1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

اوکراين وايي روسي ډرونونه يې ويشتلي دي

۱۴۰۲ خرداد ۱۲, جمعه

په کيف کې چارواکو د هوايي بريدونو په اړه خبرداری تر هغه وروسته لغوه کړ چې د جمعې په ورځ سهار وختي یې تر ۳۰ ډېرو روسي میزايلو او ډرونونو مخه ونيوله.

https://p.dw.com/p/4S69t
Ukraine | Krieg | russische Raketenangriffe auf Kiew
انځور: Gleb Garanich/REUTERS

چارواکو ويلي دي چې د اوکراين دفاعي سیسټم د جمعې ورځې په سهار پر کيف تر ۳۰ ډېر توغندي او ډرونونه ويشتلي دي. د کيف پوځي چارواکو په يوه اعلاميه کې زیاته کړې: «د لومړيو معلوماتو په حواله تر ۳۰ ډېر بېلا بېلا هدفونه وپيژندل شول او د هوايي دفاع ځواکونو له خوا د کيف په هوايي قلمرو او پر شا او خوا کې یې له منځه یوړل شول.»

د کيف ښاروال ويتالي کليچکو چې تر دې د مخه یې د بريدونو د دوو څپو په اړه رپوټ ورکړی وو، د تليګرام له لارې ويلي دي چې تر اوسه د ژغورنې د خدماتو هيڅ غوښتنه نه ده ترلاسه شوې.

په ټول اوکراين کې نن، جمعه سهار وختي د روسیې له خوا د بریدونو تر نوې لړۍ وروسته د هوايي بريدونو د خطر زنګ وغږول شو. خو د دې تازه بريدونو تر دفاع کولو وروسته دغه زنګونه خاموشه شول.

اړونده موضوع: کيف باندې د توغنديو بریدونه او پر مسکو باندې د ډرون حمله شوې ده

د پنجشنبې په ورځ په کيف کې د روسیې په هوايي بريد کې د يوه ماشوم په ګډون درې کسان ووژل شول.

د روسیې حکومت په می میاشت کې له هغه وخت راهيسې خپل هوايي بريدونه ډېر کړي چې اوکراين احتمالي متقابلې تهاجمي حملې ته تياری نیسي.

«روسیې پر سرحد د اوکراين دوه ډرونونه را اچولي»

يوه سيمه ایز ګورنر رومان ستارووت ويلي دي چې د روسیې دفاعي سيسټم د کورسک سرحدي سيمې ته څيرمه يو شمير اوکرايني بې پيلوټه الوتکې ويشتلي دي.

نوموړي له ځايي اوسيدونکو څخه د آرام پاتیدو غوښتنه کړې او ويلي یې دي: «ښار زموږ د پوځ تر باور وړ محافظت لاندې دی.»

د روسیې د ختیځ کورسک سيمه د شخړې له پيليدو راهيسې په وار وار سره د اوکرايني پوځ هدف ګرځيدلی ده.

«اوکراين بايد په ناټو کې د شامليدو له پاره خپل مزل جاري وساتي»

د ناټو د عمومي منشي پخوانۍ مرستیالې روز ګوته میولر، له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې اوکراين د ناټو د غړيتوب ترلاسه کولو له پاره باید پر «خپله لاره» پاتې شي.

نوموړي وويل چې په ناټو کې د شامليدو له پاره اوکراين باید پر هماغه لاره پاته شي چې په ۲۰۱۴م کال کې یې د روسیې له خوا د کريميا تر الحاق وروسته تعقيبوي.

اړونده موضوع: آیا د مولداویا غونډه د پوتین پر ضد د اروپا د یووالي سمبول دی؟

هغې وويل: «هغه [اوکراين] د ناټو د جګړې په سبک کې د خپلې پوځي وړتيا او ظرفيت ادغام له پاره سخت زيار ته اړتيا لري. نوموړې زياته کړه چې ناټو په دې موخه له ۲۰۱۴م کال راهېسې د اوکرايني ځواکونو په رزونه کې «ډېره» مرسته کړې ده.

د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ هم په وار وار سره ويلي دي چې اوکراين په دې ائتلاف پورې تړاو لري، خو دې ته هم اړتيا لري چې يو شمیر پروسې په پام کې ونیسي.

خو د آلمان د بهرنيو چارو وزير انالېنا بېربوک د پنجشنبې په ورځ په اوسلو کې د ناټو د وزيرانو په غونډه کې وویل چې په دې ائتلاف کې د يوه داسې هېواد د غړيتوب بحث چې په جګړه کې قرار لري، د امکان وړ نه دی.

ب. ص/ ن. ز (Reuters, AFP, AP, dpa)

زموږ له آرشیف څخه:

اوکراین ته به اف-۱۶ ډوله جنګي الوتکې ورکړل شي؟