1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پر خارکیف او ماریوپول د روسیې بریدونه دوام لري

۱۴۰۱ فروردین ۲۹, دوشنبه

د یکشنبې په شپه هم د اوکراین پر ختیځ د روسیې بریدونو دوام وکړ. د اوکراین ولسمشر په خارکیف کې لږ تر لږه د ۵ تنو د وژل کیدو او ۱۵ نورو د ټپي کیدو خبر ورکړی. د ضرب الاجل تر پای ته رسیدو وروسته پر ماریوپول هم جګړه روانه ده.

https://p.dw.com/p/4A3Zg
Ukraine Krieg | Lage in Mariupol
انځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په یوه ویډیویي پیغام کې د روسي ځواکونو له خوا د خارکیف ښار د بمبارد کیدو خبر ورکړی دی. هغه ویلي دي چې د روسیې سرحد ته نږدې پر دغه میلیوني ښار د بریدونو لړۍ په دوام کې لږ تر لږه ۵ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

د فرانسې خبري آژانس د دغه ښار په مرکز کې د بریدونو په پایله کې د استوګنې په څو ځایونو کې د اورلګیدنې خبر ورکړی دی.

روسیې اعلان کړی دی چې د یکشنبې (د اپریل میاشتې ۱۷ نیټه) په ماښام یي کیف ته نږدې په براوري سیمه کې د وسلو پر یوې کارخانې برید کړی او هغه یې نړولې ده. دا د تیرې جمعې ورځې راهیسې دریم ځل دی چې د اوکراین پلازمېنې ته نږدې د وسلو او تجهیزاتو جوړولو کارخانې په نښه کیږي.

ماریوپول تر ضرب الاجل وروسته

په همدې حال کې د اوکراین په سویل بندري محاصره شوي ښار ماریوپول کې د روسیې د اولتیماتوم تر پای ته رسیدو وروسته جګړه روانه ده. روسیې اوکرایني ځواکونو ته مهلت ټاکلی و چې ځانونه دې تسلیم کړي.

د یکشنبې په ماښام د اوکرایني ځواکونو لوی درستیز د یکشنبې په ماښام د ماریوپول پر ښار د توغندیزو بریدونو او پر ښار د بمبارۍ خبر ورکړ. د لوی درستیز په حواله تر غږ چټک بم غورځوونکو الوتکو څخه په دغو بریدونو کې استفاده شوې ده او په ځانګړي توګه ماریوپول ښار ته نږدې د اوسپنې او فولادو پر فابریکې «آزوفستال» بریدونه شوي دي.

د اوکراین لومړي وزیر دنیز شمیهال، له «ای بي سي» امریکایي شبکې سره په خبرو کې وویل چې ماریوپول سقوط نه دی کړی او اوکرایني سرتیرې تر پایه پورې جنګیږي.

د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر هم له «سي بي اس» امریکایي رسنۍ سره په خبرو کې وویل چې اوکرایني ځواکونه د روسي ځواکونو له خوا چې غواړي ماریوپول له «خاورو سره برابر کړي» محاصره شوي دي. هغه زیاته کړه «ښار نور شتون نه لري.»

روسیې په ماریوپول کې موجود اوکرایني ځواکونه په نابوده کولو ګواښلي دي. دغه هیواد اوکرایني سرتیرو ته مهلت ورکړی و چې د یکشنبې تر ماسپښین دې ځانونه تسلیم کړي. روسیه وایي چې د اوکراین پوځي واحدونه د «آزوفستال» په کارخانه کې ځای پرځای شوي دي.

په دې کارخانه کې مستقرو اوکرایني ځواکونو ته د روسیې ضرب الاجل پای ته رسیدلی دی. روسي پوځ ویلي دي، په هغه صورت کې چې مقاومت دوام پیدا کړي «ټول به لمنځه یوسي».

اوکراینیانو دغه اولتیماتوم ته ځان تسلیم نه کړ. سیمه ایز چارواکي وایي، د دې کارخانې په احاطه کې ډیر شمیر ملکي خلک شتون لري چې د ماریوپول د څو اونیو په محاصره کې د روسیې د بریدونو له ویرې یي دې ځای ته پناه راوړې ده.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز