1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيروسیه

اوکراین غواړي د روسیې په کورسک کې «حایله سیمه» رامنځته کړي

۱۴۰۳ مرداد ۲۹, دوشنبه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي ویلي دي چې د روسیې پر کورسک سرحدي سیمې له برید څخه یې موخه د یوې «حایلې سیمې» رامنځته کول دي.

https://p.dw.com/p/4jdBm
Ukraine Kiew | Ukrainischer Präsident Wolodymyr Selenskyj
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د خپل هیواد د عسکرو ستاينه وکړهانځور: Efrem Lukatsky/AP/dpa/picture alliance

د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د معلوماتو له مخې هیواد یې له دغو عملیاتو سره غواړي د روسیې په خاوره کې دننه یوه «حایله سیمه» رامنځته کړي.

زیلنسکي په خپله ماښامنۍ ویډیوي وینا کې چې د یکشنبې (د اګست میاشتې ۱۸ نیټه) له ماښام وروسته خپره شوه، وویل چې د روسیې په کورسک سیمه کې د دغو بریدنو موخه «د یرغلګرو په قلمرو کې د حایل زون رامنځته کول دي.»

په دې ترتیب سره زیلنسکي د اوکرایني لوړپوړو چارواکو پخوانۍ څرګندونې تائید کړې.

سربیره پر دې زیلنسکي د اوکرایني سرتیرو ستاینه وکړه او پر کورسک سیمې د اوکرایني ځواکونو د حملې په اړه یې وویل: «زموږ ولس په ټولو برخو کې ستر کارونه ترسره کوي.»

د اوکراین ولسمشر یو وار بیا پر خپلو لویدیځو متحدینو غږ وکړ چې اوکراین ته دې د اړینو تجهیزاتو د ورکړې بهیر ګړندی کړي.

اوکرایني ځواکونو د تمې برخلاف د اګست میاشتې پر شپږمه نیټه د روسیې پر کورسک سیمې برید وکړ.

دغه برید پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د خپل هیواد له سرحد څخه دباندې د اوکراین د پوځ تر ټولو ستر برید وو. همدارنګه دا به له دویمي نړیوالې جګړې وروسته، د روسیې پر خاوره د یوه بهرني پوځ لومړنی برید وي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز 

د اوکراین جګړه: آیا روسیه د ټانکونو له کمښت سره مخ ده؟