1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستسعودي عربستان

د حج په مراسمو کي د سختې گرمۍ له امله ۱۹ کسان مړه سوي

۱۴۰۳ خرداد ۲۸, دوشنبه

په مکه کي د حج مراسمو د ادا کولو پر وخت د هوا د تودښت ډېرښت، د حاجیانو له پاره ستونزي رامنځته کړي دي. تر اوسه پوري دوو هیوادونو د خپلو ۱۹ اتباعو د مړيني خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4h831
Saudi-Arabien Hadsch
انځور: Rafiq Maqbool/AP Photo/picture alliance

د ایران او اردن څخه خبرونه ورکړل سوي دي چي د دغو دواړو هیوادونو ۱۹ زیارت کوونکي د حج  مراسمو د اداکولو پر وخت مړه سوي دي.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چي ۱۴ زیارت کوونکو يې د سختي گرمۍ له امله مړه سوي دي او ۱۷ نور یې لادرکه دي. د جسدونو د انتقال او د هغوی د ښخولو کار جریان لري.

سربیره پر دې د ایران هلال احمر، هم ویلي دي چي ۵ ایراني زیارت کوونکي په مکه او مدینه کي د سختی گرمۍ له امله مړه سوي دي.

د سعودي عربستان چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. لکه څنگه چي دغه ارقام یوازي د دوو هیوادونو له خوا وړاندي سوي دي، د دې امکان سته چي د مړه سوو کسانو مجموعي شمیر تر دې هم لوړ وي.

کارپوهانو وړاندوینه کړې وه چي د هوا تودښت، ښايي د دوشنبې په ورځ تر ۴۷ درجې سانتي گراد پوري ورسیږي. د سعودي عربستان د عامي روغتیا وزارت له ټولو حاجیانو غوښتي دي چي ځانونه له گرمۍ څخه وساتي، په کافي اندازه اوبه وڅښي او د ورځي په گرمو ساعتونو کي په آزاده هوا کي ونه گرځي او هڅه دي وکړي چي په خپلو استوگنځایونو کي پاته سي.

د مسلمانانو  د حج مراسم په نړۍ کي یو له تر ټولو سترو غونډو څخه شمیرل کیږي. د سعودي عربستان دولتي خبري آژانس «اس پي آ» د یکشنبې په ورځ د رسمي ارقامو له مخي رپوټ ورکړی دی چي سږکال څه د پاسه ۱،۸۳ میلیونه مسلمان زیارت کوونکي، مکې ته راغلي دي. سږکال د حج  مراسمو له پاره شاوخوا ۸۸ سلنه گډون کوونکو له بهر څخه سعودي عربستان ته سفر کړی دی. 

لکه څنگه چي د سعودي عربستان احصایې ښیي، د نارینه زیارت کوونکو کچه ۵۲ سلنه ده چي دا تر ښځو زیارت کوونکو یو څه ډېره ده.

څه د پاسه ۱،۵میلیونو زیارت کوونکو په الوتکو کي سعودي عربستان ته سفر کړی دی. شاوخوا ۸۵ سلنه یې له عربي او آسیايي هیوادونو څخه دي. د دغو ارقامو له مخي له اروپا، امریکا او آسترالیا څخه راغلي زیارت کوونکي د سږکال د ټولو حاجیانو ۳ سلنه جوړوي.

د عربستان د اوبو رسولو چارواکو، یوازي د شنبې په ورځ په مکه او د زیارت کولو ځایونو کي د څښاک اوبو  مصرف شاوخوا یو میلیون متره مکعب اعلان کړ.

د حج مراسم د جمعې په ورځ په مکه کي پر سختې گرمۍ سربیره پیل سول. چارواکو د ۴۰ درجې تودښت له امله له زیارت کوونکو څخه وغوښتل چي له خپل ځان سره سایوانونه (چترۍ) انتقال کړي.

د تیر کال د حج په مراسمو کي څه ناڅه دوو میلیونو کسانو برخه اخیستې وه.

GP/NZ/AG