1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په آلمان کي د پوليسو يوه ټکان ورکوونکې ويډيو او د هغې عواقب

۱۳۹۹ مرداد ۲۹, چهارشنبه

په جرمني کي د يوه ويډيويي فلم خپريدو ټول خلک لړزولي دي. يو عيني شاهد يو لنډ فلم خپور کړی دی چي پکښي ليدل کيږي څنګه يوه آلماني پوليس په خپل زنګون سره د يوه ۱۵کلن هلک پر سر باندي فشار راوړي او هغه يې پر مځکه پرې ايستلي دي.

https://p.dw.com/p/3hAyq
Symbolbild Polizei und Bundespolizei
انځور: picture-alliance/HMB Media/H. Becker

په يوه ۲۸ ثانيه يي ويډيويي فلم کي ښکاري چي څنګه د دوسلدورف د ښار پوليس د شنبې په ماښام د يوه ۱۵کلن هلک پر سر چي پر مځکه پروت دي، فشار راوړي.

د نوردراين وستفالين ايالت داخله وزير هربرت رويل په ډيري انديښنې سره ويلي چي ددغي ويډيو له لومړنۍ لحظې څخه يې سخت ټکان خوړلي دي.

اوس ددغي ويډيو خپريدل چي په امريکا کي د تورپوستي جورج فلويد په وړاندي د پوليسو چلند ته ورته ده، سخت جنجالونه راپورته کړي.

د پلټونکو په خبره په دغه ويديو کي چي تيره هفته په چټکۍ سره په ټولنيزو رسنيو کي خپره سوه، ليدل کيږي چي څنګه يو ۱۵ کلن ځوان په تړلو لاسونو پر مځکه پروت دی، يو پوليس يې پرملا او هغه بل يې پر سر باندي ګونډه وهلې ده. د ويديو شاته چي ښايي د فلم اخيستونکي ږغ وي، اوريدل کيږي چي، زنګون دي ايسته کړه، وروره دا کومه شوخي نه ده!

د جرمني د نوردراين وستفالين ايالت داخله وزير رويل ددغي ويديو تر ليدو وروسته سمدستي وويل چي «ماهم سخت ټکان وخوړ» او امر يې وکړ چي ژر تر ژره دي موضوع وڅيړل سي. د هغه په خبره د شنبې په ماښام پوليسو په يوه رستوران کي د بلواکوونکو له يوې حملې څخه خبر ترلاسه کړی وو، دغه ۱۵ کلن هلک که څه هم په هغو کي شامل نه وو خو په خپله يې مداخله وکړه او له پوليسو سره په فزيکي شخړه کي راښکيل سو.

پر يوې المانۍ پوليسي د يوه مهاجر د جنسي تيري هڅه

د څو تنو د څرګندونو او لومړنيو پلټنو پر اساس هغه په خپله پوليسو ته ښکنځل کول او وروسته يې پر هغو حمله وکړه.

رويل ويلي چي د پوليسو د عملياتو په چوکاټ کي د يوه سړي پر غاړه باندي فشار ورکولو ته اجازه نه ورکول کيږي له همدې کبله بايد موضوع په دقيق ډول وڅيړل سي.

د څارنوالۍ په حواله اوس ددغه پوليس په وړاندي د شکنجې په تور پلټني پيل سوي دي. همدارنګه پر دغه ځوان هم تور لګول کيږي چي پوليسو ته يې توهين کړی دی او پر هغو يې فزيکي حمله کړې ده. د رپوټونو په حواله دواړوو خواته ته جسمي تاوان نه دي رسيدلي.

د دغي ويديو تر خپريدو وروسته مخالفو خواوو هم غبرګونونونه ښودلي. د سوسيال ديموکرات ګوند ځينو غړو ويلي دي: «موږ هيله من وو چي جورج فلويد ته ورته تصويرونه هيڅکله په آلمان کي خپاره نه سي.» له زرغون ګوند څخه د داخلي چارو کارپوهي ويريانا شيفر په خپل تويتر کي ليکلي: «دا چي يو پوليس په خپل زنګانه سره د يو چا پر غاړه يا ملا باندي چي پر مځکه پروت وي فشار راوړي، مناسب چلند نه دي.»

له بلي خوا د نورد راين وستفالين ايالت د پوليسو د اتحاديې مشر تر يوه حده د پوليسو په ملاتړ وايي چي د پوليسو دغه ډول چلند د څيړني وړ دی، خو هيچاته دا حق نه ورکول کيږي چي مخکي له مخکي قضاوت وکړي.

زموږ له آرشيف څخه: