1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د هوايي ‌ډګرونو د هوايي حريم کنترول تړون لاسليکيږي

۱۴۰۱ شهریور ۱۷, پنجشنبه

د طالبانو ادارې اعلان کړی دی چې دوی د افغانستان د هوايي ډګرونو د مديريت دريم او وروستی ستر تړون د متحده عربي اماراتو د جي آې آې سي خصوصي شرکت سره لاسليک کوي.

https://p.dw.com/p/4GaLP
Afghanistan Kabul Flughafen Taliban
انځور: Karim Sahib/AFP

د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلن وزارت  مرستيال مشر غلام جيلاني پوپل د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د يوې مطبوعاتي غونډې په ترڅ کې خبريالانو ته ويلي دي چې طالبانو لا دمخه د جي آې آې سي شرکت سره چې په متحده عربي اماراتو پورې تړاو لري، د ځمکنیو خدماتو او امنيت په اړه تړونونه کړي دي.

دا تړونونه به له طالبانو سره د منزويتوب په له منځه وړلو کې مرسته وکړي. تر اوسه د نړۍ يوه هيواد هم په افغانستان کې د دغه ډلې حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی او د بندیزونو پلي کيدو د هيواد اقتصاد له ستونزو سره مخ کړی دی. دغه تړونونه له اماراتو سره مرسته کوي چې له قطر سره د ديپلوماتيک نفوذ پر سر سيالۍ کې يو څه برلاسي شي.

د کابل په ګډون د درو هوایي ډګرونو د خدماتو قرارداد لاسلیک شو

رويترز خبري آژانس ليکلي چې د جي آې آې سي عمومي مدير او سيمه ایز مشر ابراهيم مورافي خبريالانو ته وويل چې دا ګام به ستر نړيوال هوايي شرکتونه بيرته افغانستان ته ستنېدو ته وهڅوي.

نوموړي ويلي دي: «زموږ په آند دا يو ډېر د پام وړ پرمختګ دی.» هغه زياته کړې: «موږ په دې هم باوري يو چې دا د پام وړ پرمختګ به د کار ځايونو په رامنځته کولو سره[افغانستان ته] اقتصادي ګټه هم ولري.»

د طالبانو حکومت چې د نړيوالو له خوا په رسميت د نه پيژندل کيدو له کبله منزوي دی، له سيمه ایزو هيوادونو چې قطر او ترکيه هم پکې شامل دي، د کابل د هوايي دګر د چارو د پرمخ وړلو غوښتنه کړې وه.

ترکیې د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالولو له پاره شرط ايښی

خو طالبانو تر څو مياشتو خبرو اترو وروسته چې په يوه پړاو کې یې د اماراتو، قطر او ترکیې ترمنځ د يوه تړون امکانات هم رامنځته شوي ول، په دې وروستيو مياشتو کې پريکړه وکړه چې د ټولې چارې په بشپړه توګه متحده عربي اماراتو ته وسپاري.