1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران غواړي میلیونونه افغان کډوال اخراج کړي

۱۴۰۳ شهریور ۱۸, یکشنبه

ایران پر داسې پلان کار کوي چې له مخې یې وکولی شي په دغه هیواد کې میلیونونه بې اسناده افغان کډوالو په ډله ایزه توګه اخراج کړي. د ایران د کورنیو چارو وزیر ویلي چې غواړي د افغانانو اخراج د ۱۴۰۳ لمریز کال تر پایه بشپړ کړي.

https://p.dw.com/p/4kPF4
یو شمیر افغان کډوال چې له ایران څخه اخراج شوي او په هرات ولایت کې له ایران سره گډې پولې افغانستان اوړي
په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو په هکله په دغه هیواد کې سیاسي بحثونو یو وار بیا زور اخیستی دیانځور: DW/S. Tanha

د ایران حکومت پر داسې پلان کار کوي چې له مخې یې وکولی شي په دغه هیواد کې میشت میلیونونه بې اسناده افغان کډوال بیرته افغانستان ته اخراج کړي. په افغانستان کې د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته، میلیونونه نور افغان کډوال مجبور شول چې ایران ته مهاجرت وکړي. له دوی څخه ډیری یې په دغه هیواد کې د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري.

د ایران د کورنیو چارو وزیر، سکندر مومني، په دې وروستیو کې افغانستان ته د ناقانونه افغان کډوالو د اخراج خبر ورکړی دی. د ایران دغه چارواکي د صدا او سیما په نامه د ایران دولتي خبري آژانس ته ویلي: «د غیر قانانوي کډوالو حضور نه یوازې ټولنیز زیان لري، بلکې د محلي خلکو کاري فرصتونو ته هم زیان اړوي.»

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د کمیشنرۍ د شمیرو له مخې، په ایران کې اوسمهال شاوخوا څلور نیم میلیونه افغان کډوال موجود دي خو ایراني رسنۍ بیا د افغان کډوالو شمیر له دې هم لوړ ښيي.

له ایرانه هره ورځ څه کم ۵۰۰ مهاجر افغانستان ته اخراجیږي

د ایراني رسنیو د شمیرو له مخې، په ایران کې اوسهمال شاوخوا اته میلیونه افغان کډوال میشت دي چې له دې ډلې له څلور میلیونو ډیر یې د کډوالۍ قانوني اسناد نه لري. ویل کیږي چې د ایران حکومت غواړي افغانستان ته د ناقانونه افغان کډوالو د اخراج لړۍ د روان لمریز کال تر پایه یعنې د ۲۰۲۵م کال تر مارچ میاشتې پورې بشپړ کړي.

په دې وروستیو کې په ایران کې د افغان کډوالو د شمیر او اوسیدو په هکله په دغه هیواد کې سیاسي بحثونه یو ځل بیا تاوده شوي دي. په ایران کې افغان کډوال کارګر ایراني کار ورکوونکو ته د ایراني کارګر په نسبت ارزانه تمامیږي او د بیمې مصارف یې هم نه وي. له دوی څخه ډیری یې د تهران په شاوخوا سیمو کې کار کوي، داسې سیمې چې ورځنۍ عاید یې هم لږ دی.

په ورته وخت کې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، غواړي چې د ناقانونه افغان کډوالو په ډله ایز اخراج سره، د دغه هیواد خپلو کارګرو ته لا ډیر کاري فرصتونه رامنځ ته کړي.

آژانسونه: خ.ح/ ش.ن