1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

د حماس مشران څوک دي؟

۱۴۰۲ آذر ۶, دوشنبه

اسرائيل ويلي دي چې په غزه کې د پوځي عملياتو يو مهم هدف يې د حماس د مشرانو له منځه وړل دي. خو د حماس مشران څوک دي؟

https://p.dw.com/p/4ZUaB
د حماس د غزې تراډې مشر يحيی السنوار
د حماس د غزې تراډې مشر يحيی السنوارانځور: Mohammed Abed/AFP

د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر مياشتي پر۷ نېټه د حماس ډلې جنګیالي له غزې تړانګې سره له سرحدي تاسيساتو اسرائيل ته واوښتل او تر ۱۲۰۰ ډېر انسانان یې هلته ووژل او شاوخوا ۲۴۰ تنه یې يرغمل له ځان سره غزې ته وتښتول. د دغه ترهګر بريد طراح يحيی ابراهيم حسن السنوار ګڼل کيږي. هغه په غزه کې د حماس وسله والې ډلې قوماندان دی چې اسرائيل یې په لټه کې دی.

د اسرائيل د پوځ يو څرګند هدف دا دی چې نوموړی له منځه يوسي. خو دا په داسې حال کې ده چې السنوار د دې ترهګرې فلسطينۍ ډلې له څو مخکښو مشرانو څخه يو دی.

السنوار: د «خان يونس قصاب»

هغه د جذاب شخصيت څښتن او ډېر هوښيار ګڼل کيږي، خو بې رحمه او بې وجدانه هم: السنوار په ۱۹۶۲م کال کې د غزې تراډې په جنوب، د خان يونس په يوه کمپ کې زېږيدلی دی او د ۱۹۸۰مې لسیزې په وروستيو کې د حماس د رامنځته کيدو پر وخت د هغه له بنسټګرو څخه يو دی.

السنوار د حماس د پوځي څانګې يعني عزالدين القسام لوا په رامنځته کولو کې ونډه لرله چې په اسرائيل کې یې يو شمیر ځانمرګي بريدونه کړي دي. نوموړی همدا راز په خپلو ليکو کې د اسرائيل له احتمالي ملاتړو سره هم سخت چلند کاوه، دومره کلک چلند چې له کبله یې د «خان يونس د قصاب» نوم خپل کړی وو.

په ۱۹۸۸م کال کې د اسرائيل يوې محکمې نوموړی د يو شمیر احتمالي ملاتړ کوونکو او دوو اسرائيلي عسکرو د وژلو په جرم په څلور ځلي عمري بند محکوم کړ.

السنوار په زندان کې عبراني ژبه زده کړه او د مشهورو اسرائيلي ليکولانو د کتابونو په لوستلو سره یې د «دښمن» د فکر طرز مطالعه کړ.

د غزې تراړې د خان يونس د مهاجرو پو کمپ
د غزې تراړې د خان يونس د مهاجرو پو کمپانځور: Middle East Images/ABACA/picture alliance

دی په زندان کې د مغزو د التهاب له کبله د مرګ له ګواښ سره مخامخ شوی وو. بيا د اسرائيلي ډاکترانو له خوا يې په عملياتو سره ژوند وژغورل شو.

السنوار په ۲۰۱۱م کل کې تر ۲۲ کلن بند وروسته د يوه اسرائيلي عسکر ګیلاد شاليت، په بدل کې د تر زرو ډېرو نورو فلسطيني زندانيانو سره په ګډه آزاد شو.

تر آزادۍ سملاسي وروسته هغه د حماس د پوځي او سياسي څانګې ترمنځ د تماس دنده پر غاړه واخيسته. په ۲۰۱۷م کال کې بيا نوموړی په غزه کې د حماس ترهګرې ډلې مشر شو.

محمد الضيف؛ چې ويل کیږي د پېشو ساه لري

محمد الضيف له ۲۰۰۲م کال راهېسې د قسام لوا چې په غزه تراډه کې د حماس پوځي څانګه ده، مشري کوي. اسرائيل نوموړی د يو شمير ځانمرګو بريدونو او په لسګونو اسرائيلي عسکرو د وژلو مسئول ګڼي.

اسرائيل وايي چې دی هم د السنوار په څېر په غزه کې د حماس د تونل سیسټم په رامنځته کولو کې لاس لري. دا هم ويل کيږي چې نوموړی د اکتوبر مياشتي د ۷ خونړي بريد په پلان او قومانده کې لاس درلود. د اسرائيل پوځ تمه لري چې نوموړی به په غزه کې د عملياتو په ترڅ کې له منځه يوړلای شي.

د حماس ډلې د پوځ مشر محمد الضيف
د حماس ډلې د پوځ مشر محمد الضيفانځور: HO/AFP

د اسرائيل پوځ لا له ۱۹۹۵م کال راهېسې د الضيف د نيولو هڅه کوي. نوموړی په ۲۰۰۰م کال کې نيول شوی هم وو خو د فلسطينيانو د دويمې انتفاضه يا پاڅون چې له ۲۰۰۰ څخه یې ۲۰۰۵م کال پورې دوام ورکړ، په ترڅ کې د ګډوډۍ پر مهال په تېښته بريالی شو او له هغه وخت راهېسې پسې هیڅ پل نه شي نيول کیدلی.

نوموړی له اوه هدفي بريدونو ژوندی وتلی، خو د ځينو په ترڅ کې سخت ټپي شوی هم دی: ويل کيږي چې هغه يوه سترګه، يوه پښه او د يوه لاس يوه برخه بايللې ده.

د دې بريدونو په ترڅ کې یې د کورنۍ يو شمیر غړي وژل شوي دي. الضيف هیڅکله په عام محضر کې نه راڅرګنديږي او دغه يو عکس یې چې لاس پر لاس کیږي، د ۲۰۰۰م کال دی.

پټ مرستیال: مروان عيسی

مروان عيسی هم د يحيی السنوار په څېر د غزې په يوه مهاجر کمپ کې زيږیدلی. د ځوانۍ په اړه یې يوازې دومره معلومات شته چې هغه لومړی له اخوان المسلمين سره تړاو درلود چې وروسته ترې بيا د حماس ترهګره څانګه رامنځته شوه.

نوموړی د لومړۍ انتفاضه يا پاڅون (1987-1993) په ترڅ کې د پنځو کلونو بند په سزا محکوم شوی وو. د فلسطينيانو  خپلواکمنې ادارې هغه په ۱۹۹۷م کال کې ونيو، خو په ۲۰۰۰م کال کې د دويمې انتفاضه پر وخت بیرته آزاد کړل شو.

اوس نوموړی د القسام لوا مرستیال مشر او په دې ترتيب د محمد الضيف ډېر مهم کس دی.

مروان عيسی هم د اسرائيل له څو هدفي بریدونو ژوندی وتلی دی: خو اوس یې لټون په ډېره ليوالتيا سره روان دی. داسې انګیرل کیږي چې ده به هم د اکتوبر د ۷مې نیټې بريدونو په پلان او عملي کولو کې مهم نقش لرلی وي.

په قطر کې ميشت مشران؛ اسماعيل هنيه او خالد مشعل

د اسرائيل له پاره به مشکله وي چې د حماس مشرتابه په بشپړه توګه له منځه يوسي ځکه د دغي ډلې دوه ډېر مهم مشران په غزه کې نه، بلکې په قطر هيواد کې اوسي.

له دوی څخه یې يو اسماعيل هنیه دی چې د حماس ډلې تر ټولو لوړپوړی مشر ګڼل کيږي. دی هم د غزې تړانګې د مهاجرو په يوه کمپ کې زيږېدلی دی.

هنيه لومړنۍ زده کړې د ملګرو ملتونو په يوه ښوونځي کې کړي. لوړې زده کړې یې بيا د غزې په اسلامي پوهنتون کې سر ته رسولي چېرې چې نوموړی د خپلواکۍ له افراطي غورځنګونو سره آشنا شو.

د اسرائيل لومړی وزیر بنيامن نتنياهو
د اسرائيل لومړی وزیر بنيامن نتنياهوانځور: Chad J. McNeeley/AA/picture alliance

اسماعيل هنيه په ۱۹۹۳م کال کې د همدې پوهنتون د فلسفې پوهنځي رئيس او بيا په ۱۹۹۷م کال کې د حماس د روحاني مشر د دفتر مشر وټاکل شو.

په ۲۰۰۶م کال کې په غزه کې د حماس تر بريا وورسته نوموړی د فلسطينيانو د خپلواکمنې ادارې د مشر محمود عباس له خوا د فلسطينيانو د لومړي وزير په توګه ونومول شو. خو يوازې يو کال وروسته هغه وخت له واکه ګوښه کړل شو چې حماس ډلې د خونړي تاوتريخوالي په يوه لړۍ کې د عباس الفتاح ډله له غزې تراډې څخه وشړله.

خو هنيه دا پريکړه ونه منله او دا هم علت دی چې د فلسطينيانو سيمه تر نن ورځې پورې عملاً پر دوو برخو ويشل شوې ده: د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د فتاح ډلې حکومت دی او په غزه تراډه کې د حماس. اسماعيل هنيه په ۲۰۱۷م کې په غزه کې د حماس د سیاسي دفتر مشر او د خالد مشعل د ځای ناستي په توګه وټاکل شو.

مشعل په ۱۹۵۶م کال کې د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې زيږېدلی او د کويت په پوهنتون کې یې د فزيک په رشته کې لوړې زده کړې دي.

مشعل هم د پوهنتون په دوره کې افراطي شو: نوموړی بيا وروسته په سوريه او بيا په اردن کې میشت شو چې له هماغه ځايه یې د حماس په بنسټ ایښوولو کې ونډه لرله او په ۱۹۹۶م کال کې د دغي ډلې مشر شو.

محمود عباس او اسماعيل هنيه د ترکیې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره
محمود عباس او اسماعيل هنيه د ترکیې له ولسمشر رجب طيب اردوغان سرهانځور: Mustafa Kamaci/Anadolu Agency via REUTERS

هغه په ۱۹۹۷م کال د اسرائيل د استخباراتي ادارې موساد له يوه هدفي بريد څخه ژوندی ووت.

کله چې مشعل په ۲۰۱۲م کال کې د حماس د ۲۵ کلیزې په مناسبت د مصر له لارې غزې ته سفر وکړ نو په ۴۵ کلونو کې یې په لومړي ځل د لنډې مودې له پاره د فلسطينيانو پر سيمه قدم کيښود. نوموړی اوس د حماس ډلې چې د امريکا متحده ایالاتو، اسرائيل، آلمان او اروپايي ټولنې له خوا د ترهګرۍ ډلې په توګه درجه بندې شوې، په خارج کې د دفتر مشر دی.

ب. ص/ ن. ز (تومس لاچان)

زموږ له آرشيف څخه: