1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې سېلابونو درنه مرګ ژوبله اړولې ده

۱۴۰۱ مرداد ۳۰, یکشنبه

د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، په خوښۍ ولسوالۍ کې د سېلابونو د راوتلو له امله لسګونه کسان مړه شوي او د دې سیمې یو شمېر اوسېدونکي لادرکه دي. د لوګر یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ولسوالۍ ۶۰ سلنه برخه سېلابونو لاندې کړې ده.

https://p.dw.com/p/4FpnJ
Afghanistan | Schäden durch Überschwemmungen in Nangarhar
انځور: Ismail Sirat

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان یو شمېر ولایتونه د سختو بارانونو او سېلابونو شاهدان و.

د طالبانو د حکومت له طبيعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، چې د دغو سېلابونو په نتيجه کې ګڼو خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوښتي، خو تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده څرګنده.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې د ادارې ویاند مولوي محمد نسیم حقاني دویچه ویله ته وویل: «تېره شپه په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونه راغلي او ډېر کورونه او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي موږ تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه لرو.»

په لوګر ولایت کې ځینو سرچینو دویچه ویله ته ویلي، چې د دې ولایت په خوښۍ ولسوالۍ کې د تېرې شپې د سېلابونو له امله د دې ولسوالۍ ۳۰۰ اوسېدونکي ایسار شوي او د دې ولسوالۍ ۶۰ سلنه برخه یې اوبو وړې ده.

په افغانستان کې بيا سیلابونو سخت ځاني او مالي زيان رسولی دی

د دې ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رييس قاضي رفيع الله صميم وايي، په خوښۍ ولسوالۍ کې د زورورو سېلابونو له امله سلګونه کورونه ويجاړ شوي او د لومړنيو شمېرو پر بنسټ تر ٢٠ زيات کسان مړه او ګڼ نور ورک دي. نوموړی زیاتوي، چې په دغو سیلابونو  ګڼ شمېر ښځې او ماشومان لادرکه شوي دي.

په خوښۍ ولسوالۍ کې د سېلابونو هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ښيي چې ولسوالي په بشپړه توګه ډوبه شوې او ډېری کورونه نړېدلي ښکاري.

د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي، چې خوښۍ  ولسوالۍ ته مرستندویه ډلې رسېدلي دي.

افغانستان کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او زرګونه جریبه ځمکه تخریب کړې

د دې ترڅنګ غزني، خوست او پکتیا ولایتونه هم د سختو سیلابونو شاهدان و، چې له امله یې د کابل – ګردیز لویه لار هم تړل شوې ده.

د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په شلو ولایتونو کې د سختو بارانونو او سېلابونو د راتلو خبرداری ورکړی و.