1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین او امریکا د تایوان پر مسئلې خبرې کړي

۱۴۰۱ مهر ۲, شنبه

د چین او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډي په څڼده کې سره لیدلي دي. امریکا د تایوان پر امنیت او ثبات ټینګار کړی، خو چین یو وار بیا امریکا ته خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/4HHws
د چين او امريکا متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزيران
د چين او امريکا متحده ايالاتو د باندنيو چارو وزيرانانځور: David 'Dee' Delgado/AP/picture alliance

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ ژی، د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د سپتامبر ۲۳نېټه) د ملکرو ملتونو په عمومي غونډه کې له یوه بل سره خبرې کړي دي.

دواړو مشرانو یو بل ته هرکلی ووایه او له خپلو معینانو سره یوځای یي په یوه ناسته کې ګډون وکړ، خو د خبریالانو پوښتنو ته یي هیڅ ځواب ونه وایه.

مخکې تر دې دغو دواړو د بهرنیو چارو وزیرانو په جولای میاشت کې د انډونیزیا په بالي ښار کې سره لیدلي ول. په دغه لیدنه کتنه کې بلنکن د اوکراین پر ضد د روسیې د جګړې په ارتباط د چین پر دریځ د فشار اچولو کوښښ کړی و.

چين؛ پخوانی مرستيال وزير د اختلاس په تور په اعدام محکوم سو

په نیویارک کې له خپل چینایي سیال سره تر لیدنې کتنې مخکې انتوني بلنکن د استرالیا، جاپان او هند له بهرنیو چارو وزیرانو سره هم ملاقات کړی و. دغه ټول مشران د کواډ ګروپ پورې تعلق لري چې په دې وروستیو کلونو کې د هند د بحرالکاهل د امنیت په ارتباط اکثره له یوه بل سره ملاقاتونه کوي.

د بیجنګ په نظر کواډ د امریکا هغه تګلاره ده چې په مرسته یي واشنګټن له خپلو متحدینو سره د چین د محاصره کولو کوښښ وکړي.

بلنکن د تایوان په تنګه کې پر امنیت او ثبات ټینګار کړی

د چین له بهرنیو چارو وزیر سره تر لیدنې کتنې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه اعلامیه کې ویلي دي امریکا له چین سره د اړیکو له پاره لارې خلاصې پرېښودلي دي او امریکا دا خبره تکراروي چې واشنګټن د «ون چائنا» یا متحد چین پر خپلې تګلارې ولاړ دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرائس وویل چې بلنکن پر دې خبرې ټینګار کړی دی چې په ابنای تایوان کې ثبات د سیمه ایز او نړیوال امینت او ثبات له پاره ډیر مهم دی.

نوموړي پر اوکراین د روسیې د برید غندنه وکړه او چین ته یي خبرداری وکړ چې که د اوکراین پر ضد جګړه کې د مسکو ملاتړ وکړي، نو بیجینګ ته به عواقب ولري.

نوموړي پر دې خبرې هم ټينګار وکړ چې امریکا له چین سره پر هغو مسائلو خبرو اترو ته تیار دی، چیرې چې د دواړو هیوادونو ګټې په ټکر کې نه وي.

بایدن: د چین د یرغل په صورت کې به امریکايي ځواکونه د تایوانه دفاع وکړي

د چین خبرداری

رویټرز خبري آژانس د چین د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په حواله ویلي دی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر له خپل امریکایي سیال سره په خبرو کې ویلي دي چې واشنګټن د تایوان په ارتباط «ډیر غلط او خطرناک اشارې» استوي.

د اعلامیې په اساس هغه زیاته کړې ده، هر څومره ډیر چې د تایوان آزادانه فعالیتونه ډیریږي، په هم هغه اندازه د سوله ایز حل امکان کمیږي. د اطلاعاتو مطابق وانګ پر دې خبرې هم ټينګار کړی دی امریکا د تایوان خپلواکمنۍ او سیمه ایز امنیت ته د زیان اړولو کوښښ کوي.

تیره میاشت تایوان ته د امریکا د استازو د مجلس مشرې نانسي پلوسي تر سفر او بیا له تایوان ټاپو څخه د دفاع کولو په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن تر څرګندونو ورسته، د دواړو هیوادونو ترمنځ کشمکش زیات شوی دی. د یادونې وړ ده چې چین تایوان د خپلې خاورې یوه برخه ګڼي.

د دې اونۍ په لومړیو کې د امریکا ولسمشر ویلي و چې د چین د برید په صورت کې به امریکایي ځواکونه د تایوان څخه دفاع وکړي، بیجینګ پر دې خبرې سخته نارضایتي ښودلې وه. بیجینګ په ځواب کې ویلي و چې واشنګټن ته په کار ده چې د تایوان د آزادۍ په هکله دې غط سګنالونه نه لیږي.

له انتوني بلنکن سره تر خبرو لږ مخکې وانګ ژی، له تایوان څخه د امریکا د ملاتړ په اړه خپله غوسه څرګنده کړې وه. هغه ویلي وو: «د تایوان مسئله د چین او امریکا په اړیکو کې په تر ټولو لوی خطر بدلیدونکې ده. که په همدې طریقې سره وپالل شي، نو د دې ډير امکان شته چې دا به د دغو دوه اړخیزو ارتباتاتو د لمنځه وړلو سبب شي.»

نوموړي زیاته کړه لکه څرنګه چې امریکا خپل هوائې ایالت ته د جلا کیدو اجازه نه ورکوي، دقیق په همدې ډول چین هم د خپل هیواد د متحده ساتلو حق لري.

آژانسونه: ش.ن/ ا.ا.