1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتياافغانستان

افغانستان کې د سرطاني ناروغیو د تشخیص او درملنې هڅې

۱۴۰۲ اردیبهشت ۱۵, جمعه

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزارت وايي چې له ایران سره د سرطاني ناروغیو پر تشخیص او درملنې خبرې کوي.

https://p.dw.com/p/4QxbU
د سرطان درملو (د سیتواستاتیک) سمبولیک انځور
د سرطان درملو (د سیتواستاتیک) سمبولیک انځورانځور: picture-alliance/dpa/R. Vennenbernd

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ایران ته تللی او هلته یې د هغه هيواد له چارواکو سره د سرطان پر تشخیص او درملنه په برخه کي خبرې کړي دي.

د دغه وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان ویلي دي: «د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ایران هيواد د رئيس جمهور مرستیالې انیسه خزعلی سره ولیدل، په دې لیدنه کې د روغتیا په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراختيا په خاصه توګه د روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړونې، د سرطان د تشخيص او درملنې په برخه کې د همکارۍ او په روغتيايي سکتور کې د تجربو شریکولو په اړه بحث وشو.»

دا هڅې داسې مهال دي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې غړي محمد نبي تېره میاشت اعلان کړی چې په افغانستان کې د سرطان ناروغی د تشخیص او درملنې له پاره د یوه ځانګړي روغتون جوړولو پلان لري.

اړوند مطالب:په افغانستان کې هرکال ۲۰زره کسان په سرطان اخته کیږي

په افغانستان کې نه یواځې د سرطان د درملنې او تشخیص له پاره کافي امکانات نشته، بلکې تر سرطان په ټیټه کچه هم د ځنیو ناروغیو درملنه هلته ناشونې ده. له همدې آمله ډېر افغانان بهرنیو او په ځانګړي توګه ګاونډیو هيوادونو ته د درملنې له پاره ځي.

تازه شمېرې نشته خو شاوخوا پنځه کاله وړاندې د یوه آټکل له مخې، افغانان هرکال شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالر په بهر کې په خپله درملنه لګوي.

زموږ له آرشيف څخه: