1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

کيف باندې د توغنديو بریدونه او پر مسکو د ډرون حمله شوې ده

۱۴۰۲ خرداد ۹, سه‌شنبه

رپوټونه وايي چې روسي ځواکونو کیف تر شپنیو بمباريو وروسته، د ورځې په جریان کې په توغنديو ویشتلی او هاخوا روسي چارواکي وايي چې په یو نادر اقدام کې پر مسکو ښار د ډرون حمله شوې ده. د نورو نښتو رپوټونه هم ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/4RxE7
د ۲۰۲۳ کال د می ۳۰مه، پر کیف د روسي ځواکونو تر حملو وروسته تخریب شوي موټرونه
د ۲۰۲۳ کال د می ۳۰مه، پر کیف د روسي ځواکونو تر حملو وروسته تخریب شوي موټرونهانځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

روسي ځواکونو د تېرو ۲۴ ساعتونو په جريان کې دوه ځله پر کيف ښار بمبارۍ کړي او په ادامه ېې د ورځې په جریان کې په توغنديو هم ويشتلی دی.

په کیف کې د فرانسې خبري آژانس خبريال وايي د توغنديو وروستي بریدونه د دوشنبې په ورځ په ځايي وخت شاوخوا ۱۱ بجو او ۱۰ دقېقو وشول، چې مخکې په داسې وخت په ندرت شوي وو. سرچينه زیاتوي چې لږ تر لږه د لسو چاودنو غږونه ېې اورېدلي دي. دغه آژانس ليکي چې د ډزو په اورېدلو سره خلکو د ځان ژوغورنې په موخه ميتروګانو او نورو امنو ځایونو ته منډې وهلې.

رپوټ زیاتوي چې روسي ځواکونو د شنبې په شپه هم پر کیف د ډرون بریدونه کړي ول. دغه بريدونه د ۲۰۲۲م کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د پوځي يرغل راوروسته تر ټولو زورور بریدونه ښودل شوي دي.

ورته نور ولولئ: اوکراین وايي د روسي کينژال توغندي او ډرون ېې راغورځولي

اوکرايني چارواکو ويلي دي چې د هوايي دفاع ځواکونو ېې پر کیف وار شوي ټول روسي توغندي راغورځولي دي. دوی وايي په دغو حملو کې يو نارینه ټپي شوی چې روغتون ته ليږدول شوی. د اوکراين د مسلح ځواکونو قوماندان، والري زالوژني، وويل: «په مجموع کې ۱۱ توغندي توغول شوي ول... ټول د هوايي دفاع ځواکونو له خوا له منځه يوړل شول.»

په کیف کې د روسي ځواکونو په بریدونو کې د یو لګيدلي ساختمان انځور - سه شنبه د می ۳۰مه ۲۰۲۳
په کیف کې د روسي ځواکونو په بریدونو کې د یو لګيدلي ساختمان انځور - سه شنبه د می ۳۰مه ۲۰۲۳انځور: Valentyn Ogirenko/REUTERS

پر مسکو د ډرون بريد

هاخوا د مسکو ښاروال، سيرګي سابيانين، د سه شنبې په ورځ وويل چې پر دغه ښار د ډرون یوه حمله شوې چې پر وینا يې ېوازې «جزوي» زیان ېې اړولی دي. په دغه برید کې د مرګ ژوبلې د اوښتو رپوټ نه دی ورکړل شوی.

ورته نور ولولئ: چین او روسیه خپلې سوداګریزې اړیکې پراخوي

ښاروال وويل: «نن سهار، د لمر ختو پر وخت، د ډرون د یوې حملې له کبله يو شمير ساختمانونو ته جزوي زيانونه اوښتي دي.» هغه زیاته کړه: «تر اوسه هيڅ څوک په شديده توګه ټپي شوي نه دي.»

د کیف پارلمان د دوشنبې په ورځ د روسيې پر متحد، ایران باندې د تحریمونو یوه بسته تصویب کړه. دغه اقدام یوه ورځ وروسته له هغې وشو، چې اوکراین وويل مسکو د يرغل له پيل راهيسې پر کیف باندې حملو کې د ایران ساخت »شهيد« ډرون څخه استفاده کوي.

د اوکراين د پوځ عمومي قوماندانۍ وايي چې د دوشنبې ورځې په بریدونو کې ۴۰ کروز توغندي او ۳۸ د ډرون بریدونه شوي چې تقریباً ټول ېې راغورځول شوي دي.

پر کیف د توغنديو تر لګيدلو وروسته خلکو ميتروګانو ته پناه راوړې
پر کیف د توغنديو تر لګيدلو وروسته خلکو ميتروګانو ته پناه راوړېانځور: Evgeniy Maloletka/AP/picture alliance

ورته نور ولولئ: لاوروف: په اوکراین کې د سولې له پاره ډیر خنډونه وینم

رپوټ کې راغلي چې روسي ځواکونو د اوکراين شرقي سیمه، دنيپروپتروفسک، کې یو کوچنی ښار هم په ګوليو ويشتلی چې يوه ښځه په کې وژل شوې ده. پر جنوبي سیمه خيرسون باندې هم ګولۍ وار شوي چې په کې يو ۶۱ کلن سړی وژل شوی دی.

اوکرایني چارواکو دا هم ويلي چې روسي ځواکونو په خملنیڅکيي سیمه کې يو پوځي مرکز باندې بمبارۍ کړي دي. دوی دا یوه نادره حمله ښودلې او وايي چې «پنځه الوتکې په کې له کاره لوېدلي دي.»

د روسيې دفاع وزارت بیا په دې هکله ادعا کړې چې د اوکراين یوه هوايي اډه ېې ويشتلې چې په کې «ټول ټاکل شوي اهداف ېې له منځه وړي دي.»

آ/م.ک.ص./ب.ص.

دلته په اوکراین کې د جګړې اړوند زموږ له آرشیف څخه یو انځوریز البوم هم کتلی شئ: