1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان افغان کډوالو ته په ورکړل شوي ضرب الاجل ټینګار وکړ

۱۴۰۲ مهر ۲۲, شنبه

د پاکستان د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزیر، ټولو ناقانونه افغان کډوالو ته خبرداری ورکړی چې د نوامبر تر لومړۍ نېټې له هغه هېواده ووځي.

https://p.dw.com/p/4XXNj
اوسمهال پاکستان کې تر یو میلیون ډېر افغان کډوال ناقانونه ژوند کوي
اوسمهال پاکستان کې تر یو میلیون ډېر افغان کډوال ناقانونه ژوند کويانځور: Jafar Khan/AP Photo/picture alliance

د پاکستان سرپرست حکومت پرېکړه کړې چې د افغانانو په ګډون ټول ناقانونه کډوال باید راتلونکو دوو اونیو کې پاکستان پرېږدي.

پاکستاني رسنیو ددغه هېواد د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بګټي له قوله رپوټ ورکړی چې د نوامبر له لومړۍ نېټې وروسته له هیڅ ناقانونه کډوال سره مراعت نه کیږي.

هغه زیاته کړې: «پاکستان کې میشت غیر قانوني کډوال باید د نوامبر تر لومړۍ نېټې ولاړ شي، له دې نیټې وروسته هیڅ ډول "جوړجاړی" نشته.»

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، اوسمهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۷۳ میلیونه افغان کډوال پراته دي، چې هلته د اوسېدو هیڅ ډول قانوني اسناد نه لري.