1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان کې وسله والو پر لويه لار شاوخوا ۵۰ کسه سپرلۍ وژلې ده

۱۴۰۳ شهریور ۵, دوشنبه

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې وسله والو کسانو د لویې لارې څو موټر تلاشي کړي او وروسته یې پر سپرلیو ډزې کړي دي. د دغه هېواد د امنیتي چارواکو په خبره چې په دې پېښه کې له ۵۰ ډیر کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/4jupg
په بلوچستان ایالت کې له پېښې وروسته د سوځېدلو موټرو وضعیت
بلوچستان ایالت کې د پېښې سېمهانځور: AFP/Getty Images

د موسی خېلو ولسوالۍ یوه لوړ پوړي چارواکي نجیب الله کاکړ د دوشنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې وسله والو کسانو د پنجاب او بلوچستان تر منځ پر لویه لار د لویو بسونو، لاریو او د سپرلۍ څو واړه موټر درولې او وروسته یې پرې ډزې کړي دي. په دغه پېښه کې له ۵۰ ډیر کسان وژل شوي او یو شمېر ټپیان دي.

د دغه چارواکي په خبره چې زیاتره وژل شوي وګړي د پنجاب ایالت اوسېدونکي دي.

د پولیسو لوی درستیز ایوب اڅکزي رویټرز خبري آژانس ته ویلي دي چې وسله والو کسانو د شنبې په شپه د دغه هېواد په ناکراره صوبه بلوچستان کې لویه لاره بنده کړې، مسافر یې له موټرو ښکته کړي او د شناختي کارډونو له کتلو وروسته یې په ډزو وژلي دي.

دا پېښه د دوشنبې په سهار د بلوچستان ایالت په موسی خېلو ولسوالۍ کې شوې ده. کاکړ ویلي دي چې د موټرونو په دواړو مسیرونو کې د پنجاب اوسېدونکي له پېژندلو وروسته د وسله والو کسانو له لوري وژل شوي دي.

د کاکړ په خبره چې په وژل شويو کې ١٩ د پنجاب او درې نور د بلوچستان اوسېدونکي دي.

د دغه سيمې ځایي مرستيال کمېشنر حامد ظاهر وايي، وسله والو نه يوازې مسافر، بلکې د ډبرو سکرو بار وړونکو لاریو چلوونکي هم وژلي دي.

د کاکړ په خبره چې په دغه پېښه کې لږ تر لږه  ۳۵ لارۍ هم سوځول شوي دي.

افغانستان او ایران ته نږدې بلوچستان ایالت چې د پاکستان په جنوب لویدیځ کې پروت دی، د دغه هېواد یو له نا امنه ایالتونو ګڼل کېږي.

په دې سیمه کې له څو لسیزو راهیسې بېلتون غوښتونکي له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. په یاده سېمه کې د پاکستاني طالبانو په څېر یو شمېر اسلامپالې ډلې هم فعالې دي.

یوه بل ځایي چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) احتمالاً د دې پېښې مسوول دی. د بلوچستان د ازادۍ غورځنګ په دغه سېمه کې تر ټولو فعال وسله وال بېلتون غوښتونکی غورځنګ دی. تر اوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر، محسن نقوي د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې «دغه بریدونه د یوه منظم پلان له مخې شوي څو په پاکستان کې انارشي رامنځ ته کړي او زیاتوي چې تر پیښې وروسته امنیتي ځواکونو ۱۲ وسلوالو وژلي دي.» په اعلامیه کې په دې هکله نور جزئیات نه دي ورکړل شي.

ه/ح.ن.ز (آژانسونه)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب