1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستایران

ایران: امريکا سره د بندیانو تبادله نن ترسره کيږي

۱۴۰۲ شهریور ۲۷, دوشنبه

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند تائيد کړه چې په جنوبي کوریا کې د ایران د ۶ ميليارډ کنګل شوو ډالرو تر آزادېدو وروسته، امریکا او ایران د بندیانو تبادله کوي.

https://p.dw.com/p/4WTjV
په جنوبي کوریا کې د ایران د شپږ ميليارډ کنګل شوو ډالرو په آزادېدو سره، امریکا او ایران بندیان تبادله کوي
په جنوبي کوریا کې د ایران د شپږ ميليارډ کنګل شوو ډالرو په آزادېدو سره، امریکا او ایران بندیان تبادله کويانځور: Wang Zicheng/HPIC/dpa/picture alliance

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ناصر کنعاني د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وويل: «په پام کې ده چې پنځه امریکايي اتباع امریکا ته ستانه شي.» د هغه په خبره، «په بدل کې ېې پنځه ایراني اتباع چې په امریکا کې متهم یا محکوم شوي دي، عفو کیږي.»

د امريکا او ایران تر منځ د بندیانو د تبادلې په هکله له څو اونیو راهېسې رپوټونه خپريږي. د ایران قضايي قوې په اګست میاشت کې يو شمېر امریکايي بندیان له زندان څخه کورني حبس ته واستول.

امریکا ته په ستنېدونکو بندیانو کې يو هم پېژندلې څېره، سیامک نمازی دی چې د امریکا او ایران دوګونې تابعیت لري. هغه په ۲۰۱۵م کال کې بندي شو او د جاسوسۍ په تور پر لس کاله بند محکوم شو.

تمه ده چې د چاپېريال ساتنې فعال، مراد طهباز او سوداګر عماد شرقي چې په ۲۰۱۸م کال کې بندیان شول، امریکا ته د ستنېدونکو کسانو په ډله کې وي. خو تر اوسه د دوو نورو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی.

له بل لورې په امریکا کې ایراني اتباع د نړیوالو تحریمونو په نظر کې نه نېولو او د صنعتي جاسوسۍ په څېر مواردو کې تورن شوي دي.

د آرشیف انځور - د قطر د مرکزي بانک مشر، شیخ بندر بن محمد بن سعود آل ثانی له خپل ایراني سیال، محمد رضا فرزین سره د ۲۰۲۳م کال په جون کې په دوحه کې د کتنې پر مهال
د آرشیف انځور - د قطر د مرکزي بانک مشر، شیخ بندر بن محمد بن سعود آل ثانی له خپل ایراني سیال، محمد رضا فرزین سره د ۲۰۲۳م کال په جون کې په دوحه کې د کتنې پر مهال انځور: Qatar News Agency/Handout via REUTERS

ایرنا خبري آژانس په امریکا متحده ایالاتو کې د ایراني بندیانو نومونه په ډاګه کړي او ليکلي ېې دي چې د هغو له ډلې رضا سرهنګپور او کامبېز عطار په امریکا کې د تحریمونو د نقض په تور بندیان شوي دي. دريم ایرانی بندي، کاوه لطف الله افراسیابي دی چې په ۲۰۲۱م کال په بوستون کې خپل کور ته نژدې نيول شوی وو. دوه نور بندیان، مهرداد معین او امین حسن زاده دي. دوی د ایران امنيتي ځواکونو سره د ارتباط لرلو په تور په توقیف کې دي.

د ایران د بهرنيو چارو وزارت د ویاند په خبره، د دغو بندیانو له ډلې دوه تنه ېې ايران ته راستنيږي، دوه ېې په امريکا کې پاته کېږي او یو بل به ېې دريم هېواد ته سفر وکړي.

ایران همدارنګه د خپلو شپږ ميليارډ ډالرو د آزادولو غوښتنه کړې وه چې په جنوبي کوريا کې کنګل شوې وې. دغه پېسې د نړېوالو تحریمونو پر اساس د ايران له واکه وښکل شوې وې.

کنعاني وويل چې دغه پیسې قطر ته رسېدلې او بیا د ايران په اختیار کې لويږي. ويل شوي چې دغه پیسې يورو باندې تبادله شوي او په څو برخو کې قطر ته استول شوي دي. تر دغه توافق مخکې، پر دغې معاملې ډېرې نېوکې موجودې وې.

د امریکا متحده ايالاتو د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني مرستيال، مایک پنس، ويلي وو چې «بایدن د امریکا په تاريخ کې ایراني ملایانو ته تر ټولو لوې باج تائيد کړی دی.» د دغه توافق منتقدین په دې باور دي چې ایران به له دغو پیسو څخه په خپلو پوځي اهدافو کې کار واخلي.

mks/bs/nw/af (dpa)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل