1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاسرائیل

اسرائیل: د حماس پر ضد مو بيا جګړه پیل کړه

۱۴۰۲ آذر ۱۰, جمعه

د اسرائیل او حماس وسله والو ترمنځ په جګړه کې وقفه نه وغځول شوه. د اسرائیل پوځ حماس د اوربند په سرغړونو تورن اعلان او پر وړاندې يې جګړه پیل کړه. اسرائیل له غزې څخه د یوه توغندي د توغېدو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4ZezG
Israel | Waffenruhe Nahostkonflikt
انځور: Tsafrir Abayov/AP Photo/picture alliance

د اسرائیل او حماس ترهګرو ترمنځ په جګړه کې د وقفې په پای ته رسیدو سره، د اسرائیل پوځ اعلان کړی چې حماس په جګړه کې وقفه نقص کړي او د اسرائیل پر لورې یې ډزې کړې دي.

د اسرائیل پوځ د خپل بیان په دوام سره زیاته کړې ده، په غزه کې یې د حماس ترهګرې ډلې سره جګړه بیا پیل کړې ده.

له دې څو ساعته وړاندې اسرائیل اعلان کړې و، چې له غزې څخه یو توغول شوی توغندی یې شنډ کړی او له منځه وړی دی. حماس ډله د آلمان په ګډون اروپايي ټولني، امريکا متحده ايالاتو او ځينو نورو هيوادونو د يوه ترهګر سازمان په توګه درجه بندي کړی دی.

د جمعې ورځې په سهار (۲۰۲۳م کال ډسمبر لومړۍ) د جګړې وقفه، په داسې حال کې پای ته ورسېده، چې د حماس له لورې د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون له پاره پراخې ډیپلوماټيکې مشورې او هڅې روانې وې. په تېرو څو ساعتونو کې سرچینو په جګړه کې د وقفې احمتالي غځیدو په اړه بېلابېل راپورونه نشر کړې وو.

سره میاشت: په جګړه کې د وقفې پرمهال غزې ته ۳۱۰ لارۍ مواد رارسیدلي

د دې اعلان سره یوازې تېره ورځ پنجشبنه ۵۶ د مرستو دا ډول لارۍ د غزې شمال ته رسېدلي دي.

د فلسطیني سرې میاشتې بنسټ وايي، د اسرائیل او حماس وسله والو تر منځ  په جګړه کې له وقفې راهیسې د غزې شمال ته د مرستو ۳۱۰ لارۍ رسېدلې دي.

Ägypten Grenzübergang Rafah | Hilfgüter Werden in den Gazastreifen gebracht
انځور: Ahmed Gomaa/Xinhua/IMAGO

د راپورونو له مخې، په دغو محمولو کې په عمده توګه اوبه، د ماشومانو خواړه او کمپلې شاملې دي. له سړې هوا سره په غزه کې د تودولو لوازمو ته اړتیا زیاته شوې او یو شمېر نړیوالو سازمانونو غزې ته د دا ډول مرستو د لېږلو پر اړتیا ټینګار کړی دی.