1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستد فلسطین سیمه

بایډن د غزې په شخړه کې د بشري وقفې غوښتنه کړې

۱۴۰۲ آبان ۱۱, پنجشنبه

جو بایډن د اسرائیل او حماس ترمنځ جګړه کې د بشردوستانه «وقفې» غوښتنه کړې، څو یرغمل شوي کسان وکولی شي له غزې څخه ووځي. له فلسطیني مهاجرو سره د ملګرو ملتونو د مرستې سازمان یو وار بیا د اوربند غوښتنه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4YJ1p
Washington White House Biden Rede Israel Ukraine
انځور: Jonathan Ernst/AFP

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اسرائیلي پوځ او حماس ترمنځ د جګړې درولو غوښتنه کړې ده، څو «بندیان» وکولی شي له غزې تراډې څخه ووځي. هغه وویل: «فکر کوم مونږ یوه توقف ته اړتیا لرو. توقف یعنې وخت ورکول چې بندیان وکولی شي ووځي.»

یو ساعت وروسته سپینې ماڼۍ وضاحت ورکړ چې له «بندیانو» څخه د بایډن موخه هغه یرغمل دي چې د حماس ترهګرو له خوا تښتول شوي دي.

سپينې ماڼۍ تر اوسه پورې د اوربند خبره نه ده کړې، ځکه په خبره یې دا ډول اقدام به یوازې د حماس په ګټه وي. په همدې دلیل د اوربند پر ځای د مرستو یا د ملکیانو د تخلیې په خاطر د «انساني وقفې» غوښتنه یې کړې ده.

«له اسلام فوبیا سره د مقابلې له پاره د امریکا هڅې»

د امریکا متحده ایالاتو حکومت «له اسلام څخه د ویرې پر ضد مبارزې له پاره ملي ستراتیژي» جوړه کړې ده. څو میاشتې مخکې لا تمه کیدله چې په امریکا کې به له اسلام فوبیا سره د مقابلې له پاره پروګرام پیل شي، خو په منځني ختیځ کې د نښتو پیلیدو دغه پروګرام لا زیات ګړندی کړ.

په همدې هکله د سپینې ماڼۍ ویاند وویل چې په امریکا کې «له چا سره د کرکې هیڅ ځای» شتون نه لري.

د امریکا د حکومت د دې اقدام مخينه د نورو ترڅنګ، د جو بایډن په هکله د مسلمانانو د بدبينۍ زیاتیدل، وروسته له هغې چې د دغه هیواد ولسمشر پر غزې تراډې د اسرائیلو بریدونه د حماس ترهګرې دلې د اکتوبر میاشتې د اوومې نیټې د بریدونو په مقابل کې غبرګون وباله او د اسرائیلو د دې اقدام ملاتړ یې وکړ.

له غزې تراډې څخه ۴۰۰ تنه د رفح بندر له لارې وتلي

په غزې تراډه کې د پوځي نښتو تر پیلیدو وروسته په لومړي ځل د رفح بندر له پرانیستل کیدو راهیسې تر ۴۰۰ ډیر کسان له غزې وتلي دي. په دوی کې الماني اتباع هم لیدل کیږي.

په هغو بهرنیو اتباعو کې چې د رفح بندر له لارې توانیدلي دي له غزې څخه ووځي، ۴ ایټالویان، ۵ فرانسويان، ۲۰ تنه استرالیایان او ۳۱ تنه اتریشي اتباع شامل دي. 

د مصر حکومت یوه مسئول چارواکي د چهارشنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې ۷۶ ټپي فلسطینیان او لږ تر لږه ۳۳۵ تنه بهرني پاسپورت درلودونکي یا دوه تابعته کسان مصر ته رسیدلي دي.

مصري چارواکو ویلي دي چې ټپیان په امبولانسونو کې له غزې څخه مصر ته انتقال شوي دي. د بې سرحده داکترانو سازمان په حواله همدارنګه ۲۰ زره ټپیان بې له دې چې طبي اسانیاو ته لاسرسی ولري، په غزې کې بند پاتې دي.

په دې وروستیو ورځو کې مرستندویه کاروانونه له دې سرحد څخه په تیریدو غزې ته رسیدلي دي. د چهارشنبې په ورځ هم په درملو او خوراکي توکو بار ۶۱ لارۍ وتوانیدل له دې سرحد څخه تیرې شي. د سه شنبې په ورځ هم پر مرسته شوو توکو بار ۵۹ لارۍ غزې ته رسیدلي وې.

آژانسونه: ش.ن/ ب.ص