چې اوس په زندان کې دی، هم په دې وروستيو کې له دې پريکړي سره سخت مخالفت څرګند کړی وو چې د هېواد په شمال لویدیځ او جنوب لویدیځو سيمو کې بايد نوي پوځي عمليات پېل شي.

عمران خان خپل د «پاکستان تحريک انصاف» ګوند ته لارښوونه کړې وه چې د دې پريکړې ضد دې ودريږي. دا دريځ له دې کبله هم مهم دی چې په خيبر پښتونخوا ایالت کې د دغه ګوند حکومت دی.

د دغه ایالت اعلی وزير علي امین ګنډاپور، په دې تړاو له عمران خان، سره په زندان کې تر يوه ملاقات وروسته وويل: «عمران خان د هيواد په هره برخه کې د هر ډول نویو پوځي عملياتو مخالف دی او نوموړي په پېښور کې د خپل ګوند ایالتي حکومت ته لارښوونه کړې ده، چې د نويو پوځي عملياتو په اړه د هیڅ ډول پريکړې برخه ونه ګرځي.»

د پاکستان تحريک انصاف ګوند يوه لوړپوړي چارواکي د نوم نه بربنډولو په شرط دويچه ويله ته وويل: «اصلي نکته دا ده چې آيا پوځ به د دې عملياتو په اړه د ټولو اړخونو په يو کولو وتوانيږي او که څنګه. ظاهراً خو د خيبر پښتونخوا حکومت ټول مشرتابه دا عمليات رد کړي دي چې له همدې کبله به د پوځ له پاره د دې په عملي توګه سر ته رسول مشکل ثابت شي.»

خو پر دې دريځ سربیره هم دفاعي شنونکې ماريه سلطان وايي: «د دې عملياتو پريکړه په فدرالي کچه شوې. نو امکان خو همدا دی چې ټول ايالتونه به یې ومني چې موخه یې له ترهګرۍ څخه د پاکستان د اتباعو ساتل دي.»

پر پاکستان د چين فشار؟

د ځينو شنونکو په نظر پاکستان د وسله والو پر ضد دې نویو عملياتو ته په هيواد کې پر چينايي وګړو او دچين پر پانګونو د يو شمير بريدونو له کبله هم مجبور شوی دی. په مارچ مياشت کې د چينايي انجينرانو پر يوه کتار په يوه ترهګريز بريد کې پنځه چينايي وګړي او د هغوی يو پاکستانی موټر چلوونکی ووژل شول.

دا بريد د پاکستان د امنيتي ځواکونو په لاس د بلوچ بيلتون غوښتونکو د وسله والې ډلې «بلوچستان لبرېشن آرمي» د اتو جنګيالو تر وژل کيدو کابو يوه اونۍ وروسته شوی وو. دې بلوچ بيلتون غوښتونکو په بلوچستان کې د ګوادر بندر ته څېرمه هم د چينايي وګړو پر يوه کتار بريد کړی وو. 

په پاکستان کې د اټکل پر اساس کابو ۲۹ زره چينايان ميشت دي چې تر ۲۵۰۰ ډېر د چين او پاکستان اقتصادي دهلیز يا سي پيک په بېلا بېلو پروژو کې په کار بوخت دي.

ب. ص/ ن. ز (هارون جنجوعه)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب