1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

پاکستان: ښایې پاکستاني طالبان په افغانستان کې په نښه کړای شي

۱۴۰۳ تیر ۸, جمعه

پاکستان وایي چې د «عزم استحکام» عملیاتو په ترڅ کې کیدای شي تحریک طالبان پاکستان د افغانستان په خاوره کې په نښه کړای شي. د پاکستان د دفاع وزیر له ټي ټي پي سره مذاکرات په دې دلیل رد کړل چې دا اساس نه لري.

https://p.dw.com/p/4hcfl
China Pakistans Außenminister Khawaja Asif
انځور: Nicolas Asfouri/AFP/Getty Images

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، وایي چې د «عزم استحکام» په نوم عملیاتو په لړ کې به حکومت د پولې پورې غاړه افغانستان کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه کړای شي.

خواجه اصف د پنجشنبې (د جون میاشتې ۲۷ نیټه) په ورځ له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په مرکه کې وضاحت ورکړ چې د عزم استحکام د عملیاتو تصمیم په بیړه نه دی نیول شوی، بلکې تر غور او فکر وروسته نیول شوی دی.

خو نوموړي وویل چې داسې یو چاپیریال رامنځته شوی دی، چیری چې سیاسي ګوندونه د خپلو ګټو له پاره د حکومتي پریکړو له منلو څخه انکار کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر دغه څرګندونې په داسې یو وخت کې کړي دي چې د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن په خیبر پښتونخوا کې د امنیتي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او چارواکو ته یې خبرداری ورکړی دی.

د جی یو آیې (ف) مشر مولانا فضل الرحمن وویل چې وضغیت دومره خراب شوی دی چې د وسله والو کسانو د موجودیت له کبله پولیس هم د شپې له خوا له بهر وتلو څخه بیره لري.

خو خواجه اصف ډاډ ورکړ چې حکومت به د هر سیاسي ګوند اندېښنې لیري کوي او دا موضوع به ولسي جرګې ته وړاندې کړي، څو د پوښتنو او ځوابونو په وسیله د سیاسي ګوندونو په غړو کې اعتماد رامنځته او د دوی اندېښنې لیري کړای شي.

خواجه اصف څه وویل؟

د پاکستان د دفاع وزیر په دغه مرکه کې وویل چې «عزمِ استحکام د عملیاتو په ترڅ کې که ضرورت احساس شي، نو د منع کړای شيپاکستاني طالبانو تحریک پټنځایونه به د پولې ها خوا هم په نښه کړای شي. د پاکستان تر امنیت بل هیڅ شی مهم نه دی.»

ایا د پلاوي تګ، راتګ به د طالبانو او پاکستان اړیکې ورغوي؟

د یوې پوښتنې په ځواب کې هغه وویل چې په سرحد کې د پټنځایونو په نښه کول به د نړیوالو قوانینو سرغړونه نه وي، ځکه کابل پاکستان ته ترهګر «صادروي» او هلته صادرونکو ته پناه ورکول کیږي.

نوموړي زیاته کړه که څه هم ټي ټي پي له ګاونډي هیواد څخه فعالیت کوي، خو د هغوی کادرونه چې شمېر یې نږدې څو زرو ته رسیږي، په هیواد کې دننه کار کوي. خواجه آصف پر پخواني لومړي وزیر عمران خان تور ولګاوه چې وسله وال د ده په واکمنۍ کې هیواد ته بیرته راوستل شول.

د پاکستان دفاع وزیر وویل چې له افغانستان څخه ټول ترافیک یا تردد به د پاسپورت او ویزې درلودلو په صورت کې د داخلیدو اجازه ولري او د دې پریکړې عملي کیدل به، د ترهګرو د نفوذ په مخنیوي کې مرسته وکړي.

فضل الرحمن د عملیاتو ضد دی

د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن د دغو عملیاتو مخالفت کړی دی. هغه ویلي دي چې له ایران سره خو مسایل په یوه اونۍ کې حل کړای شول، کله چې دواړو هیوادونو د یوه بل پر سیمو هوایي بریدونه وکړل، بیا نو ولې له افغانستان سره په دې طریقه مخته نه ځي.

Pakistan, Peshawar: Proteste gegen die Regierung von  Imran Khan - Fazal-ur Rehman
آرشیف انځور: د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمنانځور: Reuters/F. Aziz

تر یوې قبایلې جرګې وروسته د خپل ګوند په ایالتي مقر کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې هغه وویل چې اسلام اباد د کابل په هکله خپله پریکړه د غوسې او احساساتو پر مبنا کوي. هغه زیاته کړه چې د حکومتونو ترمنځ مسایل په بیړه او ګواښونو سره نه حلیږي، ځکه دا د دوه اړخیزو اړیکو د لا زیات خرابیدو سبب کیږي.

مولانا فضل الرحمن د خیبر پښتونخوا د حالاتو په هکله په خپلو خبرو کې وویل چې په یو شمیر سیمو کې اوس د پخوا په پرتله ډیر وسله وال موجود دي. د هغه په وینا «جرګې پر عملیاتو بې اعتمادي ښودلې ده او اعلان یې کړی دی چې دا عزم استحکام نه، بلکې د عدم استحکام عملیات دي».

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب