1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

زیلنسکي: روسیې په دونباس کې تهاجمي عملیات پیل کړي

۱۴۰۱ فروردین ۳۰, سه‌شنبه

د اوکرایني چارواکو په خبره روسي ځواکونو د دغه هيواد په ختیځ کې تهاجمي عملیات پیل کړي چې له ډیر وخت راهیسې یې ورته چمتووالی نيوه. په عین وخت کې د امریکا ولسمشر د اوکراین په اړه له خپلو متحدینو سره غږیږي.

https://p.dw.com/p/4A5hA
Ukraine, Mariupol | russischer Soldat der Eingreiftruppe Akhmat
چیچنایي داوطلب چې د روسي ځواکونو په ملاتړ جنګیږي په ماریوپول ښال کې لیدل شويانځور: Sergei Bobylev/ITAR-TASS/IMAGO

د کیف تر دې اعلان وروسته چې روسیې د اوکراین په ختیځ دونباس سیمه کې ستر عملیات پیل کړي دي. د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۲م کال د اپریل ۱۹مه) د اوکراین د جګړې په هکله له خپلو متحدینو سره غږیږي.

د سپینې ماڼۍ له لوري په خپره شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې جو بایدن به د ویډیويي تماس له لارې له خپلو متحدینو او شریکانو سره تماس ونیسي.

اوکراین: روسي ځواکونو د دونباس عملیات پیل کړي

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي ویلي دي چې روسیې د اوکراین په ختیځ کې عملیات پیل کړي دي چې له اوږدې مودې راهیسې یې ورته تیاری نیوه.

زیلینسکي ویلي دي: «موږ اوس دا خبره تائیدولی شو چې روسي ځواکونو د دونباس له پاره جګړه پیل کړې ده، چې هغوی ورته له ډیر وخت راهیسې چمتووالی نياوه.»

د زیلنکسي په خبره: «د روسي ځواکونو د پام وړ یوې برخې اوس خپله توجه دې تهاجم ته اړولې ده.»

Ukraine | Rauch steigt am Stahlwerk in Mariupol auf
انځور: MARIUPOL CITY COUNCIL/REUTERS

د روسیې د دفاع وزارت د تازه جګړې په هکله کومه تبصره نه ده کړې.

د مارچ میاشتې په وروستیو کې د پلازمینې کیف د اطرافي سیمو په شمول د اوکراین له مرکزي سیمو څخه د روسي ځواکونو د وتلو له پېل راهیسې اوکراین په دونباس کې د روسیې له لوري د دغو تهاجمي عملیاتو اټکل کاوه.

د لویدیځو هیوادونو سرچینو دا خبره تائید کړې ده چې روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې بیا مورچلې ټینګوي.

د اوکراین د جمهوري ریاست یوه جګپوړي چارواکي اندرې یرمارک، د روسیې نوي بریدونو ته په اشارې سره ویلي دي چې «د جګړې دوهمه څپه پیل شوې.»

د اوکراین د وسلوالو ځواکونو لوی درستیز ویلي دي روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ لوهانسک او دونیسک او همداشان په سویل ختیځه برخه زاپروږه کې خپلو حملو ته شدت بخښلی دی.

Infografik Welche Teile der Ukraine werden von russischen Truppen kontrolliert EN

د اوکراین د ملي امنیت شورا سیکرتر اولیکسي دانیلوف، ویلي دي چې روسي ځواکونه هڅه کوي چې په دونیسک، لوهانسک او خارکیف کې د اوکرایني ځواکونو دفاعي لیکي ماتې کړي.

د هغه په خبره روسي ځواکونو په لوهانسک کې د کریمینا ښار او یو بل ښار نیولي دي، خو په نورو سیمو کې د اوکراین پوځ سیمي ساتلي دي.

په عین وخت کې روسيي ځواکونه هڅه کوي چې د ماريوپول ښار ونیسي، چې د روسیې له یرغل راهیسې کلابند دی. د ماريوپول کنترول ترلاسه کول د روسیې له پاره مهم دی، ځکه چې غواړي د ازوف ساحل خوندي کړي او د کریمیا او دونباس تر منځ یو دهلیز جوړ کړي.

د ماریوپول د کلابند شوي ښار ښاروال وایي چې روسي ځواکونه ملکیان په «اجباري ډول» له ماریوپول څخه روسیې او یا په اوکراین کې د روسیې تر کنترول لاندې سیمو ته اخراجوي.

په عین وخت کې اوکراین ته بیلا بیل مهمات هم اکمال شوي دي. د متحده ایالاتو د دفاع وزارت یوه جګپوړي چارواکي ویلي دي چې تیره اوونۍ د دغه هیواد له لوري له اوکراین سره د ۸۰۰ میلیونه ډالرو پوځي مرستې تر اعلان وروسته بېلابېل ډول وسلې اوکراین ته رسیدلي دي. د فرانسې خبري آژانس د دغه چارواکي له قوله لیکلي دي چې له متحده ایالاتو څخه څلور الوتنې رسیدلي او په نزدې وخت کې به پنځمه الوتنه هم وشي.

د روسیې د دفاع وزارت د اوکراین په لویدیځ کې پر لویو ښار هوایي برید هم تائید کړی دی، چې په خبره یې یو پوځي لوژیستکي مرکز یې په نخښه کړی دی.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیسارۍ (یو ان اچ سي آر) ویلي دي چې د روسیې تر یرغل وروسته ۴،۹ میلیونه اوکراینيان له خپل هیواد څخه وتلي دي.

زموږ له آرشیف څخه: