1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

اسرائیلي پوځ د حماس مرکزونه بمبار کړي

۱۴۰۰ دی ۱۲, یکشنبه

اسرائیلي پوځ د غزې په تړانګه کې د حماس سخت دریځې ډلې مرکزونه بمبار کړي دي. مخکې تر دې له دغه ځایه د اسرائیل پر لور توغندي توغول شوي وو.

https://p.dw.com/p/453XL
Israelische Armee greift Hamas-Ziele im Gazastreifen an
انځور: Ashraf Amra/APA/ZUMA/dpa/picture alliance

 اسرائیلي پوځ ویلي دي چې د غزې په تړانګه کې د بریدونو په پایله کې یې د حماس د توغندیو یوه کارخانه او یوه نظامي پوسته بمبار کړې ده. د «یوروشلم پوست» ورځپاڼې رپوټ ورکړی دی چې اسرائیلي ټانکونو هم د غزې تړانګې په اوږدو کې د حماس مرکزونه په نښه کړي او ویشتلي دي.

ورځپاڼې د اسرائیلي پوځ له قوله لیکلي دي:«د حماس ترهګریز سازمان د رامنځته شوو پيښو له پاره ځواب ویونکی او د غزې په تړانګه کې د ترهګریزو اقداماتو د عواقبو مسئولیت په غاړه لري.»

د شنبې (د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ لومړۍ نیټه) ورځې په سهار اسرائیلو د غزې له تړانګې څخه د دوو توغندیو د فیر کیدلو خبر ورکړ چې تل ابیب ته نږدې په سمندر کې لویدلي دي. تر اوسه پورې په دې پيښه کې د احتمالي تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. 

له می راهیسې کراري وه

د غزې په تړانګه کې حاکم فلسطیني سازمان حماس د اسرائیل، امریکا متحده ایالاتو او اروپایي اتحادیي له خوا د ترهګریز سازمان په توګه طبقه بندي شوی دی.

اسرائیل د می په میاشت کې د غزې په تړانګه کې له فسلطیني وسله والې ډلې حماس سره په یوه ۱۱ ورځنۍ وسله واله نښته کې ښکیل شوی و. بالاخره د مصر په منځګړیتوب د اسرائیل او حماس تر منځ یو اوربند رامنځته شو چې د می میاشتې له ۲۱ نیټې څخه نافذ شو. له هغه وخت راهیسې په دغه سیمه کې نسبي کراري حاکمه وه.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص