1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيد فلسطین سیمه

د اسرائیل کابینه د مصر پر وړاندیز مشوره کوي

۱۴۰۲ دی ۴, دوشنبه

د اسرائیل کابینه په غزه کې د جګړې ختمولو له پاره د مصر پر وړاندیز مشوره کوي. حماس ترهګرې ډلې ادعا کړې ده چې پر یوه پنډغالي د اسرائیل په هوایي برید کې ۷۰ کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4aYKG
Israeli PM Netanyahu chairs cabinet meeting at HaKirya base, Tel Aviv
د اسرائیل لومړی وزیر نییامین نتنیاهو د کابینې په غونډه کې : ارشیف انځورانځور: Ohad Zwigenberg/REUTERS

د اسرائیل کابینه نن د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د ډسمبر ۲۵) په غزه کې د جګړې پای ته رسولو له پاره د مصر پر وړاندیز کړې طرحې مشوره او بحث کوي. دا خبر د جروزالم پوست ورځپاڼې د یکشنبې په ماښام خپور کړی وو.

مخکې تر دې ټایمز اسرائیلۍ ورځپاڼې تائیده کړې وه چې مصر په جګړې کې د وقفې او له اسرائیل څخه د یرغمل شوو د آزادولو له پاره یو نوی وړاندیز چمتو کړی دی.

سعودي عربستان ته اړوند تلویزوني شبکې «الشرق» هم د یکشنبې په ورځ د اطلاعاتي سرچینو په حواله خبر ورکړ چې په غزه کې د جګړې د پای له پاره د مصر وړاندیز څو پړاونه په بر کې نیسي.

حماس: د کډوالو پر کمپ برید کې ۷۰ تنه وژل شوي

د حماس ترهګرې ډلې ادعا کړې ده چې په غزې تراړه کې د بې ځایه شوو کډوالو پر یوه کمپ د اسرائیل پوځ په هوایي بریدونو کې ۷۰ کسان وژل شوي دي.

په غزه کې د روغتیا ادارې چې د حماس تر کنترول لاندې ده، اعلان کړی دی چې په دې برید کې په المغازي پنډغالي کې څو کورونه چې یو شمیر کورنۍ پکې اوسیدلې، ویجاړ شوي دي. د نوموړي ادارې ویاند «په یوه ګڼ میشته سیمه کې د ډله ایزې وژنې» خبره کړې ده.

د اسرائیل پوځ د ویاند دفتر ویلي دي چې د دغو رپوټونو په هکله پلټنې کوي. د تلفاتو وړاندې شوي شمیر د یوې خپلواکې سرچینې له خوا تائید شوی نه دی.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

انتي سیمیتزم کله پیلیږي؟

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب