1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران په یوه میاشت کې ۶۰ زره افغان کډوال اخراج کړي

۱۴۰۲ دی ۹, شنبه

ایراني چارواکو په تېرو ۳۰ ورځو کې څه باندې ۶۰ زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته استولي دي. ویل کیږي چې دغو کسانو په ایران کې د اوسیدو قانوني اسناد نه درلودل.

https://p.dw.com/p/4ajAB
Gazastreifen Deir Al Balah | Lebensmittelausgabe durch UNRWA
انځور: Ashraf Amra/Anadolu/picture alliance


په ایرانکې د تسنیم خبري اژانس د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د دسمبر ۲۹مه) راپور ورکړی چې زرګونه هغه افغان اتباع چې په ایران کې یې د اوسیدو قانوني اسناد نه درلودل، له دغه هیواده ایستل شوي دي. د هغو شمېرو پر بنسټ چې وړاندې شوې د تېرې یوې میاشتې په ترڅ کې څه باندې ۶۰ زره کسان له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې دا مهال په ایران کې شاوخوا ۳،۵ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي چې یو زیات شمېر یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.


په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته د افغانانو یوه بله لویه څپه ګاونډیو هیوادونو پاکستان اوایران ته کډوال شول.

ډیری افغان کډوال په هغو سکتورونو کې کار کوي چې لږ معاش ترلاسه کوي. د بیلګې په توګه، دوی په لویو ښارونو کې په ساختماني سکتورونو کې کار کوي.

د افغانستان بل گاونډي هیواد پاکستان په دې وروستیو کې په زرگونو افغانان په زوره خپل هیواد ته استولي دي. په دې وروستیو کې په اسلام اباد کې د دغه هېواد حکومت هغو افغانانو ته چې له قانوني اسنادو پرته په خپله خوښه له پاکستانه ووځي، ضرب الاجل وټاکه.

په پایله کې د روان کال له پیله تر ۴۰۰ زرو ډېر افغانان له پاکستانه وتلي او خپل هېواد ته ستانه شوي دي او دغه شمیرې ورځ تر بلې د لوړیدو په حال کې دي. ډیری افغان کډوالو له دې ویرې چې پاکستان به یې په زوره له دغه هېواده وباسي، په خپله خوښه افغانستان ته ستانه شول.

له ایرانه هره ورځ څه کم ۵۰۰ مهاجر افغانستان ته اخراجیږي