1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

زيلنسکي وايي ځواکونه يې د روسيې په کورسک سیمه کې پرمختګ لري

۱۴۰۳ مرداد ۲۴, چهارشنبه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي ويلي دي چې اوکرايني ځواکونه د روسيې په کورسک سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي. اوکراین دغه راز ويلي دي چې ځواکونه ېې په ياده سیمه کې د ملکيانو د تخليې په موخه خوندي دهلیزونه جوړوي.

https://p.dw.com/p/4jSd0
د روسيې په سومي سيمه کې د اوکرايني عسکرو انځور
اوکرايني عسکر په روسيه کېانځور: Roman Pilipey/AFP/Getty Images

د رويټرز خبري آژانس په حواله، اوکراین وايي چې ځواکونو ېې د چهارشنبې په ورځ ( ۲۰۲۴م کال د اګست ۱۴مه) د روسيې په کورسک سیمه کې د پيل کړو تهاجمي عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه ۱ تر ۲ کيلومترو پورې ساحه کې پرمختګ کړی دی.

اوکراین وايي دغه عملیات به تر هغې ادامه ولري چې په سیمه کې د سودژا ښارګوټی د روسي عسکرو له شتونه پاک شي.

کیف تېره اوونۍ د روسيې کورسک سیمې ته د خپلو زرونو عسکرو په استولو، مسکو غافلګيره کړ.

دغه عملیات کیف ته د ۲۰۲۲م کال راوروسته د جګړې په ډګر کې تر ټولو ستره بریا په لاس ورکړې ده.

اوکرايني ځواکونو د روسيې په کورسک سیمه کې تېره اوونۍ ناببره عملیات پیل کړل
زیلنسکي پر ټیلګرام ليکلي: «موږ به په کورسک سیمه کې خپلو پرمختګونو ته ادامه ورکوو.»انځور: UKRAINIAN PRESIDENTIAL PRESS/REUTERS

زیلنسکي پر ټیلګرام ليکلي: «موږ به په کورسک سیمه کې خپلو پرمختګونو ته ادامه ورکوو.»

کیف ادعا کړې ده چې تر اوسه تر ۱۰۰۰ کیلو متر مربع ساحې ډېره سیمه په خپل کنټرول کې راوستلې ده.

خو رويټرز زیاتوي د جګړې په ډګر کې دغه ادعاوې په خپلواکه توګه نشي تائيدولی.

د روسيې ولسمشر ولاديمیر پوتين بيا ژمنه کړې ده چې د اوکراین ځواکونه او غربي مرستندویان به ېې په «یو مناسب ځواب» سره بېرته پر شا وتمبول شي.

اوکراین دا هم وويل چې پوځ ېې د کورسک له سیمې د ملکيانو د تخليې له پاره امن دهلیزونه جوړ کړي دي. رپوټونه وايي، اوکراين په سيمه کې خپلو ځواکونو ته سپارښتنه کړې ده چې نړيوالو سازمانونه ته دې اجازه ورکړي چې د روسيې له کورسک سيمې څخه دې د ملکیانو تخلیه پیل کړي.

اوکراین مرستيالې صدراعظمې ایرینا ورشچوک وويل: «زموږ پوځ پلان لري... چې د ملکیانو د تخلیې له پاره بشري دهلیزونه جوړ کړي.»

(Reuters/AFP)mks/nz

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل