1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د جرمني په هامبورګ ښار کې دوه تنه په ډزو وژل شوي دي

۱۴۰۲ فروردین ۶, یکشنبه

د جرمني په هامبورګ ښار کې د ډزو په پایله کې لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي. دا په تېره یوه میاشت کې په دغه ښار کې دویم ورته خونړی برید دی.

https://p.dw.com/p/4PGEP
Deutschland | Zwei Tote nach Schüssen in Hamburg
دا په تېره یوه میاشت کې په دغه ښار کې دویم ورته خونړی برید دی.انځور: Jonas Walzberg/dpa/picture alliance

د جرمني پولیسو د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د مارچ ۲۶مه) اعلان وکړ چې په هامبورګ ښار کې د دوو کسانو د وژل کېدو په اړه یې پلټنې پیل کړې دي. خو پوليسو د پېښې د عاملينو، د پېښې د څرنګوالي او انګېزې په اړه لا څه نه دي ويلي.

په هامبورګ کې یوه څارنوال د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې ډزې د شنبې په ورځ په نیمه شپه کې شوې او په وژل شویو کې یو تن غالباً برید کوونکی و.

د هامبورګ د څارنوالۍ یوه ویاند د یکشنبې په ورځ وویل، داسې ښکاري چې دغه سړي په څو ډزو یو تن وژلی او وروسته له هغې یې خپله ځان وژنه کړې ده.

د جرمني بیلډ په نامه ورځپاڼې ویلي چې له ډزو وروسته پولیسو ته خبر ورکړل شوی او لږ تر لږه ۲۸ موټر د پېښې ځای ته استول شوي دي.

آلمان کې د نفرت او تعصب پېښې ولې ډېرې شوې دي؟

دوه اونۍ دمخه، فیلیپ ایف. ۳۵ کلن ځوان په هامبورګ کې د یهودي شاهدانو د ټولنې پر غونډې برید وکړ، چې د یوه زېږېدلي ماشوم په ګډون اووه کسان یې ووژل. دغه سړی چې ویل کیږي رواني ناروغ وو، بیا یې خپله هم ځان وواژه. په دې ډزو کې نهه کسان ټپیان شوي و چې دوه یې لا هم په روغتون کې بستر دي.

په آلمان کې د ژور خفګان يا ډپرېشن د پېښو ډيروالی

د جمعې په ورځ، هم یو ۵۷ کلن موټر چلوونکي د کولن بن هوایی ډګر په پارکینګ کې پلي خلک په نښه کړل او د دوه پولیسو په ګډون یې لږ تر لږه پنځه کسان ټپیان کړل. پولیسو ویلي چې دغه سړی نیول شوی او ښايي رواني ستونزې ولري.