1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«اير عربيه» هوايي شرکت کابل ته الوتنې پيلوي

۱۴۰۲ دی ۶, چهارشنبه

د «ايرعربيه» شرکت اعلان کړی دی چې په ورځ کې به يو ځل کابل ته پرواز ولري. په دې ترتيب به دا شرکت د متحده عربي اماراتو دويم هوايي شرکت وي چې پلازمينې کابل ته به پرواز پيل کړي.

https://p.dw.com/p/4ackY
آرشيف: د کابل هوايي دګر
آرشيف: د کابل هوايي دګرانځور: Karim Sahib/AFP

د «اير عربيه» هوايي شرکت چې د متحده عربي اماراتو په شارجه کې مقر لري او د ارزان بيه پروازونو زمينه برابروي، د یوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي دي چې د جنورۍ مياشتې له ۱۰مې نیټې څخه به کابل ته په ورځ کې يو پرواز ولري.

د دغه شرکت د مشرتابه يوه غړي عادل العلي، ويلي دي چې دا «خدمات مسافرينو ته د لا ښه او ارزان بيه سفر او نويو هدفونو ته د رسيدو د زمينې برابرولو زموږ د دوامداره هڅو ثبوت دی.»

تېره مياشت د «فلای دوبۍ» شرکت د لومړي نړيوال شرکت په توګه بيرته افغانستان ته الوتنې پېل کړې. په ۲۰۲۱م کال کې واک ته د طالبانو تر رسېدو او د امريکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد ته نړيوال پروزاونه بند شوي ول.

هغه وخت د ملکيانو د ډله ایز اخراج او يوه ځانمرګي بريد له کبله د کابل هوايي ډګر زيانمن شوی وو. په دغه بريد کې تر ۱۷۰ ډېر کسان وژل شوي ول چې ۱۳ امريکايي عسکر هم پکې شامل ول.

د افغانستان د پاشل شوي اقتصاد د بیرته پر پښو درولو په موخه د کابل د هوايي دګر بيرته بشپړ فعاليت ډېر مهم ګڼل کيږي.

پر فلای دوبۍ سربيره دمګړۍ «کام ایر» او «آريانه افغان» هوايي شرکتونه دوبۍ، مسکو، اسلام آباد او استانبول ته محدود پروازونه لري.

تېر کال د طالبانو حکومت دمتحدو عربي اماراتو له «ګاک» شرکت سره د افغانستان د هوايي ترافيک د مديريت قرارداد لاسليک کړ. له دې قرارداد څخه تمه کيدله چې نړيوال هوايي شرکتونه به بيرته په افغانستان کې فعاليت پېل کړي.

زموږ له آرشيف څخه:

سترې بوینګ الوتکې بیا الوتنې پیلوي

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب