تایلنډ: له پوځیانو سره نښته کې ۱۵ شکمن قاچاقچیان وژل شوي
۱۴۰۲ آذر ۲۷, دوشنبهدغه نښته د شنبې ورځې په ماښام د ټایلند چیانګ رای ولایت اړوند، مای فاه لوانګ ولسوالۍ کې «ګولدن ترینګل» ته نژدې سیمه کې شوې ده. ګولدن ترینګل هغه ځای دی چې د ټایلند، میانمار او لائوس هېوادونو سرحدونه په کې یوځای کيږي او له پخوا د مخدره موادو د قاچاق مرکز ګڼل کيږي.
د ټایلند د پوځ یوه چارواکي د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې چارواکو تر وسلوالې نښتې وروسته ۱۷ بکسونه چې څه د پاسه ۲ ميلیونه آمفتامين ټابليت په کې ځای پر ځای شوي ول، وموندل. آمفتامين د مخدره موادو په توګه هم کارول کيږي چې ډېره استفاده ېې په کارونکي شخص کې د اعتیاد سبب کيږي.
یاد چارواکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وويل: «تر اوسه روښانه شوې نه ده چې وژل شوي کسان ۱۵ واړه ېې تايلنډیان دي یا نه.»
میانمار د آمفتامين تابليټونو تر ټولو مهم غیرقانوني تولیدونکی هېواد دی، چې تر ټولو ډېره برخه ېې د ټایلند او لائوس هېوادونو له لارې په کښتیو کې قاچاقيږي.
د تایلنډ په شمال کې میانمار سره د سرحدي علاقو په ځنګلونو کې د ګزمه کونکو پوځیانو او د مخدره موادو د قاچاقچیانو تر منځ خونړۍ نښتې غیرمعمول خبره نه ده. د همدې روان میلادي کال په سپتمبر مياشت کې هم په یوه نښته کې د پولیسو یو افسر او یو قاچاقبر وژل شوی وو. د همدې هیواد په چیان رای ایالت کې یو کال مخکې د پوځ په یوه نښته کې ۱۵ مشکوک کسان چې غوښتل ېې له سرحده واوړي، ووژل شول.
(AFP)mks/nz