1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عرب مسلمان وزيرانو په غزه کې د اوربند غوښتنه کړې

۱۴۰۲ آبان ۲۹, دوشنبه

د عرب مسلمان هېوادونو وزیرانو د دوشنبې په ورځ په غزه کې د فوري اوربند رامنځ ته کېدو غوښتنه وکړه. د دوی استازي د چين د ملاتړ په هيله په بیجنګ کې راټول شوي، خو په چين کې د اسرائيل استازې ويلي چې اوس د اوربند وخت نه دي.

https://p.dw.com/p/4ZAYG
China Peking | Außenminister Wang Yi trifft Vertreter Arabischer Länder
انځور: Pedro Pardo/AFP/Getty Images

یادو وزیرانو په داسې وخت کې د اوربند غوښتنه کړې چې د دوی استازي د لومړي ځل له پاره د فلسطين په جګړه ځپلې سيمه کې د جګړې د پای او بشري مرستو ته د اجازه ورکولو له پاره پر امریکا او اسرائيل د چین له خوا د فشار واردولو په موخه بيجنګ ته تللي دي.

ټاکل شوې چې دغه استازي به د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د پنځو دايمي غړو سره هم وګوري تر څو هغوی هم دې ته وهڅوي چې پر غرب فشار وارد کړي چې د اسرائيل د خپلې دفاع په نوم د فلسطينيانو پر ضد اقدامات رد او هغه توجيه نه کړي.

کوم استازي چې د دوشنبې په ورځد چین له خارجه وزير وانګ سره ګوري، د نورو ترڅنګ د سعودي عربستان، اردن، مصر، اندونیزيا او د فلسطين او د اسلامي همکاريو له سازمان څخه دي.

د حماس له خوا چلوونکی د غزې حکومت وايي چې د اسرائيلي ځواکونو په حملو کې تر اوسه د ۵۵۰۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳زره فلسطینیان وژل شوي دي
د حماس له خوا چلوونکی د غزې حکومت وايي چې د اسرائيلي ځواکونو په حملو کې تر اوسه د ۵۵۰۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳زره فلسطینیان وژل شوي ديانځور: Marwan Saleh/AP/picture alliance

د دوی له ډلې د سعودي عربستان خارجه وزير، شهزاد فیصل بن فرحان السعود وويل: «موږ دلته راټول شوي يو چې يو واضح پيغام واستوو: هغه دا چې موږ باید فورا جګړه او وژنې ودروو، موږ باید په سملاسي توګه غزې ته بشري اکمالات ورکړو.»

د اسلامي همکاريو سازمان روانه مياشت په ریاض کې هم یوه فوق العاده غونډه درلوده چې په هغې کې ېې د جرمونو له نړيوالې محکمې څخه وغوښتل چې د فلسطينيانو په سیمه کې دې هغه د دغه سازمان په وينا «بشر ضد جنګي جرمونو او جنایاتو چې اسرائيل ېې ترسره کوي» په هکله تحقیقات وکړي.

د سعودي عربستان شهزاد، محمد بن سلمان،په غزه کې شخړو ته د پای ته رسولو په موخه پر متحده ايالاتو او اسرائيل فشار واردوي او د خپل دغه پيغام د لا تقويي له پاره ېې له عرب رهبرانو سره وکتل.

د حماس جنګيالو پر اسرائيل د اکتوبر ۷مې حملې پرمهال شاوخوا ۲۴۰ تنه یرغمل ونيول، دغه اقدام اسرائيل هڅولی تر څو د حماس ډلې د لمنځه وړلو په موخه پر غزې تړانګې پوځي یرغل وکړي.

 رياض هڅه کوي چې پر امریکا متحده ایالاتو او اسرائيل د فشارونو په راوستلو او د اسلامي همکاریو سازمان سره په کتو د غزې شخړې ته د پای ټکی کيږدي
رياض هڅه کوي چې پر امریکا متحده ایالاتو او اسرائيل د فشارونو په راوستلو او د اسلامي همکاریو سازمان سره په کتو د غزې شخړې ته د پای ټکی کيږديانځور: Saudi Press Agency/dpa/picture alliance

د حماس له خوا چلوونکی د غزې حکومت وايي چې د اسرائيلي ځواکونو په حملو کې تر اوسه د ۵۵۰۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۳زره فلسطینیان وژل شوي دي.

په بیجنګ کې د اسرائيل سفېرې، ايريت بن-آبا، د راټولو شوو استازو په هلکه غبرګون ښودلی دی. هغې د دوشنبې په ورځ بهرنيو خبریالانو ته په یوه لنډه وينا کې وويل چې هغه هېله منده ده چې «له دغې کتنې څخه د اوربند په هکله کومه اعلاميه خپره نشي، اوس ېې وخت نه دی.»

د چين وانګ د دې خبرې په کولو چې بيجنګ د «عرب او مسلمان هېوادونو یو ښه ملګري او ورور» پاتې شوی، زياته کړې چې دغه هېواد تل په قاطعیت سره د فلسطينانو د عادلانه حقونو غوښتنو د اعادې ملاتړ کړی دی.

وانګ د دوشنبې په ورځ وويل چې چین هڅه کوي چې «په غزه کې د امکان تر حده ژر جګړه پای ته ورسيږي...»

 (Reuters) mks/aa/bs

پر ورته موضوع یو انځوریز البوم (آرشیف13.10.2023) 

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل