1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياوکرایین

پر کيف د روسيې توغندويز برید کې یو پلار او زوی وژل شوي

۱۴۰۳ مرداد ۲۱, یکشنبه

اوکرايني چارواکو نن يکشنبه وويل چې تېره شپه پلازمينه کيف ته نژدې د روسيې پر توغندویز بريد کې يو پلار او زوی وژل شوي دي. روسيې ويلي چې د اوکراین ۱۴ ډرونونه ېې راغورځولي دي.

https://p.dw.com/p/4jLOg
اوکرایني چارواکي وايي چې تېره شپه د روسيې له لوري دوه توغندي د کیف ښار پر لور توغول شوي دي
خبري سرچېنې د اوکرایني چارواکو له قوله وايي په يو لګېدلي ساختمان کې د لټون په عملیاتو کې د یو ۳۵ کلن سړي او د هغه د ۴ کلن زوی مړي موندل شوي ديانځور: Ilya Pitalev/Sputnik/IMAGO

د اوکراین دافع هوا ځواکونو ويلي چې دوه روسي توغندي د کيف ښار پر لور توغول شوي دي. په کیف کې د فرانسې خبري آژانس خبريال بیا وايي چې تېره شپه د کيف په مرکز او شرقي لور کې د چاودنو غږونه واورېدل شول.

دغه آژانس زیاتوي چې په يو لګېدلي ساختمان کې د لټون په عملیاتو کې د یو ۳۵ کلن سړي او د هغه د ۴ کلن زوی مړي موندل شوي دي. زیاته شوې چې په پېښه درې نور کسان سخت ټپيان شوي هم دي. 

په وروستیو ورځو کې په اوکراینیانو کې د دې اندېښنه زیاته شوې چې مسکو به د روسيې په خاوره کې د اوکراین د وروستي تهاجم په ځواب کې پر اوکراین خپلې شپنۍ هوايي حملې زياتې کړي.

زيلنسکي: اوکرایني ځواکونه د روسيې په خاوره کې جنګېدلي

 د اوکراین ولسمشر، ولاديمير زيلنسکي په لومړي ځل منلې چې اوکرايني ځواکونو د روسيې په کورسک سیمه کې جګړه کړې
روسي چارواکو په کورسک کې له خطر سره مخ ځايي اوسیدونکو تخلیه پيل کړې دهانځور: Russian Emergency Ministry/AP/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولاديمیر زیلنسکي پرون (د ۲۰۲۴م کال د اګست ۱۰مه) د لومړي ځل له پاره ومنله چې اوکرایني ځواکونو په یوه ناببره تهاجم کې د روسيې په کورسک کې جګړه کړې ده. په عین وخت کې چارواکو په دغه سرحدي علاقه کې له خطر سره د مخ ملکیان تخلیه پيل کړې ده.

روسيه: د اوکراین ډرونونه او توغندي مو راغورځولي

د یو بل خبر له مخې د روسيې دفاع وزارت نن یکشنبه وويل چې دافع هوا ځواکونو ېې د اوکراین له لوري ۱۴ توغول شوي ډرونونه او ۴ کې ان ۲ ډوله بالستیک توغندي ويشتلي دي.

رويټرز خبري آژانس د یاد وزارت له قوله ليکي چې دغه ډرونونه او توغندي اوکراین سره په سرحدي علاقه کورسک کې راغورځول شوي دي.

د روسيې دفاع وزارت پر تيلګرام ليکلي چې ۱۶ ډرونونه په وورونژ سیمه کې چې له مسکوه څو سوه کېلومتره لرې پرته ده راغورځول شوي، درې د بلګوروډ په سرحدي علاقه او په بریانسک او اورال علاقو کې هم یو یو ډرون ويشتل شوي دي.

(Reuters/AFP)mks/aa/