1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

غزه کې له ۲۵۰ زيات کسان ووژل شول

۱۴۰۲ مهر ۱۶, یکشنبه

د اسرائيل له خوا د غزې پر تراډې په متقابلو بريدونو کې لږ تر لږه ۲۵۶ تنه وژل شوي دي. دغه خبره د غزې د روغتيا وزارت کړې ده.

https://p.dw.com/p/4XFqI
په غزه کې نړېدلې څو پوړيزه ودانۍ
په غزه کې نړېدلې څو پوړيزه ودانۍانځور: Mahmud Hams/AFP via Getty Images

د غزې د روغتيا وزارت ويلي چې د مړو په منځ کې ۲۰ ماشومان هم شامل دي او دا چې ۱۷۸۸ فلسطينيان ټپيان شوي هم دي. د اسرائيل هوايي ځواک د حماس اورپکو له خوا تر ويجاړونکي ناڅاپي بريد وروسته په غزې باندې د حماس هدفونه په نښه کړل.

د شنبې په ورځ په اسرائيل کې د حماس په بريدونو کې تقريبا ۳۰۰ تنه وژل شوي ول. حماس چې دغه ساحلي سيمه کنترولوي، د اروپايي اتحاديې، متحده آيالاتو او اسرائيل له خوا يو تروريستي سازمان درجه بندي شوی دی.د اسرائيلو هوايي بريدونو د «اسلامي جهاد» ډلې هدفونه په نخښه کړي

د اسرائيلي پوځ په حواله يې د شپې له خوا د حماس ۱۰ هدفونه په څو پوړيزو ودانيو کې په نښه کړي دي چې د استخباراتو يو مرکز او يوه پوځي اډه پکې هم شامل دي.

اسرائيلي پوځ دا هم ويلي چې د حماس له خوا د اسرائيلي وګړو په وړاندې د تروريستي فعاليتونو د تمويل له پاره کارېدونکي دوه بانکونه يې هم ويشتلي دي.د اسراییلو او فلسطیني وسله والو ترمنځ خونړې نښتو یو ځل بیا زور اخیستی

زياته شوې چې د وسلو د توليد يوه بټۍ چې د اسلامي جهاد په نوم نيمه پوځي ډلې پورې اړه لري، هم په نښه کړل شوې ده.