1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغان ښځي مخ په زیاتیدونکي ډول د پناهندگۍ حق ترلاسه کوي

۱۴۰۲ تیر ۲۱, چهارشنبه

افغان ښځي او نجوني د خپل جنسیت په دلیل د سیستماتیک تعقیب له امله په آلمان کي په مخ پر زیاتیدونکي ډول د پناه حق ترلاسه کوي. د آلمان د مهاجرو اداره وايي چي د افغان ښځو د پناه غوښتني د شرایطو په هکله مقرراتو کي تغییر راغلی.

https://p.dw.com/p/4Tkpc
Afghanistan | Afghanische Frauen kämpfen weiter für ihre Rechte
انځور: Tolo TV

لکه څنگه چي د جرمني په پارلمان کي د کیڼ اړخه گوند استازي کلارا بونگر، د تحریري پوښتني په وړاندي د دغه هیواد د کورنیو چارو وزارت په جواب کي راغلي دي چي، د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کي ۲۸۸۵ افغان ښځو د پناه حق تر لاسه کړی او د ۱۰۰ نورو بیا دغه حق په رسمیت پیژندل سوی دی. دغه رقم د ټولو ۶۰۰۰ عریضه ورکوونکو نیمايي برخه ده.

زموږ فېسبوک پاڼه هم تعقیب کړی

 د جرمني پروتستانت خبري آژانس (epd) د شمیرو له مخي، نورو ۲۳۰ عریضه ورکوونکو ته بیا په اصطلاح فرعي خوندیتوب ورکړل سوی دی. شاوخوا یو زرو ۷۴۰ کسانو ته بیا د اخراج د ممنوعیت دستور ورکړل سوی دی. له هغه وخته راهیسي بیا ۱۳ عریضې رد سوي او ۱۰۰۰ نورې بیا له خپلو پړاوونو تیري سوي دي.   

 «طالبانو تغییر نه دی کړی، خو افغان ښځو کړی»

د پرو ازیول سازمان د معلوماتو له مخي د ۲۰۲۲م کال په لومړي نیمايي کي د عریضو یوازي ۳۴ سلنه وړاندي کوونکو ته د پناه حق ورکړل سوی دی. له هغو څخه شپږو فیصدو یې د ټیټې سطحی فرعي محافظت  او ۶۱ سلنې یې یوازي د نه اخراج حق ترلاسه کړی دی.

ګوتېرش: جنسیتي توپیر ټولو ته زيان رسوي

بونگر د پناه ددغه ډول حق له ترلاسه کولو څخه هرکلی کوي، خو په عین وخت کي د نورو گامونو د پورته کولو غوښتنه هم کوي. هغه ټینگار کوي چي «له افغانستان څخه یو پر دریم ښځینه پناه غوښتونکو له اخراج څخه د ساتني حق ترلاسه کړی دی، چي په آلمان کي د واقعې پاته کیدو امکانات نه برابروي.» د هغې په خبره په افغانستان کي هره ښځه له سخت تبعیض او ځوروني سره مخامخ ده او له همدې کبله باید «ټولې د پناه حق ترلاسه کړي.»

غزني: د نجونو پر مخ د کورسونو او ښوونیزو مرکزونو تړل کیدل

د اروپايي ټولني د پناه غوښتنې آژانس (EUAA) په جنورۍ میاشت کي اعلان وکړ چي په افغانستان کي همدومره کافي ده چي یوه ښځه واوسې تر څو له ځوروني سره مخامخ سې. همدارنگه د آلمان د مهاجرو چارو ادارې (Bamf) هم د خپلو معلوماتو له مخي په خپلو مقرراتو کي بدلون راوستی دی. د دغي ادارې یوه ویاند د پرتستانتو خبري آژانس ته ویلي دي: «په ځانگړي ډول د ښځو او نجونو وضعیت ته پاملرنه کیږي.»

ولې طالبان د ښځو کار او فعالیت نه غواړي؟

په ټولیزه توگه د آزادۍ جدي محدودیتونو ته د ځوروني په سترگه کتل کیږي. دا په دې معنی چي افغان مېرمني په عمومي ډول د پناه د ورکړي او یا هم فرعي خوندیتوب له پاره لازم شرایط پوره کوي. 

GP/NZ/AG