1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

اوکراین جېټ الوتکې تر لاسه کړي

۱۴۰۱ فروردین ۳۱, چهارشنبه

د متحده ایالاتو د معلوماتو له مخې اوکراین اضافي جنګي جېټ الوتکې ترلاسه کړي دي. په عین وخت کې کاناډا هم غواړي چې دغه هیواد ته درني وسلي ورکړي. خو په آلمان کې د اوکراین سفیر د وسلو په تړاو د آلمان له وړاندیزه راضي نه دی.

https://p.dw.com/p/4A8OI
Ukraine | Training Luftwaffe | Kampfjet Mig-29
انځور: Roman Pilipey/dpa/picture alliance

د متحده ایالاتو د معلوماتو له مخې اوکراین د روسیې پر ضد جګړه کې جنګي الوتکې ترلاسه کړي دي. د متحده ایالاتو د دفاع وزارت ویاند جان کربي، خبریالانو ته ویلي دي چې اوکراین اوس «د تیرو دوو اونیو په پرتله زیاتې جنګي الوتکې لري.» نوموړي په خپلو څرګندونو کې وړاندې ویلي دي چې اوکراین «اضافي الوتکې او د الوتکو پرزې» تر لاسه کړي دي. خو جان کربي د الوتکو د اصلي ځای او ډول په هکله یې هیڅ ډول معلومات نه دي ورکړي.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي، له ناټو څخه د جنګي جېټ الوتکو غوښتنه کړې وه، څو دغه هیواد د روسیې د هوایي ځواک پر وړاندې له ځانه دفاع وکړی شي. د نورو ترڅنګ د مېګ -۲۹ ډوله، جنګي الوتکو ورکول هم مطرح وو چې اوکرایني پیلوټانو یې روزنه ترلاسه کړې ده.

یو شمیر اروپایي هیوادونه میګ ـ۲۹، ډوله جېټ الوتکې لري. د مارچ میاشتې په اوایلو کې متحده ایالاتو د پولنډ دا وړاندیز رد کړی وو چې خپلې مېګ جېټ الوتکې په آلمان کې د امریکا پوځي هوایي اډې ته انتقال کړي څو اوکراین ته ولیږدول شي. د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د دې دلیل دا وړاندې کړی وو چې اوکراین ته د ناټو له خوا د الوتکو د ورکړې موضوع روسیه ښایي د کړکیچ د ترینګلیدو کیدو په توګه وانګیري او له دې کبله خطرناک دی. 

Polen polnische MiG-29
پولنډ، اوکراین ته د جنګي الوتکو لیږل غوښتل، خو امریکا د دې کار مخالفت کاوهانځور: Cuneyt Karadag/AA/picture alliance

د رسنیو د رپوټونو له مخې متحده ایالات د اوکراین له پاره د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې په چمتو کولو کار کوي. سي ان ان، تلویزونې شبکې د متحده ایالاتو د جګپوړو حکومتي سرچینو له قوله ویلي دي چې د مرستې د نوې بستې پر جزئیاتو لا هم کار روان دی. د پېنتاګون د معلوماتو له مخې د متحده ایالاتو د ۸۰۰ میلیونه ډالرو پخواني پوځي مرستي د یکشنبې په ورځ د اوکراین سرحد ته رسیدلې وې.

کاناډا هم اوکراین ته درنې وسلې ورکوي
 

کاناډا غواړي چې اوکراین ته توپخانه یي درنې وسلې ورکړي. د کاناډا لومړي وزیر جستن ترویدو په خبره په دې سره به د ولسمشر زیلینسکي غوښتنې ته ځواب وویل شي. زیاته شوې ده چې د وسلو او د هغي د لګښتونو په هکله جزئیات به په راتلونکو ورځو کې وړاندې شي.
 

مېلنک: د آلمان په لېست کې درنې وسلې نه شته
 

د آلمان د صدراعظم اولاف شولڅ، پر نوي اعلان سربیره په دې هیواد کې د اوکراین سفیر اندرې مېلنک د اوکراین له پاره د تجهیزاتو په مرسته خوښ نه دی. مېلنک د ZDF تلویزوني شبکې په یوه خپرونه کې د وسلو د احتمالي لیږد، هغه یوه لېست ته اشاره وکړه چې اوکراین څو ورځې دمخه ترلاسه کړی دی. د مېلنک په خبره ستونزه دا ده چې په دغه لېست کې هیڅ ډول درنې وسلې نه شته. هغه زیاته کړې: «هغه وسلې چې موږ ورته اړتیا لرو، هغه په دې لېست کې نه شته.»

زیلینسکي: په ماريوپول کې وضعیت سخت دی
 

د روسیې د دفاع وزارت نن د چهارشنبې ورځې له پاره په ماریوپول کې د اوسپنې کلابندې شوې یوې فابریکي په اطرافو کې د اوربند اعلان کړی دی. زیاته شوې ده چې په دغه ځای کې پټ شوي اوکرایني عسکر باید د مرکزي اروپا په وخت د ماسپښین تر یوې بجې پورې خپلې وسلې وغورځوي. د سه شنبې په ورځ هم هیڅ کوم اوکرایني عسکر دغه ډول یو وړاندیز و نه مانه او تسلیم نه شول.

Ukraine Krieg | Lage in Mariupol
انځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

د روسیې د معلوماتو له مخې په دغه فابریکه کې شا او خوا ۲۵۰۰ عسکر پټ دي. زیاته شوې ده چې پر دې سربیره زیات شمیر ملکیانو هم هلته پناه اخیستې ده.

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي په ماریوپول کې وضعیت ډیر کړکیچن بولي. زیلینسکي په خپل یوه تازه ویډیویي پیغام کې ویلي دي چې د روسیې پوځ د ټولو هغو هڅو مخه نیسي چې یو بشري دهلیز لاره رامنځ ته کړل شي او اوکرایني اتباع وژغورل شي.

آ./س.ر./ا.ا.