1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

تر زرو ډېرو حاجيانو مړينه: څوک یې مسئوليت لري؟

۱۴۰۳ تیر ۱, جمعه

د حج په سږنيو مراسمو کې د مړو شويو کسانو شمير تر زرو اوښتی دی. اوس په دې اړه بحث روان دی چې د دې مړينو له پاره څوک او يا څه ګرم دي: نامناسب انتظام، ډېره تودوخه او يا د بې اجازې راغلو حاجيانو پراخ حضور؟

https://p.dw.com/p/4hMt0
د ۲۰۲۴م کال د حج په مراسمو کې تودوخه تر ۵۰ سانتي ګراد اوښتې وه
د ۲۰۲۴م کال د حج په مراسمو کې تودوخه تر ۵۰ سانتي ګراد اوښتې وهانځور: Rafiq Maqbool/AP Photo/picture alliance

په عربي ژبي ټولنیزو رسنيو کې روانه اونۍ د سعودي عربستان څخه راغلي ټکان ورکوونکي انځورونه لاس په لاس کيږي. په ويډيوګانو او انځورونو کې ليدل کیږي چې بې هوښه شوي حاجيان د سړکو پر غاړو او يا په ويلچيرنونو کې پراته دي، ظاهراً مړه او يا مرګ ته نږدې.

دغه کسان چې احرامونه یې پر تن دي، مخونه یې په يوه ټوټه پوښل شوي. په يو شمير انځورونو کې جسدونه ليدل کيږي چې ښايي لا هم هلته پراتي دي او نه دي انتقال شوي.

په ټولنیزو رسنيو کې د يوه کنګوسي په توګه لاس په لاس کيدونکي خبرونه اوس د حج د مراسمو تر پای وروسته تصديق شوي: يعني دا چې په سعودي عربستان کې په سونه حاجيان ظاهراً د ډېرې تودوخې او اوبو او سيوري د نه شتون له کبله مړه شوي دي.

د مکې معظمې په مقدس ښار کې د حج د مراسمو پر وخت چې د تېرې اونۍ په پای کې پېل شوي ول، د تودوخې درجه ۵۱،۸ سانتي ګراد درجو ته رسېدلې وه.

سږ کال سعودي عربستان ته د حج په مراسمو کې د ګډون له پاره له ټولې نړۍ څخه د څه نا څه ۱،۸ میليون مسلمانانو د ورتګ انتظار کیده. حج چې د اسلام له پنځوو بناو څخه يو دی، د نړۍ تر ټولو ستره مذهبي اجتماع ده.

د سعودي عربستان د روغتيا وزارت سرچينو رويترز خبري آژانس ته ويلي ول چې د «ګرمۍ وهلو» کابو ۲۷۰۰ قضيې یې ثبت کړي دي. خو تر دې وروسته دغه هېواد په دې اړه او د همدا راز د حاجيانو د مړينې په اړه تر اوسه رسمي او تازه ارقام نه دي خپاره کړي.

خو د فرانسې د خبري آژانس په حواله چې په دې وروستيو ورځو کې یې له بېلا بېلو سرچينو او هېوادونو څخه د تلفاتو شميرې راټولي کړي دي، د مړو شمير تر زرو اوښتی دی. 

د مصر، عراق، اندونیزيا، سينیګال، اردن، ایران، هند او تونس د حکومتونو په حواله د دغه هېوادونو اتباع مړه شوي دي. له مړو شويو څخه یې ښايي تر ۳۰۰ ډېر مصريان وي.

د اندونیزيا د روغتيا وزارت هم د خپلو ۱۴۰ اتباعو د مړينې خبر ورکړی دی.

په دې تيرو څو کلونو کې سعودي چارواکو په دوبي کې د تودوخې د لوړې درجې د زغملو له پاره د بېلا بېل اقداماتو پر لاره اچولو هڅه کړې ده لکه د اوبو د توزيع او د اوبو د پاشلو دستګاو له لارې. خو پر دې سربیره هم داسې انګيرل کيږي چې د دې اوسنيو مړينو علت ډېره ګرمي وه.  حاجيان ډېر یې د ستر عمر کسان دي او د ډېرې ګرمۍ د زغملو توان نه لري.

