1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ایا رښتیا یوه طالب یوه مړوښې ښځه له دایکنډي څخه تښتولې ده؟

محمد اسحاق اکرمی
۱۴۰۲ مهر ۷, جمعه

یوه کورنۍ دعوه کوي، چي د طالبانو د امنیه قومندانۍ یوه ساتونکي له دایکنډي څخه یوه مړوښه ښځه په زور هلمند ته بیولې ده. یوه بله سرچینه بیا وايي، دغه ښځه په خپله خوښه له دغه طالب سره تللې ده، نو اوس اصلي قضیه څه ده؟

https://p.dw.com/p/4Wwxx
Nili Stadt in Afghanistan
انځور: DW/N. Behzad

په دایکنډي ولایت کي یوه کورنۍ ادعا کوي، چي یوه طالب سرتیري يې په زور يوه ښځه له کوره هلمند ته تښتولې ده.

د ښځي د خسرګنۍ یو غړي د نوم نه ښوولو په شرط دویچه ویله ته وویل، دوه کاله کیږي، چي دغه ښځه د دوی کور ته را واده سوې وه او د دایکنډي ولایت په مرکز نیلي ښار کي اوسېدله.

د یادي ښځي د خسرګنۍ له خوا دغه غړي دویچه ویله ته داسي وویل: «دغه مړوښې ښځه چي یوه څلورمیاشتنۍ لور هم لري د یاد ولایت اشتر ولسوالۍ ته د پلار کور ته تللې، چي هلته د امنیه قومندانۍ د یوه طالب سرتیري محمد زي له خوا په زور هلمند ولایت ته تښتولې ده.»

دغه کورنۍ وايي، د امنیه قومندانۍ د یاد ساتونکي طالب پر وړاندي يې په اشتر ولسوالۍ کي محکمې ته شکایت کړی، خو تر اوسه يې محکمې د شکایت په اړه اقدام نه دی کړی.

د همدې کورنۍ یو بل غړی چي له دویچه ویله سره يې خبري کولې وغوښتله چي دغه طالب ته دي سزا ورکول سي.

خو په سیمه کي قومي مخور وايي چي طالب سرتیري دغه ښځهد هغې په خوښه هلمند ته له ځان سره بیولې ده.

یوه سیمه ایز مخور دویچه ویله ته وویل: «دوه کاله کیږي چي یاده ښځه واده سوې او یوه د څلورو میاشتو لور هم لري. دې ښځه دوې میاشتي ترمخه د خسرګنۍ په کور کي شخړه کړې او بیا د پلار کور ته، چي په خوشک سیمه کي دی، تللې ده. مېړه يې دوه واري په دې پسي راغلی دی، چي په نیلي ښار کي يې خپل کورته بوزي، خو انا په لاس نه ورکوله.»

دغه سیمه ایز قومي مشر وايي، د طالبانو یو غړی دوه واري د دې مړوښي ښځي د پلار کورته ورغلی او بیا په خپله خوښه یاده ښځه هلمند ولایت ته ورسره تللې ده، چي اوس دغي موضوع خلک په غصه کړي دي.

افغانستان/ د ډایکنډي ولایت مرکز نیلي ښار یوه څنډه
انځور: DW/N. Behzad

یاد مخور سیمه ایز کس چي د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم يې خپور سي زیاته کړه: «د خلکو له ږوږ وروسته د طالبانو ولسوال سیمي ته راغلی، د سیمي له مشرانو څخه يې د موضوع په اړه پوښتني وکړې. خلکو ورته وویل چي دا مړوښې ده او د څلورو  میاشتو لور هم لري. ولسوال خلکو ته وویل، دغه سرتیری د طالبانو پر لمن تور داغ دی.»

د دایکنډي ولایت د اشتر ولسوالۍ امنیه قومندان په دې اړه له دویچه ویله سره خبرو ته چمتو نه سو. هغه وخت چي دویچه ویله په دې اړه له امنیه قوماندان څخه په ټلیفون کي پوښتنه مطرح کړه، نو هغه خپله اړیکه پرېکړه او هیڅ ځواب يې ونه وایه.

د اشتر ولسوال د یادي کورنۍ خبره نه مني او وايي: «له پروسږکال راهیسي له ۳۰ څخه تر ۴۰ پوري پېغلاني له ځوانانو سره په خوښه تښتېدلي دي، خو په دې ډله کي د طالبانو هیڅ غړی نسته.»

د سیمي خلک د طالب سرتیري پر دغه کار نیوکه کوي او شکایت کوي، چي په دې اړه يې ږغ نه اورېدل کیږي.

په مرکزي سیمه کي يو دیني عالم محمد یاسین احمدي وايي، دا ښځهکه په خپله خوښه یاهم په زور یاد طالب له ځان سره بیولې وي یو جرم دی، ځکه دا مړوښې ده او په هر قانون کي باید جزا ورکول سي.

د ویلو ده، له تیرو دوو کلونو راهیسي چي طالبان واک ته رسېدلي دي په لسهاوو خلک يې د هیواد په بیلا بیلو ولایتونو کي په عام محضر کي په شلاقو وهلي دي، چي دا کړني يې د بشري حقونو بیلا بیلو ډلو غندلي دي، خو تر اوسه د دې ډلي د غړو د مجازاتو کوم راپور نه دی خپور سوی.