1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

جرمنی: په ښوونځي کي په ډزو ټپي زده کوونکي سا ورکړه

۱۴۰۲ آبان ۱۹, جمعه

د جرمني پولیسو ویلي دي چې ددغه هېواد په افنبرګ سیمه کي د پنجشنبې په ورځ په یوښوونځي کي په ډزو سخت ژوبل سوي زده کوونکي سا ورکړه. دا په داسي حال کي ده، چي د جرمني په ښوونځیوکي دډزو پېښې ډېري لږ او د نشت په حساب دي.

https://p.dw.com/p/4YeUm
Amoklage an Schule in Offenburg: Schüler verletzt Mitschülerin mit Schusswaffe an Waldbachschule in Offenburg - Polizei
انځور: Christina Häußler/Einsatz-Report24/IMAGO

د جرمني پولیس وايي، په سویل لوېدېځ ښار افنبرګ کي دپنجشنبې په ورځ په یو خصوصي ښوونځي کي پر یو ۱۵ کلن زده کوونکي ډزي سوي دي، چي وروسته بیا دغه ټپي زده کوونکي سا ورکړې ده.

بریدګر هم یو ۱۵ کلن زده کوونکی دی، چي د پولیسو د عملیاتو پرمهال نیول سوی دی. څارنوالان او پولیس وايي دغه زده کوونکی د دې پيښي په تور نیول سوی دی.

د جرمني د خبري اژانس ډي پي اې د معلوماتو له مخي بریدګر نهم ټولګي ته ننوتلی او ډزي يې کړي دي.

د ډزو پرمهال په ښوونځي کي ۱۸۰ زده کوونکي موجود ول، هغوی په امن کي د پيښي له ځایه راایستل سوي او خپل مور او پلار ته تسلیم سوي دي.

«پر شخصي خوابدۍ» د پولیسو شک

د پلټنو له مخي بریدګر د غرمنۍ پرمهال یو ټولګي ته ننوتلی او هلته پر خپل ناست ټولګیوال يې له نژدې څخه د توفنګچې ټکان کړی، ژوبل زده کوونکی روغتون ته لېږدول سوی، خو د سختو ټپونو له امله يې سا ورکړې ده. 

(Hamburg | Einsatzkräfte stehen bei einer Bedrohungslage in Hamburg vor der Stadtteilschule Blankenese
انځور: Bodo Marks/dpa/picture alliance

پولیس او څارنوالان ګومان کوي، چي دا د بریدګر زده کوونکي لومړی جرم دی.

 پولیس وايي، د لومړنیو پلټنو له پایلو څخه ښکاري، چي د بریدګر او وژل سوي زده کووني ترمنځ شخصي خوابدي وه. پولیس وايي، د دوو نابالغو هلکانو ترمنځ د جګړې له امله د «شخصي خوابدۍ» شک کېدای سي.

د جرمني په ښوونځیو کي د ډزو پيښي د نشت په حساب دي

د جرمني په ښوونځيو کي د ډزو او ټکانو پيښي خورا لږ او د نشت په حساب دي، خو د افنبرګ په یو ښوونځي کي د پنجشنبې له یادي پيښي څخه یوه ورځ ترمخه د شمالي بندري ښار هامبورګ په دوو ښوونځیو هم ورته پيښي تر سترګو سوي دي.

که څه هم په یادو دواړو پيښو کي کوم چا ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو په هامبورګ کي يې اندېښنې راپارولي دي.

لومړۍ پېښه د چهارشنبې په ماپښين هغه مهال وسوه، چي کله دوو زده کوونکو یو ښوونکي ته ټوپک ښوولی او هغه يې په مرګ ګواښلی و.

له دې پيښي وروسته ډېر پولیس لاس په کار سول او ان په دې عملیاتو کي يې څرخي چورلکي هم وکارولې، سړکونه يې بند او تلاښۍ يې پیل کړې، په دې پيښو کي په سلهاوو پولیسو افسرانو ونډه درلوده او له څلورو ساعتونو وروسته يې اعلان وکړ، چي ټولي چاري سمي دي.

په جرمني کې زده کړې څه ډول دي؟

تقریباً په ورته وخت کي ددغه ښوونځي په څو کېلو مترۍ کي پروت په یو بل ښوونځي کي هم ددغه ډول پیښي خبر ورکول سوی دی.

دلته هم یو ښوونکي ته د مرګ ګواښ سوی دی، مګر تراوسه لا په دې اړه نور معلومات نه دي ورکول سوي. خو تر اوسه پنځه هلکان نیول سوي دي چې عمرونه یې د يولسو او څوارلسو کلونو تر منځ دي او لږ تر لږه درې د لوبو ټوپکونه هم ضبط کړل سوي دي.

د دوو ورځو له تېرېدو وروسته بیاهم د هامبورګ د پيښوپه اړه وضاحت نه دی ورکول سوی، چي زده کوونکو ولي ښوونکي په مرګ ګواښلي دي او ایا د دغو دواړو پيښو ترمنځ کومه اړیکه سته؟