1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورتآسیا

بنګله دېشي کرکټر شکېب الحسن پارلماني ټاکنې ګټلي

هيلۍ اسد
۱۴۰۲ دی ۱۸, دوشنبه

د بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او د نړۍ په کچه د یو ورځنیو لوبو لومړی مقام لرونکی الرونډر شکېب الحسن د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد په عمومي ټاکنو کې د پراخو رایو وړلو وروسته د پارلمان څوکۍ ګټلې ده.

https://p.dw.com/p/4axvl
Cricket ICC WM 2023 ODI | Pakistan - Bangladesch
انځور: DIBYANGSHU SARKAR/AFP/Getty Images

د بنګله دېش د کرېکټ ملي لوبډلې پیژندل شوي ستوري شکېب الحسن د خپلې بریا په لومړۍ ورځ خپل یو مینه وال په څپېړه وهلی چې په ټولنیزو رسنیو کې یې ګڼ غبرګونونه پارولي دي.

شکېب الحسن د بنګه دېش په عمومي ټاکنو کې د عوامي لیګ په مشرۍ د لویدیځ ښار ماګورا څخه برخه اخېستې وه چې تیره ورځ د پایلو د اعلان پر مهال د اکثریت رایو په ترلاسه کولو سره بریالی شوی دی.

د ‌ډهاکه ټریبیون ورځپاڼې په وینا چې شکېب الحسن د لویدیځ ښار ماګورا د خپلې ټاکنیزې حوزې څخه د ۱۸۵،۳۸۸ رایو په ترلاسه کولو سره بریالی شوی دی.
په عین وخت کې د بنګله دیش د کریکټ بل پیژندل شوی ستوری مشرفی مرتضی هم سیاست ته راغلی دی او نوموړي هم د بنګله دیش په عمومي ټاکنو کې د پارلمان څوکۍ ګټلې ده.
شکېب الحسن د بنګله دېش لپاره خپله وروستۍ نړیواله لوبه د سریلانکا پر وړاندې په تیر پنځوس اوریز نړیوال جام کې ترسره کړه.

نومړي ټاکنو کې د کمپاین پر مهال ویلی وه چې له کرېکټ یې تقاعد نه دی اخېستې بلکې د یو څه وخت لپاره دمه دی چې بیرته به کرېکټ ته راشي.

د شکېب الحسن په لوبډلمشرۍ بنګله دېش په تیر نړیوال جام کې یوازې دوه لوبې وګټلې او په جدول کې یې اتم ځای خپل کړ.

په بنګله دیش کې د اپوزیسیون ګوندونو دغه ټاکنې تحریم کړي دي چې وروسته له هغې تمه کیږي لومړۍ وزیره شیخ حسینه به په پرله پسې ډول د څلورم او په مجموع کې د پنځم ځل له پاره د صدارت مقام ته ورسیږي. په بنګله دیش کې په دې ټاکنو کې د ۳۰۰ پارلماني چوکیو له پاره په مستقیم ډول د نږدې ۲۰۰۰ نوماندانو ترمنځ سیالۍ شوي دي.

بنګله دیش اوسمهال له سیاسي کړکیچ سره مخامخ دی، ځکه سیاسي مخالفین د ټاکنو اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي. له ټاکنو مخکې د خراب اقتصادي وضعیت، بشري حقونو تر پښو لاندې کیدو او د اپوزیسیون د سرکوب کولو پر ضد مظاهرو له کبله دغه هیواد ډیر اغیزمن شوی دی.

.