1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

امریکا: د ایران د ګواښ تر کمېدو به مو ځواکونه په سيمه کې وي

۱۴۰۲ شهریور ۸, چهارشنبه

پنټاګون اعلان وکړ چې تر هغه به یې ځواکونه په سيمه کې پاته وي تر څو د ایران له خوا تجارتي کښتيو ته ګواښ متوجې وي. په تېرو دوو کلونو کې ایران په فارس خلیج کې تر ۲۰ ډېرې سوداګریزې بېړۍ نیولي او يا یې د نیولو هڅه کړې ده.

https://p.dw.com/p/4VjgC
USS Nimitz Flugzeugträger
انځور: abaca /picture alliance

د پنټاګون د ویاند مرستیالې سابرینا سینگ، د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۳م کال د اګست ۲۹) په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونه به تر هغه وخته په سیمه کې پاتې سي چې ترڅو ورته اړتیا وي.

د پنټاګون مرستیالې ویاندې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا په سوریه اوعراق کې د امریکايي ځواکونو او یا د هرمز تنګي کې د سوداګریزو کښتیو پر وړاندې د ایران ګواښونه کم سوي دي؟ وویل: «پنټاګون په وروستیو اوونیو کې د سوداګریزو کښتیوپر وړاندې د خنډونو شاهد دی او دا ښيي د ایران د ګواښونو کچه لا هم  تراوسه نه ده کمه سوې.«

سابرینا سینگ، له فارس خلیج څخه دامریکايي ځواکونود وتلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ د ایران په ګواښ کې کمښت نه دی لیدلی، نو د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره هیڅ دلیل نه لرو.»

له دې مخکې د امریکا د دفاع وزارت یوه ویاند پټ رایډر، په یوه خبري کنفرانس کښې اعلان وکړ چې په فارس خلیج کښې د امریکا او د هغوی د متحدینو  پوځي  شتون به د ایران د اسلامی جمهوریت د ورانکارو فعالیتونو مخنیوی کوی.

د امریکا پوځ وايي، ایران په تېرو دوو کلونو کې په سیمه کې د نړیوالو بیرغونو شاوخوا شل کښتۍ نیولي او یا یې د نیولو هڅه کړې ده.

د روان کال په می او جون مياشتو کې ایران د یوې اونۍ په اوږدو کې د سیمې په اوبو کې د تیلو دوه ټانکرونه نیولي ول.

له دې پېښې وروسته امریکا اعلان وکړ چې په منځني ختیځ کې به د ایران له خوا د بېړیو د نیولو د مخنیوي لپاره په منځني ختیځ کې يوه جنگي بيړۍ او  اف -  ۳۵ او اف - ۱۶ جنګي الوتکې له خپلو ځانګړو سمندري ځواکونو د چمتووالي واحدونو سره سره ځای پر ځای کړي.

له ایران سره د اټومي تړون فسخه په څه معنی ده؟

ص.ذ/ب.ص