د لټون مايوسه کوونکې هڅې

کيدای شي د مړو شمير نور هم لوړ شي. د هغو زيارت کوونکو د کورنیو غړي او دوستان چې د حج له پاره مکې ته رسېدلي ول خو اوس لادرکه دي، اوس هم د سعودي عربستان په روغتونونو کې په هغو پسې لټه کوي او يا په ټولنیزو رسنيو کې له خلکو څخه په دې مورد کې د مرستې غوښتنه کوي.

د مصر د جنوب اسوان ښار څخه د ايهلسا، په نوم يو حاجي چې نه غواړي بشپړ نوم یې په ډاګه شي، د وټس اپ د لارې دويچه ويله ته ويلي: «که رښتيا ووایم سږ کال د حج مراسم د شرم وړ وو. ډېره سخته وه، په ځانګړي د ډبرو ویشتو پر وخت خلک پر ځمکه لويدلي ول.»

نوموړی زياتوي چې په څو ځلي مو امنيتي چارواکو ته د هغوی حاجيان په اړه وويل چې پر ځمکه لوېدلي ول.

څوک او يا څه مقصر دي؟

مکې ته د راغلو حاجيانو په هېوادونو کې په دې اړه جدي بحثونه پېل شوي دي چې د دې مړينو مسئوليت د چا پر غاړه دی او يا دا چې اصلي علت یې څه وو؟

د حج د مناسکو د ادا کولو له پاره زيارت کوونکي سعودي عربستان ته د داخليدو له پاره د دې هيواد د حکومت رسمي اجازې ته اړتيا لري.

دا چې تر هغه ډېر مسلمان چې ظرفيت ورته موجود دی، غواړي چې حج ترسره کړي، نو سعودي عربستان هر کال هېوادونو ته سهميه ټاکي. په ماضي کې هم ازدحام او ډېره ګرمي جدي ستونزې وې.

سعودي عربستان ته د حج سفر معمولاً د مسافرتي شرکتونو له خوا تنظيميږي چې په سيمه کې له اسلامي ټولنو او يا مسجدونو سره ارتباط لري. هغوی په مکه کې د حاجيانو د استوګنې د ځای، خوړو او د تګ راتګ لارې چارې تنظيموي.

د يو شمير قربانيانو کورنۍ د سعودي او يا د خپل هېواد چارواکي د نامناسب انتظام او يا د شديدې ګرمۍ په مقابل کې د ناقصې سرپناه له کبله ګرم ګڼي.

نور بيا د دې وضعيت پړه پر هغو ور اچوي چې په پټه مکې ته داخل شوي، يعني ثبت شوي نه وو. د روانې اونۍ په پېل کې د سعودي عربستان د عمومي امنيت مشر محمد بن عبدالله البسامي، له هغو ۱۷۱ زرو کسانو په اړه خبر ورکړی وو چې د حج د مراسمو د پېليدو ترمخه په دغه هېواد کې ول. د عربستان امنيتي ادارو د دې تر مخه د هغو کسانو په نیولو هم لاس پورې کړې وو چې غوښتل یې پرته له جوازه د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

هغه زيارت کوونکي چې ثبت شوي نه وي، له يو شمير آسانتياو لکه ايرکنډشنرونو، اوبو او اوبو پاشلو له سيسټمونو بې برخې وي او ښايي همدا د تلفاتو باعث ګرځيدلي وي.

د خيمو کمښت

د مصر د يوه خصوصي توريستي شرکت مشر چې له کلونو راهېسې مصري حاجيان مکې معظمې ته انتقالوي او نه یې غوښتل نوم یې په ډاګه شي، دويچه ويله وويل چې هر څه په سيچمه توګه نه وو تنظيم شوي او دا چې د ټولو له پاره کافي خيمې هم موجودې نه وې.

په داسې حال کې چې د تورونو او همدا راز د مرستې له پاره غوښتنې دوام لري، يو شی ثابت دی: دا چې د حج په مراسمو کې تودوخه د زياتېدو په حال کې ده.

د ۲۰۱۹ کال يوه څېړنه چې په دې موخه ترسره شوې وه چې آيا د حج په مراسمو کې د حاجيانو له پاره د ګرمۍ په مقابل کې ترسره شوي اقدامات مناسب ول او که نه، ښوولې ده چې که څه هم چې په دې تړاو رسمي اقدامات اغیزمن دي خو له دې واقعيت څخه هم تېښته ممنکنه نه ده چې د اقليم بدلون د حج مراسم هر کال پسې ګرموي او په دې توګه د حاحيانو له پاره لا پسې خطرناک کوي. 

ب. ص/ ا.ا (Mohamed Farhan)