1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایران او پاکستان په یوه ورځ په سلګونو افغان کډوال اخراج کړي

۱۴۰۳ تیر ۲۸, پنجشنبه

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي دي چې څه باندې دوه زره افغان کډوال په یوه ورځ له ایران او پاکستان څخه په جبري او خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

https://p.dw.com/p/4iTOG
د افغانستان په ګاونډي هیوادونو ایران او پاکستان کې میلیونونه افغان کډوال میشت دي او د دغو هیوادونو له چلنده شکایت هم کوي.
په افغانستان کې پر سختو او ناوړه اقتصادي شرایطو سربېره نږدې هره ورځ له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري اخراج دوام لري.انځور: Ebrahim NorooziAP/picture alliance

په افغانستان کې پر سختو او ناوړه اقتصادي شرایطو سربېره نږدې هره ورځ له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري اخراج دوام لري.

په نیمروز ولایت کې د طالب چارواکو په خبره چې له ایران څخه هره ورځ د ۲۵۰۰ څخه تر ۳۰۰۰ پورې افغان کډوال ایستل کېږي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت د ایکس پاڼې په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې یوازې د چهارشنبې په ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۲۴۳ افغان کډوال

په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته راستانه شوي دي. دغه افغان کډوال د اسلام قلعه، تورخم او د نیمروز ولایت د ورېښمو د پل له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

د ننګرهار او هرات ولایتونو د سرحدي چارواکو د معلوماتو له مخې له پاکستان څخه د ۸ کورنیو په کډون ۳۱ کسان د تورخم بندر له لارې،  ۱۰۱۹ د اسلام قلعه بندر له لارې او ۱۱۹۳ نور نیمروز له لارې له ایران هېواد څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د سيمه ایزو رسنیو په خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې د ایران امنیتي چارواکو افغان کډوال او کورنۍ د اوسېدو پر لنډ مهالو سندونو سربېره هم له ایران څخه اخراج کړي دي.

اخراج شوي کسان د ایران د امنیتي ځواکونو له ناوړه چلند څخه هم شکایت کوي. په نیمروز ولایت کې د طالب چارواکو د معلوماتو له مخې په تېرو دوو میاشتو کې لږ تر لږه

۱۲۰ زره افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.

له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو اخراج په داسې حال کې دوام لري چې دغه هېواد له سخت فقر او اقتصادي بحران سره مخ دی او د کډوالو د سمبالولو کافي توان نه لري.

له بلې خوا د راپورونو پر بنسټ، له ایران څخه په اخراج شویو کسانو کې یو شمېر هغه وګړي هم شامل دي چې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د امنیتي

تشویشونو او د واکمنو طالبانو له ویرې دغه هېواد ته مهاجر شوي وو.

پاکستان کې د افغان مهاجرو د راجستر کارتونو بیا تمدید